No-IMG

امن

څومره نوم د امن او امان خوږ دی

هومره یې سوچ،فکر او ارمان خوږ دی

وېره چې انسان نه د انسان نۀ وي

بیا پۀ مخلوقاتو کې انسان خوږ دی

بیا بۀ دغه سؤال وي له هر چا سره

ژوند خوږ دی،کۀ مینه او جانان خوږ دی

ځه کنه بندي اشنا نه و پوښته

ژوند د ازادۍ کۀ د زندان خوږ دی

مونږه وږو،تږو روژه دارو ته

غږ د خواږۀ امن د آذان خوږ دی

ستا د یاد رمه چې وي کوچي سره

بیا غرونه،رغونه بیابان خوږ دی

څومره نعمتونه چې دنیا کې دي

ټولو نه کوچیه بیا ایمان خوږ دی

 

د امن پۀ ارمان...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک