غرمه او شپه...
د ژوند دښته کۀ مې ستړې او سپېره ده
شکر ژبه مې د رب پۀ یاد لمده ده
لاندې پښو لاندې مې پلونه جل وهلي
پاس پۀ سر باندې مې ټکنده غرمه ده
اوس مې زړۀ ژاړي پر مخ مې او ښکې نۀ ځي
وچه شوې مې د سرو سترګو چینه ده
تاته یاد یمه کۀ نۀ یمه باک نشته
خو زما درته قسم چې اندېښنه ده
..........
نه، نه مۀ وېریږه ستا غوندې د ډېرو
زړۀ مې څۀ دی، د رازونو خزانه ده
بهر غږ ته د نریو څاڅکو غوږ یم
تۀ خو نۀ یې د باران هغسې شپه ده
ستا نامه ورباندې لیکمه پر ګوته
د کړکۍ ښېښې نیولې بیا خوَلَه ده
د کوچي د خیال د وچ راغه پر للمه
ستا د یاد د بارانۀ پسته شېبه ده
ـــــ
نیم د ټکنده غرمې او نیم د شپې غزل.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
