No-IMG

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!

عبد المالک بیکسیار

 

او روسان چا واېستل ؟

روسان نيم تلې څپلۍ ،

روسان شليدلي ګريوان ،

روسان په خړ خيرن واسكټ دپاسه،

دسرې، زړې خمتا درې كونجه پيوند،

روسان د كلي دماشوم ليندۍ

زموږ ه له كلا واېستل،

او ماليده چې روسان چا واېستل ،

روسان نهرو ويالو ،

روسان ګونګي مازديګر ،

روسان نالوستي ګودر ،

روسان په پورې غونډۍ خښ

شهيد غاټول واېستل ،

روسان له دوړو ډك پكول واېستل ،

ټولې نړۍ ورته كاته چې روسان ډلې ډلې ،

او وارخطا وارخطا،

له څرخي پله نه راوچتې شور غوغا واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!!

روسان د ميندو ښېرو ،

روسان دخويندو ساندو،

روسان پښې يبلې يتيم ،

روسان له ژونده ناخبره سرګردان كوچي ،

روسان ددې خاورې په وينو تاريخ ،

روسان ددې خلكو بې كچې سپېڅلتيا واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!!

روسان واخان كې د وزلوبې د اسونو دربا،

روسان ګومل كې زنګ وهلي پنځه ډزي ټوپك ،

روسان زموږ دتشو مېنو وهم ،

روسان زموږ ه د وچتو غرو بې ژبو تيارو ،

روسان ددې وطن زيږي غوندې هوا واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!

نه يې ځان روڼ آندى باله ،

او نه ملا اېسېده ،

دوطن د مور ريښتينى بچى ،

د آزادۍ مجاهد ،

چې يې دا سره ديوان له پولې د دنيا واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل .

.............................................................................................

د وياړلي ولس د وياړ ورځ

هر يرغلگر ته د عبرت درس

او پاتې شونو ( كمونستانو ) ته يې تلپاتې تاريخي پيغور

( د دلوې ۲۶ له گران هيواده د سرو شورويانو د شرميدلې تيښتې ورځ )

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک