No-IMG

په پکتیا کې د حکومتي نظامي چارواکي د ولسواليو د سقوط پړه د پکتیا په درنو او بې وسو قومونو اچوي

تیره ورځ د پکتیا په ولایت مقام کې د حکومت نظامي چارواکي یو نااهله بې تربیه او بې سواد نظامي ماشینکي جنرال/ قوماندان  د پکتیا قومونو مشرانو په موجودیت کې ناستو خلکو ته مخامخ د پکتیا ټولو قومونو ته ښکنځل او توهین آميزه سپکې سپورې وکړې.

افسوس چې په ناستو بې کفایته په نوم مشرانو کې دومره احساس او جسارت نه وو چې نااهله بې تربیه مسئولينو ته يې ادب ښودلی وای. مګر متاسفانه نوموړي جنرال ته يې په جلسه کې د ښکنځلو په بدل کې ميډالونه ورکړل. بل ورځ یو پنچشري جنرال په پکتیا ولایت کې پکتیاوالو قومونو ته پیغورونه ورکړل. له بده مرغه مونږ په پکتیا کې داسې خپلواکه، بااحساسه او مخکښ مشران نه لرو چې د پکتیاوالو تاریخ عزت او ارزښت وساتي.

نااهله بې تربیه او ماشني جنرالان دې لږ په پکتیا کې د قومونو تاریخ په اړه مطالعه وکړي، که سواد نه لري له پاکو مخلصو مشرانو څخه دې پوښتنه وکړئ، که نه پوهیږي په طوطاخیلو قوم کې د (قهرمان شهید جکتورن غني) په اړه لږ معلومات وکړي. له روسي او امریکایی جنرالانو دې وپوښتي چې پکتیاوال څه ډول خلک دي، روسي او امریکايي جنرالانو ته د پکتیاوالو تاریخ ښه په رسمي ډول معلوم دی.

په هر حال د هیواد باعزته د اسلام پاکې روحيې او د سپيڅلې عقیدې اصلي بچیان خپل ایماني مسؤلیت په صادقانه ډول ادا کوي، خو نه ایمان پلوري او نه په خپلې خاورې باندې بدرنګه معامله کوي او نه په جلسو کې درنو قومونو ته ښکنځل او سپکاوی کوي. دا د هغو سپکو او پریوتو او ځان پلورونکو اشخاصو کار دی چې نه قوم لري او نه يې نسب معلوم وي، له بده مرغه په دې اوسنۍ ډیموکراسۍ او بیان ازادۍ کې خلکو ته په ښکنځل کولو او بد رد ويلو ډیر هڅه کوي چې ژر  شهرت تر لاسه کړي او په ضمن کې نمایشي ترفيع هم ورکول کیږي. په داسې حال کې چې د ولسوالېو د سقوط په معامله کې خپله حکومت (نظامي جنرالان او د ولایت مسؤلین) په لوی لاس ښکیل دي. پرته د دوی نه بل هیڅوک ملامت نه دي، ټول قصور او مسئوليت د همدوی دی. دا د حکومتي نظامیانو مسؤلیت دی او ولسونو ته باید جوابګوی واوسي. ژر تر ژره په نظامي چوکاټ کې باید محاکمه شي.

د پکتیا ټول ولسونه د دوی په فساد خیانت او بداخلاقۍ باندې ښه خبر دي، حکومت او د پکتیا چارواکي که لږ له خپل ځان او وجدان سره محاسبه او قضاوت وکړي؛ شرم او مرګ ورته په کار دی په ولسوالېو کې يې په خپل لاس بې ګناه سرتیري د مرګ خولې ته ورکړل او د دوی د بدرنګو معاملو له امله ولسوالۍ له سقوط سره مخ کیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک