غزل – بلينډه بدرۍ
بلينډه بدرۍ
بيا خلکو ويستي په منصور ژڼي جزبې په کاڼو
د اناالحق يې ژوبلې شوي دي نارې په کاڼو
ستا انتظار کې داسې څو ځل اوده شوې يمه
سر مې وي ايښی د انګړ د دروازې په کاڼو
ستا که زما له وجې ژوبل دی حيثيت د مقام
ماشومان ولي خير دی ونو کې ميوې په کاڼو
نه يې احساس ، نه عاطفې ، نه يې عزت او باور
ته وا چې رسم وي انسانه ستا څيرې په کاڼو
بلينډې ستا هم مړوندونه دي زخمي په بنګړو
د وينو څاڅکي ليدل شوي د چينې په کاڼو
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
