غزل – سپين کوچی
پر کوم طرف دې بیا شوې کډې بار مورې جاار
لۀ اوښکو،اوښکو سترګو دې شم جار مورې جاار
را ټول دې شه پۀ چا دانه،وانه شیندلی زړۀ
ټکور دې شه پۀ چا د زړۀ پرهار مورې جاار
قربان دې شمه رانغی، پۀ تا باندې پۀ ژوند
د ګل، ګل ښائیستونو ورک بهار مورې جاار
چې نۀ پکې خندا شته،نۀ مستې او نۀ ادا
پۀ چا پسې دې وران دی، دزړۀ ښار مورې جاار
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
