No-IMG

غلي...

شته ډېرو خپل پرهر زړونه ساتلي، دلته غلي

شته ډېرو ارمانونه خپل وژلي، دلته غلي

شته ډېر چې له خپل سیوري نه ویریږي رڼا ورځ

شته ډېر چې نیمه شپه کورته راغلي، دلته غلي

دې چم کې څو له درده لیوني دي چې کړي شور

کنه څومره اوسیږي ډېر ښاغلي، دلته غلي

هغوی پسې خندا شوې، هغوی رب رسوا کړي

چې چا، چا پسې سترګو کې خندلي دلته غلي

هغوی چې خپل ځانونه هوښیاران بولي تر بل

هغوی لۀ ډار پۀ ځان ډېر څۀ منلي، دلته غلي

اخ دلته بیا ترې ځان ساتي،پرې نکړې بیا باور

چې سترګو لاندې چاته، چا کتلي، دلته غلي

چې حق خبره نۀ شي کوی، چاته پۀ ښکاره

کوچي غوندې شته ډېر بلا وهلي دلته غلي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک