د ممتاز جهانگير لیکنی

په نړۍ کې سیاست، اقتصاد، مذهب او ټیکنالوژي د ځينې قوتونو په انحصار کي دي

په نړۍ کې سیاست، اقتصاد، مذهب او ټیکنالوژي همداسې نور مسایل دي چې  د بعضو قوتونو په انحصار او د دوی په کنترول کې دي. زمونږ د هیواد دغه اوسنی اقتصادي او سیاسي بحران تصادفي موضوع نه ده، شاید د ټولو په مصلحت یوه سیاسي توطيئه واوسي. مګر متاسفانه د افغانستان جنګ ځپلي ملت د نړیوالو سیاسي او اقتصادي تهدیداتو سره مخ دی، نه پرېښودل کېږي چې د پرمختګ اړخ ته رسېدنه وکړي. کله چې په هیواد کې اقتصادي بحران رامینځ ته شي دا په دې معنا چې په افغانانو د یو بلې جګړې احتمال شته؛ په افغانستان کې د نړیوالو سیاسي، نظامي او اقتصادي رقابتونو وجه ده چې نن افغانان له یو لوی اقتصادي ستونزې سره لاس او ګریوان کیږي. له بده مرغه د افغانانو پرضد اقتصادي تحريمونه  او بند...
نور ولوله

په افغانستان کې ایتلافي، سهامي، قومي، سمتي او ټول شموله حکومتونه ښه نتیجه نه ورکوي

په افغانستان کې ایتلافي، سهامي، قومي، سمتي او ټول شموله حکومتونه ښه نتیجه نه ورکوي. په تاریخ د افغانستان کې شاید افغانان تراوسه پورې د ټول شموله حکومتونو شاهد نه وي. که تاریخ ته لږ په غور سره متوجه شو هر څوک چې اقتدار ته رسیدلي که هغوی په هر نوم او هر شکل وي د خپلې ډلې، تنظیم، او تحریک تر چتر لاندې خپل حکومتونه يې جوړ کړي. یوازې نمایشي نومونه يې ورته انتخاب کړي. لکه ملي، ایتلافي، جمهوري، کمونيستي، ۵۰٪ فیصده، افغان شموله دا ټول حکومتونه له بهر نه په افغانانو تپل شوي و. له بده مرغه سره د ټولو امکاناتو بیا هم داسې حکومتونو په افغانستان کې ناکام او بې نتیجې و،  بلکې هیچا ته د منلو وړ نه و. دا ځکه چې په راًس کې یې بهرنیان ...
نور ولوله

امريکايان غواړي چې د هوايي ډگر ډرامه تر يو وخت پورې دوام ولري

ممکن جو بایډن له امارت اسلامي نه د اګسټ ۳۱م نيټې وروسته هم د وخت د تمدیدولو غوښتنه وکړي. څو له افغانستان نه سرتیري او خپل حامیان متحدین په بشپړ ډول وباسي. له بده مرغه په هوايي ډګر کې د افغانانو اوسنی وضعیت خورا ډیر دردونکی دی. زما په اند کابل هوايي ډګر کې د خلکو ګڼه ګوڼه راته تصادفي عمل نه ښکاري قصداً غواړي چې دغه ډرامه تر یو وخت پورې دوام ولري. څو هوايي ډګر په مؤقتي شکل خپل واک او کنترول کې ولري. دغه وضعیت چې څومره دوام کوي هومره نړیوالو ته د رقابتونو او د لاس وهنې موقع مساعد کیږي او په داخل کې به ورځ تر بلې سیاسي او اقتصادي مشکلات نور هم زیات شي. د کابل هو...
نور ولوله

د افغانستان سیاست پوه او مسلکي مشران د هیواد ملي مسایلو په رابطه تصمیم ونیسي

که چیرې سیاسي مشران وغواړو حقایق او واقعیتونه درک کړي او په صادقانه ډول ملي اسلامي مسایلو ته ژمن پاتې شي، نو ډېره اسانه ده چې د دې جګړې اصلي لامل په نښه کړي او خپل ملت له دې سیاسي او استخبارتي پردۍ جګړې نه په حکمت سره وژغوري. یوازينۍ د حل لاره همدا ده په دې شرط چې دوی وکولای شي له شخصي ګټو، فکري، مذهبي، او قومي تعصب نه صرف نظر وکړي د هیواد لومړیتوب ته ارزښت او درناوی وکړي. دا په هغه صورت کې ممکنه ده چې کله د افغانستان سیاست پوه او مسلکي مشران د هیواد ملي مسایلو په رابطه تصمیم نیسي، لومړی دوی ټول د باکس نه بهر باید فکر وکړي. څو ټول حقایق په خپلو سترګو وګوري چې مونږ د څه لپاره په باکس کې له یو بل سره په جنګ کی ښکیل یو. باکس نه بهر دوی تور او سپین هر څه کتلی شي. شاید دوی ټول ډیر په اسانۍ سره...
نور ولوله

ايا په رښتيا غربي نړۍ د افغانستان د ښځو او اقليتونو د حق خوندي کولو په غم کي دي!

د غربي نړۍ په هر ځای کې د افغانستان په رابطه دوه ډیر مهم شعارونه زمزمه کیږي. لومړی د ښځو او انجونو د حقونو غوښتنه کيږي. دوهم؛ د اقلیتونو د حق خوندي کولو په غم کی دي. د ښځو حقوق او دموکراسي دا هغه وسایل دي چې سیاسي نظامي او اقتصادي قوتونه ترې استفاده کوي. په دې شلو کلونو کې نه د ښځو حقوقو ته پاملرنه شوې، او نه تر اوسه پورې اکثریت په اقتدار کې دي چې دا ډول مشکلاتو باندې غور وکړي. بلکې په دې شلو کلونو کې هم د ښځو په حق کې ظلم او بې انصافي کیږي، او نه چا ورته بنیادي کارونه کړي.  مګر متاسفانه په دې شلو کلونو کې درګرده د اکثریتو حق يې هم د اقلیتونو په نامه وخ...
نور ولوله

افغانان په پردي سیاست او پردۍ جګړې کې خورا سخت ښکیل دي

له بده مرغه د هیواد په هر برخه کې دوه شعارونه زمزمه او په غوږونو اوریدل کیږي. یو د جنګ شعار دی، او بل د سولې نمایشي شعارونه دي چې یوازې افغانان پرې خپل ځانونه غولوي. ولسونو ته په یو شکل جنګي انګیزه او روحیه ورکوي چې هله مونږ له یو بل هیواد سره په جنګ کې یوو! په داسې حال کې چې نه د سولې لپاره ځانګړي پلانونه او طرحه په کار اچوي، او نه د دې جګړې توان او روحیه په خلکو کې پاتې ده چې د دوی اقتدار او سرمایو ساتلو په خاطر قربانې ورکړي، او نه داسې جګړو ته کوم اسلامي مشروعیت او توجیه لرو. متاسفانه په دې جګړه کې یوازې بيګناه افغانان وژل کیږي. د افغانستان غوڅ اکثریت وګړي په وینو کې لت پت د سولې په انتظار دي او سمدلاسه سوله غواړي...
نور ولوله

غربيانو ته د افغانستان ګاونډي هیوادونه تر هر څه مهم او ډیر ارزښت لري

غربيانو ته د افغانستان ګاونډي هیوادونه تر هر څه مهم او ډیر ارزښت لري. دا ځکه چې د افغانستان په اشغال کې ټول ګاونډي هیوادونه د دوی په چوپړ کې همکار او ملګري و. حتی د دوی ځمکې، هوا، او اوبه هر څه د امریکا او ناټو په خدمت کې و. نو بناً داسې معالومیږي چې نړیوالو په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې ماموریت د منطقې ګاونډي هیوادونو ته په ميراث کې پريښود. څو ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې خپل سیاسي نظامي او اقتصادي رقابتونه وازموي. حال دا چې  ګاونډي هیوادونه هم نه غواړي چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو په خوښه یو باثباته مستحکم او خپلواکه اسلامي نظام جوړ شي. په دې معنا چې دوی له افغانانو د یووالي او قوت څخه ویره او د ګواښ احساس کوي. یوازينی علت يې همدا دی چې د افغانانو په داخلي خارجي سیاسي مسایل...
نور ولوله

ولې افغانان په سياسي ډگر کې بايلونکي دي

افغانان هر وخت د خپل هیواد د ازادۍ او خپلواکۍ د تحقق په خاطر د اشغال په مقابل کې ښه په میړانه جنګيدلي، د دوی د قربانیو له برکته یرغلګر له ماتې سره مخ شوي. اما بعضې افغانان بیا په دې باور او عقیده دي چې دوښمن مونږ ته په سیاسي ډګر کې ماتې را کړې، له بده مرغه هر وخت مو سیاسي لوبی بایللې! ولې او لامل يې څه دی؟ غواړم په دې اړه یو څه مهم او مختصر وضاحت او عرائض درسره شریک کړم. لومړی امریکا او ناټو د راتګ او بیرته د وتلو لپاره خپل ځانګړي پلانونه او ستراتيژۍ لري، لکه څنګه چې هر څه مو په خپلو سترګو ولیدل. افغانستان ته غربي یرغلګر داسې په پټو سترګو او بې پلانه نه دي راغلي، پنځوس کاله پخوا د افغانستان د اشغالولو په ارمان و، د دې لپاره يې ډیرې هلې ځلې کړي څ...
نور ولوله

په اوسني وضعیت کی د قومونو او سیاسي جهتونو مسؤليت!

د افغانستان بااحساسه پوه او د درنو قومونو مسؤلیت دا نه دی چې د پردۍ جګړې او افغان وژنې لپاره اسلحې واخلي او په ولسونو کې کورنۍ جګړو ته بې وسه او بې تجربې ځوانانو وهڅوي. دا هغه څه دي چې دښمن له هر ډول امکاناتو توطئيو او تکتیکو څخه کار اخلي او نهايي هڅه کوي چې څنګه خپل غچ واخلي او شوم اهداف ترلاسه کړي. زه هیڅ داسې فکر نه کوم چې یو پوه بااحساسه افغان دې د نظام ړنګولو نیت ولري، او یا څه چې لرو دا له لاسه ورکړو، البته په حکومت کې بعضې پردیپاله استخبارتي مافیايي کړۍ موجودې دي چې زمونږ غوڅ اکثریت افغانان ترې کرکه لري، دوی د هیواد او ملت په خیر نه دي بلکې همدغه اشخاص د نظام د متلاشۍ او د کورنيو جګړو عاملین او مسؤلیت ورته راجع کیږي، همدوی دي چې په لوی لاس قومي ملیشې او اسلحې تقسیموي. څو دغې جګړه ت...
نور ولوله

په پکتیا کې د حکومتي نظامي چارواکي د ولسواليو د سقوط پړه د پکتیا په درنو او بې وسو قومونو اچوي

تیره ورځ د پکتیا په ولایت مقام کې د حکومت نظامي چارواکي یو نااهله بې تربیه او بې سواد نظامي ماشینکي جنرال/ قوماندان  د پکتیا قومونو مشرانو په موجودیت کې ناستو خلکو ته مخامخ د پکتیا ټولو قومونو ته ښکنځل او توهین آميزه سپکې سپورې وکړې. افسوس چې په ناستو بې کفایته په نوم مشرانو کې دومره احساس او جسارت نه وو چې نااهله بې تربیه مسئولينو ته يې ادب ښودلی وای. مګر متاسفانه نوموړي جنرال ته يې په جلسه کې د ښکنځلو په بدل کې ميډالونه ورکړل. بل ورځ یو پنچشري جنرال په پکتیا ولایت کې پکتیاوالو قومونو ته پیغورونه ورکړل. له بده مرغه مونږ په پکتیا کې داسې خپلواکه، بااحساسه او مخکښ مشران نه لرو چې د پکتیاوالو تاریخ عزت او ارزښت وساتي. نااهله بې تربیه او ماشني جنرالان د...
نور ولوله

هر چا چې ظلم او غدر کړی الله تعالی هغه اشخاص له زوال سره مخ کړي

الله تعالی هر قوم او مشر ته د ولایت، رسالت، او قدرت لپاره یو ځانګړی فرصت  او ماموریت ورکړی وي الله تعالی هر قوم، شخص، او مشر ته د ولایت، رسالت، او قدرت لپاره یو ځانګړی فرصت  او ماموریت ورکړی وي. د دی لپاره چې ټول قومونه په یو صف کې د وروڼو په څیر راټول کړي او هر چا ته په مساوي شکل حق او مسؤلیت ورپه غاړه کړي. خو له بده مرغه بدبخته، غافله، او خودغرضه قومونو اشخاص او مشران هغه څوک دي چې د الله تعالی په پېرزوېنې او د احسان په ارزښت پوه نه شي او د دې ظرفیت توانايي ونه لري چې د خپل موجوده فرصتونو، مسؤلیتونو او له قدرت نه  په سمه توګه کار واخلي، بلکې داسې طلائي فرصتونه  يې ضایع کړي چې د هیچا په درد ونه خوړل شول. الله تعالی بیا داسې...
نور ولوله

بايډن: افغانان او سياسي گوندونه بايد د خپل هېواد راتلونکی په اړه فيصله وکړي

‏که د ارګ لوړپوړي چارواکې په دې هیله وو چې په افغانستان کې د طالبانو پرمختګ او د کابل د حکومت سقوط مخه ونیول شي، د ارګ مشرانو شاید د سپینې ماڼۍ په دروازه کې د خپلو اختلاس او غلطو سیاستونو احساس کړئ  اوسي. ولسمشر غني او عبدالله له جو بایډن نه د دې تمه لري چې مونږ سره د مالي نظامي او ډیپلوماټیکو مرستو په رابطه د مشخصو او ټینګو ژمنو او د افغان ځواکونو لپاره دوامداره تخنیکي مرستو ملاتړ وکړي. له بلې خوا داسې مالومیږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په کابل کې د مالي مرستو د تضمین غوښتنه کړې. او په غني او عبدالله باندې فشار راوړي چې د طالبانو د مخ پر زیاتیدونکي بریدونو په وړاندې له خپلو موجوده سیالیو څخه تیر شئ او  سیاسي ډلې سره متحد کړئ. د دې اوسني وض...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک