No-IMG

غزل!

ځه چې یو بل هېر کړو، یو بل نه مو ګيلې هم دي

اوس مو تر مینځه لا د زړونو فاصلې هم دي

اغزن تارونه مو د کور ، پر دېوالونو تاؤ شول

او د دیدن مو تړل شوې، دروازې هم دي

راشه راځه کنه، څو یخو شپو ته راشه کنه

پۀ پیښور کې خو اوس ګرمې ورځې شپې هم دي

سترګو کې خاندې او لاسونه دې ګرېوان ته راځي

د جنګ دې پټې پۀ خندا، کې ارادې هم دي

موږ د امید او نهیلۍ، ترمینځه ژوند تېروو

جنګونه هم دي او د سولې، اوازې هم دي

خندا نه ډکه خوله را غاړه شولې، خیر خو به وي

روانې غبرګې دې، د اوښکو جنازې هم دي

حال رانه مۀ پټوه ، جار دې لۀ سلګیو نۀ شم

ستا د ګلاب زړۀ، د تازه زخم وږمې هم دي

لږې کړه غوړې د کوچي پر غزل غوڅې شونډې

ملهم پټۍ دي، لکه شات خوږې،خوږې هم دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک