شعر و ادب

د خوږو اوبو روان سرود غږېږي

د خوږو اوبو روان سرود غږېږي ګوندې وي چې اوښکې وینې و دَرېږي په څپو څپو روانه کمال خانه کله لمر کله سپوږمۍ درته موسېږي پر سیستان به بیا بهیر ګلونه راشي اوس دې ګوډ تیمور په قبر کې ځورېږي اوبه آب دی د وطن د مرغلرې په ځل ځل یې مرغلره ده ځلېږي بزګران به بیا زرغونې ټپې وایي کروندې به په جامو کې نه ځایېږي چې تاخونو ته د وړانګو مرغۍ ورشي له خوښۍ به ورته شمعې وژړېږي د افغان ماشوم د رسم کتابچه ده د کاروان په زړه کې رود، بېړۍ رسمېږي ...
نور ولوله

پۀ بارانۀ کې...

منمه چې خپل کیف لري سفر پۀ بارانۀ کې خو دا لار حادثې لري، اکثر پۀ بارانۀ کې تۀ صبر چې بند نۀ وي ماهیپر پۀ بارانۀ کې چې بیا را ښوېدلی نۀ وي غر پۀ بارانۀ کې کۀ بنده لار وي هم ځي د بندي زوی ملاقات ته منلی خوږې مور وي هر خطر پۀ بارانۀ کې هَهٰا، چغې یو شور جوړ کړي د کلي ماشومان چې کله نری څرک ووهي لمر پۀ بارانۀ کې ماشوم یاد چې دې لږ لاړ شي، بهر ساړۀ یې وشي را منډه د زړۀ کور ته کړي اوتر پۀ بارانۀ کې ترې واړوي ستا څړیکه، څړیکه یاد نری پوستکی تازه مې شي د زړۀ سوی پرهر پۀ بارانۀ کې لوند،خیشت چېرته ځولۍ،ځولۍ پۀ بېړه وي روان کوچي لۀ ځان تاؤ کړی وي څادر پۀ بارانۀ کې ...
نور ولوله

نوي کال ته نوئ هیلې

محب الله محب   له سولې سره راشه نورغمـــــونه رانه یوسه دریاب شه دخوشیو زمـوږدردونه رانه یوسه له موږخو خوشحاليو نیکمرغیـــــو کډه کړئ سپرلیه زموږ دزړو ټوله زخمـــونه رانه یوسه هرښار کلي بانډوکي سوي سوي اسویلي دي نسیمه زموږ دزړو سوي اهـــــونه رانه یوسه چي ټوله افغانان سره په یوټغـــر راټول شي زموږ له منځه ټوله نفرتـــــــــونه رانه یوسه چي ټول قومونه ورکړي دورورۍ مینې لاسونه زموږ له زړونوټوله تعصبــــــــــــونه رانه یوسه محب هم لپه کړي دي لاســــــــــــــونه ربه تاته زموږسوله میلمنه کړه نورجنــــــګونه رانه یوسه خاونده ستړي شوي یو موږ هـــــم نور له زندانه...
نور ولوله

بهار قرن

دوکتور شيرشاه يوسفزی   پائيزيم ، نشانه ء درد از بهارِ قرن چون من يكي مباد چنين داغدارِ قرن دست شكسته گردن ديوان را گرفت پاي برهنه موكِبِ بي اختيارِ قرن جانكندنم نديده كسي بهرِ زندگي مُردم، شهيدِ عشق شدم بر مزارِ قرن ايستاده ام ز خاك و رسيدم به كهكشان افتاده ام ز برجِ فلك بر مدارِ قرن جنگ است كان گرفته ضعيفان در بغل گمگشته صلح و آهوي با اقتدارِ قرن ميزان اگر به قسط و عدالت كند بهار من بخت بسته و گلِ من بختيارِ قرن گر شهريارِ حسن يكي جلوه مي نمود صدبار مي شدم بخدا شهريارِ قرن از سالها گذشته خم و پيچِ انتظار بر من نويس عاشقِ چشم انتظار...
نور ولوله

خلک خبرې کوي ...!

کااش شي کراره،کراري؛ خلک خبرې کوي د نوي کال د پسرلي؛ خلک خبرې کوي   باور مو مات دی خو بیا هم، زړۀ ته یو ډاډ ورکوو چا ویل سوله بۀ راځي؛ خلک خبرې کوي   دلته د چا د پرهرونو، یاده نۀ کوي څوک دلته ګل هېر وي د ازغي؛ خلک خبرې کوي   موږ سره منځ کې یو بل دومره،یو بل ووژل چې موږ پسې ربه ټول پردي؛ خلک خبرې کوي   کۀ تۀ في الحال څومره ښۀ پاک او ګل سړی یې خو هم د لته د هر چا د ماضي؛ خلک خبرې کوي   ستا مخامخ صفت کوي، درپسې شاته نو بیا تللی لا نۀ یې سمدستي؛ خلک خبرې کوي   درد دی او درد دی، نور څۀ نۀ دي مړه لرې یې کړه پۀ ...
نور ولوله

راسره دی

اشنا هغسې نۀ دی، غټ سړی دی راسره دی ستا غم خو اوس ماشوم نۀ دی، زلمی دی راسره دی نا څاپه مې بس هسې پۀ خندا کړي غم وهلی ستا یاد ځوانیمرګ څۀ دی، لیونی دی راسره دی زۀ ځان سره هم ستا د یاد خبر نۀ کوم غلې زۀ وایمه کۀ څنګ کې څوک پردی دی راسره دی ګل مخو ته پۀ څنګ ترینه مُسکی نۀ شم کتلی را شین مې څوک پۀ سترګو کې ازغی دی راسره دی ورک،ورک چېرته د خیال پۀ ورکه لاره یو روان یو تۀ یې بل هغه وي او بل دی، دی راسره دی نه،نه یواځې نۀ یمه د ژوند پۀ ستړې لار را ځي را پسې شاته سپین کوچی دی راسره دی ...
نور ولوله

د مجازي نړۍ د لیکوالو د پام وړ!

نن سبا، زیاتره خلک په مجازي نړۍ کې ډول ډول لیکنې، خبرې، او وېدیوګانې نشروي، چې ځینې یې هیڅ نوعه منل شوی ستندرد په نظر کې نه نیسي. په ډېر تأسف سره، دغه شانته کړنې، په ځینو افغانانو کې ساري مرض ګرزېدلی دی. د یادولو وړ ده، چې ځینې افغانان، خپلو ځانونو ته په ډېر افتخار سره، د مسلمان او افغان خطاب کوي، او متأسفانه ځینې کړنې یې بیا نه یوه مسلمان، او نه یوه افغان ته پاته کیږي. غواړم، دغه ټکي ته یوځل بیا اشاره وکړم، چې زمونږه دوستي، او دښمني، باید خاص د الله(ج) په خاطر وي، او بس. همدارنګه، مونږه افغانان، باید ښو ته ښه، او بدو ته بد ووایو. یعنې په ښو او بدو ویلو کې هېڅکله قوم، قبیله، او ګوند په نظر...
نور ولوله

غرمه او شپه...

د ژوند دښته کۀ مې ستړې او سپېره ده شکر ژبه مې د رب پۀ یاد لمده ده لاندې پښو لاندې مې پلونه جل وهلي پاس پۀ سر باندې مې ټکنده غرمه ده اوس مې زړۀ ژاړي پر مخ مې او ښکې نۀ ځي وچه شوې مې د سرو سترګو چینه ده تاته یاد یمه کۀ نۀ یمه باک نشته خو زما درته قسم چې اندېښنه ده .......... نه، نه مۀ وېریږه ستا غوندې د ډېرو زړۀ مې څۀ دی، د رازونو خزانه ده بهر غږ ته د نریو څاڅکو غوږ یم تۀ خو نۀ یې د باران هغسې شپه ده ستا نامه ورباندې لیکمه پر ګوته د کړکۍ ښېښې نیولې بیا خوَلَه ده د کوچي د خیال د وچ راغه پر للمه ستا د یاد د بارانۀ پسته شېبه ده ـــــ...
نور ولوله

غزل – بلينډه بدرۍ

بلينډه بدرۍ   بيا خلکو ويستي په منصور ژڼي جزبې په کاڼو د اناالحق يې ژوبلې شوي دي نارې په کاڼو ستا انتظار کې داسې څو ځل اوده شوې يمه سر مې وي ايښی د انګړ د دروازې په کاڼو ستا که زما له وجې ژوبل دی حيثيت د مقام ماشومان ولي خير دی ونو کې ميوې په کاڼو نه يې احساس ، نه عاطفې ، نه يې عزت او باور ته وا چې رسم وي انسانه ستا څيرې په کاڼو بلينډې ستا هم مړوندونه دي زخمي په بنګړو د وينو څاڅکي ليدل شوي د چينې په کاڼو ...
نور ولوله

د سورة رحمن پښتو ورژن

پير محمد کاروان      الله دی مهربان را زده يې دی قران پيدا يې دی انسان قوت يې دی ورکړی د خبرو د بيان   که لمر ده که سپوږمۍ ده په نظم دي روان که ستوري دي که ونې سجدې کا د سبحان   آسمان يې ودرولی او ميزان يې اويزان دا ځکه چې څوک ونه کا تيری له دې ميزان   دا ومنئ په ځان انصاف کوئ په وزن کې نه تله کې تاوان هواره يې ده ځمکه بس له پاره د انسان   په ځمکه  کې مېوې دي خـرماوې يې خوږې دي  نـورې نورې ډېرې ونې اغ...
نور ولوله

غلي...

شته ډېرو خپل پرهر زړونه ساتلي، دلته غلي شته ډېرو ارمانونه خپل وژلي، دلته غلي شته ډېر چې له خپل سیوري نه ویریږي رڼا ورځ شته ډېر چې نیمه شپه کورته راغلي، دلته غلي دې چم کې څو له درده لیوني دي چې کړي شور کنه څومره اوسیږي ډېر ښاغلي، دلته غلي هغوی پسې خندا شوې، هغوی رب رسوا کړي چې چا، چا پسې سترګو کې خندلي دلته غلي هغوی چې خپل ځانونه هوښیاران بولي تر بل هغوی لۀ ډار پۀ ځان ډېر څۀ منلي، دلته غلي اخ دلته بیا ترې ځان ساتي،پرې نکړې بیا باور چې سترګو لاندې چاته، چا کتلي، دلته غلي چې حق خبره نۀ شي کوی، چاته پۀ ښکاره کوچي غوندې شته ډېر بلا وهلي دلته غلي ...
نور ولوله

د دستار سړي

سرونه ډېر دي ربه ډېر کړې د دستار سړي سړي کم نه دي, درنه غواړو څو د کارسړي چې په ليدلو يې الله او رسول ياد شي چاته په کلي کور کې مو را زيات شه د وقار سړي لکه گلونه ترې ورېږي خوشبويي په لاره ربه زمونږ مالت ته راولې بهار سړي مړه شوي زړونه په صحبت را ژوندي کېږي ددوی په معنويت باندې درانده لکه د پلار سړي خير به يې څه وي چې په ويښه باندې خوب وړی وي په کار دي نن دغې امت ته څو بیدار سړي چې تورې شپې د معنويت په رڼا لمر روڼوي پلوشې شيندي له مشرق نه هر سهار سړي چې سپين ته سپين او تور ته تور وايي د دار د پاسه په دې امت کې بلها ډېر شته دي سردار سړي د شفاعت لوی امتياز دې مبارک وي ورته د ...
نور ولوله

او ځم...

یو چاته مې د ستړي ژوند کیسۀ کوم او ځم خندا کې ترې یوه،یوه ګیلۀ کوم او ځم نۀ نور دې ازار نه اخلمه،نۀ دې ځوروم زړګیه! چاته ښکلې  بهانۀ کوم او ځم محفل کې د همزولو چې رایاد شې زړۀ مې تنګ شي په سترګو کې یو چاته اشارۀ کوم او ځم مات زړه به زنګېدلي قدمونه بېرته اخلم هر یاد ته به دې لاره کې دمۀ کوم او ځم یادونه ماشومان دې بیا له ټوکو ډاروم له ټوکو ورته سترګو کې غُصۀ کوم او ځم چې کله پر یارانو مې ، بې پامه شم را تېر پر ټوله لاره زړه خورم ، اندېښنۀ کوم او ځم که ژوند ؤ بیا به کله بلا شپو ته شم را پیښ کوچي سره بس دا ځل یوه شپۀ کوم او ځم ...
نور ولوله

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!

عبد المالک بیکسیار   او روسان چا واېستل ؟ روسان نيم تلې څپلۍ ، روسان شليدلي ګريوان ، روسان په خړ خيرن واسكټ دپاسه، دسرې، زړې خمتا درې كونجه پيوند، روسان د كلي دماشوم ليندۍ زموږ ه له كلا واېستل، او ماليده چې روسان چا واېستل ، روسان نهرو ويالو ، روسان ګونګي مازديګر ، روسان نالوستي ګودر ، روسان په پورې غونډۍ خښ شهيد غاټول واېستل ، روسان له دوړو ډك پكول واېستل ، ټولې نړۍ ورته كاته چې روسان ډلې ډلې ، او وارخطا وارخطا، له څرخي پله نه راوچتې شور غوغا واېستل ، او ماليده چې روسان چا واېستل ؟...
نور ولوله

وزير محمد ګل خان مومند د پښتنو لوی بابا رحمه الله!

امان الله نصرت   چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي   زه له اوږدو خبرو او مقدمې تېرېږم او ستاسې پام د فخر پښتونخوا وزير محمد ګل خان مومند بابا لڼد ژوند ليک ته را اړوم۰ د پښتنو لوی بابا وزير محمد ګل خان مومند د محمد خورشيد خان زوی،  د مومن خان لمسی،  د عبدالکريم خان کړوسی او د عبدالرحيم خان کودی وو او په ۱۲۶۳ لمريز کال ېې د کابل ښار د اندرابيو په کوڅه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او د خپل ژوند ستړی سفر ېې پيل کړ۰ د محمد ګل خان مومند اصلي پلرنی ټاټوبی د ننګرهار ولايت د   غني خېلو ولسوالي د ګولايي کلی دی چې د جلال اباد ښار ختيځ لور ته پروت دی او ټول اوسېدونکي ېې پښتانه دی۰ محمد ګل خ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک