No-IMG

پۀ بارانۀ کې...

منمه چې خپل کیف لري سفر پۀ بارانۀ کې

خو دا لار حادثې لري، اکثر پۀ بارانۀ کې

تۀ صبر چې بند نۀ وي ماهیپر پۀ بارانۀ کې

چې بیا را ښوېدلی نۀ وي غر پۀ بارانۀ کې

کۀ بنده لار وي هم ځي د بندي زوی ملاقات ته

منلی خوږې مور وي هر خطر پۀ بارانۀ کې

هَهٰا، چغې یو شور جوړ کړي د کلي ماشومان

چې کله نری څرک ووهي لمر پۀ بارانۀ کې

ماشوم یاد چې دې لږ لاړ شي، بهر ساړۀ یې وشي

را منډه د زړۀ کور ته کړي اوتر پۀ بارانۀ کې

ترې واړوي ستا څړیکه، څړیکه یاد نری پوستکی

تازه مې شي د زړۀ سوی پرهر پۀ بارانۀ کې

لوند،خیشت چېرته ځولۍ،ځولۍ پۀ بېړه وي روان

کوچي لۀ ځان تاؤ کړی وي څادر پۀ بارانۀ کې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک