ما درته ویلي وه چي کډه رقیبان به سي
عبد الباري جهاني
ما درته ویلي وه چي کډه رقیبان به سي
خپل به مو وطن وي او خپلواک افغانستان به سي
چاچي نه منلې د خیبر او د میوند کیسې
نن به له دې خاوري مات هډونه ځي روان به سي
رابه سي موسی د کوه طور له معجزو سره
نیل به توپاني سي ډوب د مصر فرعونان به سي
وا به چوي ډار او زلزلې په پالنګونو کي
باد به سي، باران به سي، ژلۍ به سي، توپان به سي
ختمي به تیارې له کندهاره تر اټکه سي
بخت به مو راویښ سي را پخلا بوډی اسمان به سي
نن دي د ازل کاتب تاریخ له سره ولیکي
مېنه د میرویس به سي دوران د اکبرخان به سي
بیا به د ګودر له مازیګره وطن ښکلی سي
ټیک به سي، امېل به سي، پایل به سي، پېزوان به سي
نن که پسرلي که اخترونه راځي رادي سي
ړنګي هدیرې به سي دا وران کلي ودان به سي
ما « د پردي کټ تر نیمو شپو» خبر ورکړی وو
تېښته یې بادار کوي مختوري غلامان به سي
ځي به له وطنه چي پردیو راوستلي وه
څوک چي فرنګي بابا ته ناست وه یتمیان به سي
اوس به د دې خاوري د مالک پته هم ولګي
مځکه د بابا چي یې بلله وارثان به سي.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د اپرېل د میاشتي دیارلسمه،
ویرجینیا
