No-IMG

خلک خبرې کوي ...!

کااش شي کراره،کراري؛ خلک خبرې کوي

د نوي کال د پسرلي؛ خلک خبرې کوي

 

باور مو مات دی خو بیا هم، زړۀ ته یو ډاډ ورکوو

چا ویل سوله بۀ راځي؛ خلک خبرې کوي

 

دلته د چا د پرهرونو، یاده نۀ کوي څوک

دلته ګل هېر وي د ازغي؛ خلک خبرې کوي

 

موږ سره منځ کې یو بل دومره،یو بل ووژل چې

موږ پسې ربه ټول پردي؛ خلک خبرې کوي

 

کۀ تۀ في الحال څومره ښۀ پاک او ګل سړی یې خو هم

د لته د هر چا د ماضي؛ خلک خبرې کوي

 

ستا مخامخ صفت کوي، درپسې شاته نو بیا

تللی لا نۀ یې سمدستي؛ خلک خبرې کوي

 

درد دی او درد دی، نور څۀ نۀ دي مړه لرې یې کړه

پۀ هر غزل چې د کوچي ؛ خلک خبرې کوي 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک