No-IMG

د دستار سړي

سرونه ډېر دي ربه ډېر کړې د دستار سړي

سړي کم نه دي, درنه غواړو څو د کارسړي

چې په ليدلو يې الله او رسول ياد شي چاته

په کلي کور کې مو را زيات شه د وقار سړي

لکه گلونه ترې ورېږي خوشبويي په لاره

ربه زمونږ مالت ته راولې بهار سړي

مړه شوي زړونه په صحبت را ژوندي کېږي ددوی

په معنويت باندې درانده لکه د پلار سړي

خير به يې څه وي چې په ويښه باندې خوب وړی وي

په کار دي نن دغې امت ته څو بیدار سړي

چې تورې شپې د معنويت په رڼا لمر روڼوي

پلوشې شيندي له مشرق نه هر سهار سړي

چې سپين ته سپين او تور ته تور وايي د دار د پاسه

په دې امت کې بلها ډېر شته دي سردار سړي

د شفاعت لوی امتياز دې مبارک وي ورته

د ( توره کي ) قلم مدام ستايي هوښيار سړي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک