د خوږو اوبو روان سرود غږېږي
د خوږو اوبو روان سرود غږېږي
ګوندې وي چې اوښکې وینې و دَرېږي
په څپو څپو روانه کمال خانه
کله لمر کله سپوږمۍ درته موسېږي
پر سیستان به بیا بهیر ګلونه راشي
اوس دې ګوډ تیمور په قبر کې ځورېږي
اوبه آب دی د وطن د مرغلرې
په ځل ځل یې مرغلره ده ځلېږي
بزګران به بیا زرغونې ټپې وایي
کروندې به په جامو کې نه ځایېږي
چې تاخونو ته د وړانګو مرغۍ ورشي
له خوښۍ به ورته شمعې وژړېږي
د افغان ماشوم د رسم کتابچه ده
د کاروان په زړه کې رود، بېړۍ رسمېږي
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
