No-IMG

راسره دی

اشنا هغسې نۀ دی، غټ سړی دی راسره دی

ستا غم خو اوس ماشوم نۀ دی، زلمی دی راسره دی

نا څاپه مې بس هسې پۀ خندا کړي غم وهلی

ستا یاد ځوانیمرګ څۀ دی، لیونی دی راسره دی

زۀ ځان سره هم ستا د یاد خبر نۀ کوم غلې

زۀ وایمه کۀ څنګ کې څوک پردی دی راسره دی

ګل مخو ته پۀ څنګ ترینه مُسکی نۀ شم کتلی

را شین مې څوک پۀ سترګو کې ازغی دی راسره دی

ورک،ورک چېرته د خیال پۀ ورکه لاره یو روان

یو تۀ یې بل هغه وي او بل دی، دی راسره دی

نه،نه یواځې نۀ یمه د ژوند پۀ ستړې لار

را ځي را پسې شاته سپین کوچی دی راسره دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک