شعر و ادب

خو...

هغه چم دی او کورونه پکې شته خو... کوڅې شته دی او ستا پلونه پکې شته خو... تۀ خو نۀ یې ستا همزولي پر مخ راشي ستا څۀ نښې او یادونه پکې شته خو... اشنا دا بۀ سره ګالو دا بۀ پالو اشنا ژوند دی، بس غمونه پکې شته خو... نۀ مستې،نۀ پکې شور، نۀ پکې زور شته سینه شته او پرهرونه پکې شته خو... چې پوره بۀ شي کۀ نه؛ سودا مې واخلي زړۀ مې مات او ارمانونه پکې شته خو... د شعرونو د لفظو رنګ دې پیکه دی د دردونو انځورونه پکې شته خو... ارمانونه چې مې ګل ارمان ته رسي ...
نور ولوله

خاورمیانه منم...

عرفان نظرآهاری   خاورمیانه اسم زنی‌ست که منم زنی که لباس‌هایش را در تشت خون می‌شوید و ظرف‌هایش را در اشک خود خیس می‌کند زنی که صبح به صبح چای گل سرخ دم می‌کند و هر شب روی اجاقش خورشت دل و ‌جگر آدم بارمی‌گذارد.   زنی که بچه‌هایش را به حمام خون می‌بَرد و هیچ صابونی ندارد تا از تنشان کثیفی نفرت را پاک کند. خاورمیانه منم مؤمنه‌ای که هر روز سر سجاده‌ی خاک آلودش بیست و چهار رکعت نماز میت می‌گزار...
نور ولوله

نۀ راځې...

چېرته لرې تللی یې ، موده وشوه چې نۀ راځې زه درپسې درشمه که نه ، ووایه تۀ راځې ستا خو په سینه کې کاڼی زړه ؤ، چېرته لاړ وې چې بېرته اوښکې سترګې او په زړه اوبۀ، اوبۀ راځې څنګه د چا یاده ، خیر خو دی، وخت دې بدل نۀ دی؟ مخکې بۀ ماښام راتللې ، اوس پۀ لمر خاتۀ راځې ولې زَړَه مینه راسره هغسې نۀ پالې؟ ولې مې اوس خیال ته د چا خیاله زړۀ نا زړۀ راځې بیا بۀ مې په هیلو را پرېوتي دېوالونه وي بیا بۀ مې د زړۀ دکنډر ، وران کلي ته څۀ راځې؟! وه زما د شعر ښاپېرۍ دا دې ونۀ ویل ! تۀ لۀ کوم مالت،لۀ کوم ټبر، لۀ کوم کالۀ راځې؟؟؟ څومره مې چې تۀ له پامه غورځوې او بد دې شم هومر...
نور ولوله

يتيم

څوک له مور پاتې شي او څوک پاتې له پلاره یتیم څوک بیا له دواړو شي د ژوند په ستړي لاره یتیم مور یې حال نه وایي چې پلار دې شهید شوی زویه! په دروازه کې شي ویده له انتظاره یتیم ته ځوانیمرګ شوې زه دې یاد سره اوس شپې رڼوم راسره ژاړي له ماښامه تر سهاره یتیم په سپېرو شونډو یې خندا خوره شي څه وریاد شي؟ بېرته چې اوښکه په لېمو کې کړي ایساره یتیم هغه به څنګ په څنګ جنت کې خوږ نبي سره وي چې په اخلاص وپالي څوک د رب لپاره یتیم که غواړي سخت زړګی دې نرم شي سکون نه ډک شي په سر یې لاس تېر کړه او ښکل کړه په کراره یتیم بېرته به ښکلی شي او بېرته به را وغوړیږي که لږ دمه واخلي د ژوند له درانه بار...
نور ولوله

که یاد دې شي...!

هسې به له ځان سره غوسه ومه، که یاد دې شي تانه بۀ په نۀ خبر خفه ومه، که یاد دې شي هر چا به ویل ګوره، بېګا دې بیا ژړلي دي درد سره دې پاتې یوه شپه ومه، که یاد دې شي غمه ته په ما ځکه مئین یې له مودو نه چې زه مې په همزولو کې ښائیسته ومه، که یاد دې شي څنګه دې له اوښکو راته غبرګې سترګې ډکې شوې زه د چا د ستړي ژوند کیسه ومه، که یاد دې شي بیا هسې خوږه ټالۍ، خوب رانکړه په ناسته چې مورې ستا ترڅنګ چې اموخته ومه، که یاد دې شي ته مې هم تر څنګه ساه نیولی راغلې کیناستې زۀ هم نا بلد چاته دمه ومه، که یاد دې شي ستا تصویر مې تاته ، ځکه روغ ښکاره کوی نه شو زه په زړۀ کې ماته آئینه ومه، که یاد دې شي را بۀ غ...
نور ولوله

کلي ته!

بیا یې د زړۀ د کنډر وران، کلي ته مۀ را غواړه درته زارۍ کوم جانان، کلي ته مۀ را غواړه مینه یې زړۀ کې امانت، ساته او پاله خو جار تاته لۀ ډېرو خلکو ګران، کلي ته مۀ را غواړه چې له عناد،حسد،کینې؛ زړونه پاک شوي نۀ وي یو څوک د مینې پۀ ارمان، کلي ته مۀ را غواړه چې زموږ درد،هیله،ارمان؛ هر چاته ژباړي غلط داسې د سولې ترجمان، کلي ته مۀ را غواړه ګوره ازغن،ازغن حالات، یې لاس ګرېوان تۀ نۀ کړي؟ هغه د ګل پۀ شان یاران،کلي ته مۀ را غواړه د هغه ځانته بېل جهان،بېله نړۍ ده د خیال هغه کوچی لۀ بیابان، کلي ته مۀ را غواړه ...
نور ولوله

پۀ دې شرط...!!

یـــوه خـبر کـــــوم درته، ارمـــانه پۀ دې شـــرط هــــر چا پورې زړۀ مۀ تړه، جــانانه پۀ دې شرط چې هـــره نیمګړتیا مې ساتي، ځان سره یو راز یو څوک راته ښاغلي دي، پــخوانه پۀ دې شرط ځــه خیر؛ زۀ بۀ د تېرې یـــارانې وکړم خـــاطر چې بیا راباندې نۀ شې، بد ګــمانه پۀ دې شرط پۀ خپلو کې یو بل باندې، د رحـــم شه جـــوګه کۀ غم درنه مخ واړوي، افـغـانـه ! پۀ دې شرط چې ستا لۀ درد او غم، اوښکو،ژړا نه اخلي ګټه مــخ واړوه لــۀ تش خواږۀ انسانه پۀ دې شرط چې نــــاز او نـــزاکـــت د یارانې پاللی نــۀ شي نو ځکه مې شي ځینو سره ورانــه پۀ دې شرط د ژوند ستړې کیسې مې درته وایم کۀ یې ژباړې کـــوچـــــیه !  د دردو...
نور ولوله

وخت به راشي...

وخت به راشي نه به زور وي ، نه لښکرې نه به دلته تور دېوان وي ،  نه یې زغرې نه  به  وي  د  چا سپاره ، د  چا   اسونه نه  به  وي   دلته   د چا   خره او کچرې د سیاست بازار به سوړ وي په وطن کې نه  به  ډوزې  د واکمن   وي  نه یې ټرې د  ماشوم  رنګین  خوبونه  به  ارام   وي نه  به   ډزې  وي  ، نه   ډلې   ترهګرې یوه  لویه   هنګامه   به    وي   د مینې څوک به وايي ځار جانانه څوک سندرې د  مسجد&nbs...
نور ولوله

هموطن !

بلقیس بخاری   ترا ای هموطن خوشنود خواهم فـضای کشـورم بی دود خـواهم نبـاشد جنـگ و خونـریـزی و آزار رخـا و امنیت , مـوجـود خـواهم بمیرد دشمنانت هــر کی باشـد شکست دست خون آلودخواهم چـرا بـاشـد بملـکم اجنبــی هـا حضور اهــریمـن مردود خواهم بــــلا بر تـشـنـگان خــــون آدم جهنـم بهر شان موقـود خواهـم بــرای جیــره خواران ستـمگار بـهای زنـدگی مفـقـود خواهـم الهی! ظالمان را ریشه کن کُن! صف طاغــوتیـان نابـود خواهم امــان بـر مـرز و بـوم سرزمینم ز شـر راکت و بــارود خـواهـم تـبـاهی و شکست دائـمـی را ...
نور ولوله

نۀ ځم...

ستا د وران چم د کوڅو پۀ لاره نۀ ځم د را ملاستو دېوالو پۀ لاره نۀ ځم نه، نه بیا راباندې لار کې څۀ چل کیږي ستا د یاد د ماښامو پۀ لاره نۀ ځم چې لۀ نازه مې سلام، سترګو کې اخلي موده وشوه د هغو پۀ لاره نۀ ځم نه،نه ستون شه کنه، نور راسره مۀ ځه نه، نو ځانته به تر څوو پۀ لاره نۀ ځم؟ تا چې و ډار کړم، چې پښې دې ماتومه سپین کوچي سره اوس هوو، پۀ لاره نۀ ځم! ...
نور ولوله

تولستوى د روسيې د خلکو د ژوند او د دوى ترمنځ د اړيکو په انځورولو کې تکړه ليکوال

کېدای شي په لومړيو کې دا فکر وکړئ چې په عکس کې ښکارېدونکی بوډا سړی به يو بې کوره او بې اوره ، سوالګر او دروېزګر وي ، خو دا سړی د نړۍ د ټول وخت يو تکړه او د لومړۍ درجې ليکوال لئو تولستوی دی چې په خپل وخت کې د روسيې يو شتمن سړی و، نوموړي ډېر ساده ژوند کړی او خپلې ځمکې او شته یې خپلو کارګرانو ته وربښلي وو. مشهور اثار یې پښتو ته استاد لطيف بهاند ژباړلي چې جګړه او سوله او اناکارينينا دي. نور هم ډېر اثار لري. عکس: ۱۸۸۶ زېږدي کال تولستوی له ماسکو څخه د سفر پرمهال. لاندې يې لنډ ژوند ليک دی چې لس کاله پخوا مې په ۲۰۰۷ زېږدي کې ليکلی و، او اوس مې کمپيوټرکې راپيدا کړ. وتلى او مشهور روسى ليکوال لئونيکولا...
نور ولوله

زما وطنه !

زما وطنه د بلوسګرو په بټۍ کې پروت يې نينه نينه وريته وريته شوې په تبۍ کې پروت يې د چا خاطر درباندې دروند نه شولو ګوري درته څه دبې رحمه بې وجدانو په زندۍ کې پروت يې پردي لا څوک دي چې به ستا لاسونه پښې وتړي ته خو مړژواندی دخپلوانو په خپلوۍ کې پروت يې         نه دې پخپله جوړوي او نه دې بل ته پرېږدي نن دا د څرنګه دوستانو په دوستۍ کې پروت يې څوک دې آرام ته نه پرېږدي هر دم شهيد وطنه دير غلګرو شريرانو په سیالۍ کې پروت يې چا چې پر تا لاس اوچت کړی بيا يې خیر نشته دی لکه اغزی د هر خوړونکي په مرۍ کې پروت يې که ( شپږ مرغومي) په (پنځلس تلو) دروند و خېژي سپک د ( اوو ۔...
نور ولوله

د کرسمس رخصتي

نور دکرسمس په رخصتي ولاړل مېلې به کوي خو افغان نوې وسلې واخيستې جګړې به کوي زمونږ دعقل او تميز اندازه ګوره کنه ! چې د خير کار ته څوک ور ولېږو پلمې به کوي په شپه به پُل او جوماتونو ته بمونه کېږدي ورځ کې به دوه غوږونه نیسي او توبې به کوي لاس يې څنګلو پورې سره دي دخپل قام په وينو چې ورته ګورې په لومړي صف کې سجدې به کوي مړي مو ځکه بې کفنه شول تر خاورو لاندې چې په کفن پسې کس ولېږو نو شپې به کوي افغانان ځکه همېشه په اوداسه کې ګرځي چې دلته اوسي پنځه وخته ځنازې به کوي کار او روزګار ور په کې نيمه پېړۍ سر خوړلی څوک وزګارېږي نه لر بر کې فاتحې به کوي چې د کوم قام د ورکېدلو...
نور ولوله

مونږ د جنګ پلويان نه يو

مونږ د جنګ ميينان نه يو مونږ د جنګ پلويان نه يو جګړه مار مو بد ايسېږي جګړه مار مو نه خوښېږي جګړه ټوله بدمرغي ده جګړه ټوله تباهي ده   جګړه کلي ورانول دي جګړه زړونه ماتول دي جګړه ځان په اور سېځل دي جګړه دار ته ورختل دي      جګړه ځان پورې خندل دي جګړه ځان رسوا کول دي  جګړه ميندې بورول دي    جګړه خويندې ورارول دي جګړه ښځې کاندي کونډې چګړه ميندې کاندي شنډې جګړه ډېر ډېر يتيمان کړي  جګړه ډېر کورونه وران کړي جګړه ژوند لکه زندان کړي خلک له ژونده پښېمان کړي د جګړې تور نوم دې ...
نور ولوله

د وطن غم

د وطن دغم لوی بارمې په سر پروت دی سورغمی يم خو غبار مې په سر پروت دی پرڅپاند څپاند سيندو يې نور خړوب دي ګوټ اوبوته انتظار  مې په سر پروت دی دغاټول او د نرګس جامونه راکړئ د مودو مودو خمار مې په سر پروت دی لاس مروړم او د پرون ورځې ارمان کړم څه وم څه شوم تش يادګار مې په سر پروت دی زه ويده يم ۔ته ويده يې خو نور ويښ دي د پردو چې اختيار مې په سر پروت دی د ړندو ۔ کڼو ۔ شلیانو او ګونګيانو       په مالت کې يم  لوی کار مې په سر پروت دی د لعلونو خزانه افغانستان يم              ښه راګوره تور ښامار مې پ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک