No-IMG

نوي کال ته نوئ هیلې

محب الله محب

 

له سولې سره راشه نورغمـــــونه رانه یوسه

دریاب شه دخوشیو زمـوږدردونه رانه یوسه

له موږخو خوشحاليو نیکمرغیـــــو کډه کړئ

سپرلیه زموږ دزړو ټوله زخمـــونه رانه یوسه

هرښار کلي بانډوکي سوي سوي اسویلي دي

نسیمه زموږ دزړو سوي اهـــــونه رانه یوسه

چي ټوله افغانان سره په یوټغـــر راټول شي

زموږ له منځه ټوله نفرتـــــــــونه رانه یوسه

چي ټول قومونه ورکړي دورورۍ مینې لاسونه

زموږ له زړونوټوله تعصبــــــــــــونه رانه یوسه

محب هم لپه کړي دي لاســــــــــــــونه ربه تاته

زموږسوله میلمنه کړه نورجنــــــګونه رانه یوسه

خاونده ستړي شوي یو موږ هـــــم نور له زندانه

په سوله زوزلنې او ولچــــــــــــــکونه رانه یوسه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک