شعر و ادب
غزل
شعرونه هم لکه ګډ وډ او خواږه خوبونه، منظم منطق به و نه لري، خو سمبولیک مفاهیم رسولی شي. شعرونه او خوبونه که منظم او منطقي پیامونه هم و نه لری، خو چې خوند په کې وي خوند کوي. په کونج کې غلی ناست وم، د کلي ماشومتوب مې په ذهن کې د ژوند کلی جوړ کړی و. ورسره دا شعر هم په حاشیه کې غږیده، بس و مې لیکه.
رایشه ګېډۍ مې ستا و څڼو ته تیاره ده
ډکه له غاټولو نه زمونږ د پټي باره ده
لنګه غوا مو راوله غولانځه به یې ډکه شي
هر ډکی د شنو وښو د سپینو شیدو داره ده
لاره دې که ورکه وي نو لاره به در وښیم
لږ نږدې سنځلې ته ور تېره تر چناره ده
ته په کې مخ و ګوره او زلفې په کې سمې کړه
ما درته نیولې په ورغوي کې هنداره ده
ته کېنه کیسې...
نور ولوله
غزل - پير محمد کاروان
لمر په غروب کې د خرما د ونې څنګ ته ولاړ
هغه شاعر هم د مطربو شېبو شرنګ ته ولاړ
ژوند ته ور وګوره یو وږی او تش لاسی ماشوم
ترې خېژي تاو د شورنخودو ډک تبنګ ته ولاړ
د سمندر څپې په منډه ورشه یویې سه ترې
بېچاره کب دی خلاصې ژامې د نهنګ ته ولاړ
موسم د مینې به زه هغه مهال و منمه
چې انتظار وي یو پاچا یوه ملنګ ته ولاړ
د سپاهي انداز بې حده جمالي ښکارېده
په حماسي موسکا د تورو سترګو جنګ ته ولاړ
ډېره موده کېږي ترۍ تمې د ډول ازانګې
د پورې غرونو څک غوږونه دي ګړنګ ته ولاړ
شمال یې هره خوا چې اړوي ثواب یې کېږي
ګل که قبلې ته مخامخ وي او که ګنګ ته ولاړ
چې یې په خوند په غېږ کې ونیسي پخلا به یې کړي
...
نور ولوله
غزل
نه په شنه چمن نه په ماڼیو لوړو لوړو کې
ګل خلک به و مومې په خاورو خړو پړو کې
ته چې را سره یې بیا د بلې ډیوې څه حاجت
ګرځو به د شنې رڼا په شان په تورو لړو کې
پښې یبلې روان یمه په لپه کې اوبه وړمه
تږی سور غاټول مې دی لیدلی پاس په تړو کې
شنې اوبه یې شته دي تورې تیږې پسې وسکونډه
سپینې پۍ د مور وطن په تکو شنو برړو کې
ورکه ده اروا د پښتونخوا څه کم پېړۍ کېږي
چا و نه مونده د اباسین په ګنګخړو کې
رایشه د ژوند لوبه چې بیا له سره پیل کړو
ساه به ټوکوو د پښتنو په مړو مړو کې
شنو درو ته هم د دنګو دنګو څوکو حال وایه
خېژه په پېچومو کې را ښکته شه په ځوړو کې
کیف د پاچهۍ یې خامخا په کې موندلی دی
...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
نه چې د ښار د خوی په کوډو او منترو واوړې
یا یې په مستو مستو جونو جادوګرو واوړې
چې شي اداوې د هر لټ یې نازنینې پسې
خماره بس په اتڼچیانو څڼیورو واوړې
نازک مزاج او څه ډارن یې د مستۍ طبیته
ایله بیله رانه د خلکو په خبرو واوړې
زه دې بې وروره یم لیدلې ماته لاره نیسې
شوله ژڼکیه خدای دې که په زورورو واوړې
د پرهرژلي ووړکي سترګې کړې په زور راپورته
د بنګړو راګه چې په لیچو بختورو واوړې
بدرې همیش به دې د خیال په برخه نه وي شګې
خدای مهربان دی کوندې زر په ملغلرو واوړې
...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
که څه اسان به رام کیدو مې قیل و قال سره زړه
خو ګډیدو مې نه ماحوله ستا کمال سره زړه
میره وراڅۍ وه ، چمبه ماره ، له مستیو ډکه
هغې به وړلو د چمبې د هر یو تال سره زړه
تمامه ورځ که د رواج له ستم چوپه ومه
خو مې خوړلی هره شپه دغه دیوال سره زړه
شاعر مزاجه وه پالل یې د احتیاط زده کول
د جینۍ پاتې شو هنر ته د کلال سره زړه
بدرۍ هیڅ داغ د پیغلتوب په جبین نلري خو
تش وربخښه چې یې تړلی و خپل خیال سره زړه
...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
ما ورکړې خوشبویي ده
د لونګو له ځونډیو
ترنم مې پرې سازونه
له پاولیو او روپیو
پرې اوبدلي مې رنګونه
د کونچکو او مریو
پکې ګډ دي مست راګونه
له رباب او له شپیلیو
پرې شیندلي مې سوزونه
له ژڼکو ژڼکو زګیرویو
هم نیازبین نیازبین نازونه
له ادا د جینکیو
ورته رامې وړل رنګونه
له مستۍ د اتڼچیو
او تراشلي په جزبو مې
د لښکر د شازلمیو
نو ،
که بیا مې هم سندرې
وي بدرنګې له ښاریو
لاس په سر به شم ملنګه
بس له دې عبث خواریو
...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
څه خاموشه خاموشي ده څه بي کسه تنهايي ده
دا سړه د ساړه غيږه او نيم ځانې ځان ځاني ده
په خبرو کې يي سترګې ، زړه راښکونکې اوهوش وړونکې
واه واه څه عجيب هنر دی ، آها څه اداکاري ده
بر دې نه شو د بي شرمې مستۍ زور پرما ماحوله
که زما څومره بي وسه مجبوري يا غريبي ده
ستا ماشوم غرور ماشومه لکه ته همدومره خوږ دی
وا قربان دې له دې نازه څه نيازبينه بي روخي ده
په بلۍ چرته بدرۍ خو د هيچا ترسترګو نه شوه
څه بي شوره پيغلتوب يي ، څه ګونګۍ يې زندګي ده
...
نور ولوله
غزل - بلينډه بدرۍ
په اندیښنه ده د ژڼکو ژڼکو سرونو ویره
خوریږي چم کې په څلورو مذهبونو ویره
احساسه څه که له هیچا دې سترګه نه سوځیږي
خو چې غالبه ده پر تا د رواجونو ویره
ډیوه په لاس زه تر سهاره وم شهید ته ناسته
سهیلو چا ویل چې کیږي له قبرونو ویره
کالونه پس چې یې زه در ته پښه نیولې نه شوم
راسره اوس هم وه د ډیرو نظرونو ویره
پر بلینډې خوارې دې ټوله پړه ورواړوله
ووړکیه کیده دې نه له خپلو قسمونو ویره
...
نور ولوله
یتیم محمد رحمت للعالمین
برېښ یې د ښکلا د تورو سترګو په تورتم
یو عجیبه نُور یې د بڼو پر څوکو تم
داسې ځلېده لکه غمی د سلیمان
پټ ؤ د حیا په جوهر ښکلی منظم
دې ښکلي ته ډېر په لاس د پېغلو هوسونو
زړونه ور کاږه وو د عرب و د عجم
ډېرو پېغلو زړونه ددې نُور په تار تړلي
دا غیبي شهباز یې وو د زلفو زیروبم
ډېرې پسې والوتې د سترګو ګوربتانې
ګوندې دا زرین مرغه را ونیسي یو دم
هلې ځلې ښې وي خو ځای هغه مهال نیسي
رب چې د تقدیر پر پاڼه لیک وي په قلم
دغه د ځلاندو سترګو والا عبدالله
و مونده ښایستوکې پاکیزه لکه مریم
نُور د آمنې د زړه پر څانګه وکړه ځاله
شو په کې زرغون یو سپین ګلاب پټ په شبنم
داسې یو ګلاب چې یې بلبل...
نور ولوله
غزل
د ماتو ماتو زړګَکیو اُستَکاره ربه
دا ځل یې بیا په مینه و رغوه یاره ربه
ته یې اروا پېژنې تاب د بدرنګۍ نه لري
ښکلا دې نه درومي له دې ښکلي دیاره ربه
د سپین شبنم په حافظه کې چې زرغونه شي بیا
دا بلبلکه د ګلونو سندرماره ربه
په وچ موسم کې هم د تندې تسلي پرې کېږي
لمدې نغمې دې ځي راځي له وچه تاره ربه
باطل ګاونډ یې د حق مستې چیغې چوپې غواړي
دا منصوري غاړه آزاده کړې له داره ربه
د غره غونډۍ د بَیابان رابطه پرې خو مه شه
د خپلواکۍ د شنو ورېښمو له مهاره ربه
چې تصویرونه ور معلوم شي د دښمنو تیږو
درستې هندارې مو کړې پاکې له غباره ربه
دا غرڅنۍ دې وړانګې واغوندي د لمر او سپوږمۍ
بیا خو یې مه کړ...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
مخالفت دی ، تهمت لږي د وخت شر هم شته
د زندګۍ ښه دی پر ما دومره اثر هم شته
څنګه د ښار تنګ زړي خوی کې يې جوړ شوی طبيت
هلته حجرې ، ژرنده جومات شته او ګودر هم شته ؟
د نوي دور د هوس دا ډنډوره ده دروغ
اتڼ هم شته ، اشر هم کيږي او سنګر هم شته
زما د کور د ژڼو حال خو بس همدا ملنګه
څوک شهيدان ، ځينې بنديان هو مسافر هم شته
ويل د بدرۍ به ګورې پام ځان ته را واړومه
دومره حکمت او کرامت ، کوډې ، منتر هم شته
...
نور ولوله
غزل - بلينډه بدرۍ
په څه مړکیږو ؟ څوک مو وژني ؟ او په چا مړکیږو
چې خدایزده ولې دې خوا مرو ، هم هغه خوا مړ کیږو
دې باتور خور او پښتون خور وطن کې مه ګرځیږه
راځه له لوږې نه مړکیږو خو بې تا مړکیږو
مونږ پښتنې ټیکرو کې پټه زندګي تیروو
مونږ پښتنې همدې ټیکرو کې په حیا مړکیږو
راځه یو بل باندې د ګلو ګذارونه وکړو
څوک څه خبر دي چې به نن او که صبا مړکیږو
بدرۍ ! هغه ویل بدرۍ ته داسې ووایه چې
مونږ لکه ستوري د لمرمخو په رڼا مړکیږو
...
نور ولوله
د مات وزرو خېل کي
هغه شپه مي هېره نه ده
آ سړه، تیاره، اوږده
ټول په ژور خوب وو ویده
هره خوا چوپه چوپتیا
هدېره شانته فضاء
د ژوندو دې هدېره کي
نه خوځښت شو چا لیدلی
نه ٸې ځوږ شو اوریدلی
د مات څلي په سر ناست کونګ
وازو سترګو سره وېښ وو
خو ساکت او یخ وهلی
سپینکۍ فاختي وې غلې
برګ کارغان له شور لوېدلي
وزر مات د عقابانو
له لوړ الوت لوېدلي
سیلۍ یخي د سړې شپې
که هیبت د دې تیارې شپې
د ویدو د خوځولو په خاطر چا
د پرتو د هڅولو په عرض چا
نه پوهېږم چا را وېښ کړم؟
نه پوهېږم څنګه ویښ شوم؟
د ویدو د ویښولو
د پرتو د هڅولو
د کاروان د خو...
نور ولوله
د چا زړۀ...
اوس هسې پۀ خپل حال نۀ وي اکثره د چا زړۀ
ځوریږي پۀ وړه،وړه خبره د چا زړۀ
هغه ځوانیمرګی څۀ شو ؛ چې کوږ به ؤ له خیال
پرېوتی ورپسې دی له کمره د چا زړۀ
هغه ؤ چې زموږ د ټولو زړونه یې ساتل
خو موږ ساتلی نۀ شو څو نفره د چا زړۀ
لږ ساه واخله، دمه واخله د غرو پر څوکو ځار
په غرونو اوړي سم درسره لمره د چا زړۀ
پر تا ماتوي مینه د رنځور جانان د یاد
رنځور تبې نیولیه مازدیګره د چا زړۀ
بیا شاته،شاته ګوري غریو نیولی چا پسې
بیا مات د مزدورۍ له تریخ سفره د چا زړۀ
اخ ! څومره دې بیا خوند اخلي له څړیکې، څړیکې درد
چې غیږ درنه چاپېره کړي پرهره د چا زړۀ
ویل یې ورته کلک یې،اوس پۀ نۀ خبره ژاړي
کوچي ځوانی...
نور ولوله
درته خاندم!
بیا ستون پر نیمه لار شوې ، محبته درته خاندم
تر څو بۀ لیونیه خوار قسمته درته خاندم
پکار چې ؤ هغسې مې ستا حق نکړو اداء
یه ژونده ! بس لۀ ډېره خجالته درته خاندم
تۀ ستغې،سپورې کاندې او زۀ غلی درته مُسک یم
تۀ ومنه چې زۀ لۀ خپل عزته درته خاندم
د څو ورځو سختۍ، لۀ تابه نۀ یې،اندېښمن یې
لۀ درده مې د خوار وطن غربته درته خاندم
هوا ته لاړې پورته شوې،کۀ ځمکه لاندې غیب شوې
سمبال پۀ امکاناتو حکومته درته خاندم
کلونه لکه میاشتې، میاشتې هم لکه اوونۍ
پۀ منډه یې د ژوند عجیب سرعته درته خاندم
تۀ هم د ګلابونو لۀ ما لته راته څَک یې
زۀ هم د پرهرونو لۀ ما لته درته خاندم
کوچیه! هوښیاران چې ورته شول لاس پۀ نامۀ...
نور ولوله
