او ځم...
یو چاته مې د ستړي ژوند کیسۀ کوم او ځم
خندا کې ترې یوه،یوه ګیلۀ کوم او ځم
نۀ نور دې ازار نه اخلمه،نۀ دې ځوروم
زړګیه! چاته ښکلې بهانۀ کوم او ځم
محفل کې د همزولو چې رایاد شې زړۀ مې تنګ شي
په سترګو کې یو چاته اشارۀ کوم او ځم
مات زړه به زنګېدلي قدمونه بېرته اخلم
هر یاد ته به دې لاره کې دمۀ کوم او ځم
یادونه ماشومان دې بیا له ټوکو ډاروم
له ټوکو ورته سترګو کې غُصۀ کوم او ځم
چې کله پر یارانو مې ، بې پامه شم را تېر
پر ټوله لاره زړه خورم ، اندېښنۀ کوم او ځم
که ژوند ؤ بیا به کله بلا شپو ته شم را پیښ
کوچي سره بس دا ځل یوه شپۀ کوم او ځم
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
