د ممتاز جهانگير لیکنی
نړیوال د افغانانو د ښځو او د مذهبي او قومي اقلیتونو د حقوقو تضمین غواړي!
کله چې د امریکا ولسمشر جو باېډن د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، د هماغه وخت نه د امریکا په کانګریس، سنا، نظامي جنرالانو او همداراز په میډیا کې یوازې همدا یوه خبره زمزمه کیږي، چې ګواکې طالبان به په افغانستان کې د ښځو او په هیواد کی د اقلیتونو د حقونو د تعادل تضمین به څنګه را کوي؟
عجیبه خو دا ده چې نړیوال د شل کلنې جګړې په درشل کې یوازې د افغانانو د ښځو او د اقلیتونو په رابطه څومره د حُسن نیت او د خواخوږۍ احساس ښکاره کوي، حال دا چې په افغانستان کې د اکثریتو افغانانو حق يې یو څو پردیپالو اشخاصو او جنايي مليشو ته په واک کې ورکړی دی، داسې افراد چې په فساد، خیانت او په جرمنو باندې متهم دي او په ضمن کې د همدغو بهرنيانو په لاس یو ميلیون افغانان وژل شوي دي، د حقوق بشر او ډیموکراسۍ په بهانه يې نسل وژنه ...
نور ولوله
افغانان له اسلامي نړۍ سره د میړاني یو ژوندی تاريخ لري
هغه مؤمن او بااحساسه افغانان چې د خپلو افغانانو او فلسطیني وروڼو خویندو په غم، درد، مظلومیت او بې وسۍ کې ځانونه شریک ګڼي، حمایت او دفاع ترې کوي، اسلامي او افغاني وجيبه ادا کوي. له بده مرغه زمونږ بعضې ناپوه کم عقله وروڼه خپلو افغانانو ته بد رد او پیغورونه ورکوي چې ګویا تاسې ولې د فلسطينیانو ملاتړ او حمایت کوئ، خپل افغانستان مو فلسطین دي، حال دا چې دا پخپله د اسلام له نظره یو غیر اسلامي او غير انساني ناوړه او شیطاني مفکوره ده چې د خپلو مسلمانانو وروڼو او خویندو په رابطه د خلکو اذهان مغشوش کړ شي. مونږ دا منو چې افغانان تر ټولو بد وضعیت کې ښکیل دي، وطن مو اشغال دی، په سلګونه افغانان مو وژل کیږي او له لوی بحران سره لاس او ګریوان یو، له نیکه مرغه افغانانو په خپل وطن کې هم د اسلام دښمن ته د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی، ښه په ن...
نور ولوله
وروستی لسيزو کي يهود څنگه پر اسلامي هېوادونو او کفري نړۍ واک چلوي؟
د مسلمانانو او اسلامي مقدساتو مذهبونو پر ضد اصل کې یهودي صهیونیزم توطئې ایجادوي او د فلسطیني مسلمانانو پر ضد یوازې صهیونیزم دی چې جګړه کوي.!
یهود یا صهيونیزم په ټوله نړۍ کې یو منل شوی اقتصادي قوت دی او په خپلو کې خورا سخت متحد او منظم دي، جرمنيانو په دوهمه نړیواله جګړه کې د هېټلر په مشرۍ یهودان ډیر سخت وځپل، په سلګونو زره یهودان ېې ووژل او له هیواد نه يې وشړل، حقیقت دا دی چې د یهودو او عیسویانو تر مینځ دغه یوه تاریخي او مذهبي جګړه وه، خو د وخت په تیریدو سره یهودانو دغې جګړې ته یو بل رنګ ورکړو، څو دغه نور عیسویان د دوی په مقابل کې را اوچت نه شي، د خپلې نفعې په خاطر د امریکا او د اورپا په هیوادونو او ملل متحد کې داسې قانون يې تصویب کړ چې له نن وروسته به هیڅوک د جرمنیانو او د یهودو جګړ...
نور ولوله
د افغانستان په سرنوشت د شورای نظار او د جمعیت ناوړه سیاستونه
د تاریخ په اوږدو کې جمعیت او شورانظار له نړیوالو سره په هره برخه کې ډیر په اسانۍ سره سیاسي تعامل او جوړجاړی کوي، البته د خپلو شخصي ګټو او سیاسي موقفونو په خاطر له اسلامي او ملي ارزښتونو نه ورته تیریږي، همدا زار په داخل کې بیا داسې مغلق او دوه مخې سیاست کوي چې ممکن ډیرۍ افغانان د دوی په پلانونو توطئو او نمایشي حرکتونو باندې له سره خبر هم نه وي، حتی په خپلو کې یو داسې د بې باورۍ فضأ رامنځ ته کوي چې ګویا څنګه د خلکو فکر او ذهنیت مغشوش کړي، سره له دې ټولو تکتیکونو د نړۍ په کچه ښه فعاله مشاورین لري، دوی د نړیوالو له مالي سیاسي نظامي حمایت نه فوق العاده برخمن دي. په داسې حال کې چې دوی په هیواد کې اقلیت دي خو بیا هم په هر حکومت کې دوی ته ۸۰٪ فيصد قدرت او امتیاز ورکول کیږي او د ټول شمالي ولسونو حق خپل شخصي مال ګڼي؛ له بده ...
نور ولوله
درې ورځنی اوربند د استانبول غونډې پورې وغځول شي
په سوله او اوربند کې خیر او برکت دی، دا د ټولو افغانانو یو ارمان او شرعي غوښتنه ده، له بده مرغه افغانان د سولې لپاره له ډیر وخت راهیسې په بې صبرۍ سره انتظار کوي.
پېشنهاد
سیاسي جهتونه کولای شي چې په یو لنډ مهاله اوربند باندې سلا مشوره وکړي څو په خپلو کې یو سیاسي مفاهمې او توافقنامې ته ورسيږي، البته دغه کار د یو مسلکي او باصلاحیته تشکيل په شتون کې او د منظم میکانیزم پر اساس باید عملي شي.
که چیرې د افغانستان سیاسي او نظامي جهتونه همدغه درې ورځنې اوربند د اسټانبول غونډې پورې وغځوي، ممکن د سولې د تحقق لپاره د باور او اعتماد فضا او فرصتونه ایجاد کړي، شاید افغانان په خپلو کې یو څه نتیجې ته ورسیږي؛ که احیاناً د سولې او دغه اوربند کومه مثبته نتیجه ورنه کړ...
نور ولوله
د فلسطین مسئله یوازې د فلسطينیانو نه دی بلکې دا د ټول اُمت مُسلمه موضوع ده
د نړۍ ټول مسلمانان د کفري استعمار لاندې خورا سخت د مظلومیت او بې وسۍ ژوند تیروي د نړۍ ټول مسلمانان د کفري استعمار لاندې خورا سخت د مظلومیت او بې وسۍ ژوند تیروي، دومره کړېدلي، ځوریدلي او وژل شوي یوو چې د یو بل په درد غم نه پوهیږو حتی د ژړا او فریاد له امله د سترګو اوښکې مو هم وچې شوې دي، په تیره بیا د افغانستان ولس په دې شلو کلونو ډیر سختو شرایطو او بدبختیو سره لاس او ګریوان دی.
پیغمبر( ص) په خپل یو حدیث شریف کې فرمایلي دي چې د اسلامي ټولنې وګړي د کومې عادي ټولنې وګړي ندي. که چیرې یو تن ته کوم درد ورسیږي ټول مسلمانان د دې درد احساس کوي. مسلمانان د یو وجود د غړیو په څیر دي.
د دین ورورولي یو داسې ورورولي ده چې په دې کې ژبه، کلتور، قوم، ملت، رنګ، ښایست او هیڅ ...
نور ولوله
هالينډ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه څیړنې پیل کړي
زمونږ په هیواد کې نړیوالو او د دوی لاسپوڅو او د مزدورو مجرمینو په واسطه خورا زیات افغانان او بیګناه نسل وژنه شوې او تر اوسه جریان لري، په دې جنګي جرمونو کې نړیوال او په افغانستان کې د دوی داخلي قراردادي حامیانو هغه مغرضې کړۍ باید محاکمه شي چې وطن، دین، او ملت یې په نړیوالو باندی پلورلې دي. د دوی محاکمه د ټول مسلمان ملت غوښتنه ده.
په هالند کې د نړیوالو د جنګي جرمونو او د انسان او نسل وژنې The International Criminal Court (ICC) محاکمه (هاګ) ته د ارګ په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی هالنډ ته تللی چې د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوال سره د افغانستان د جرمونو او نسل وژنې په رابطه خبرې وکړي.
په داسې حال کې چې د ڼړیوالو جرمنو د هاګ محکمې لوی څارنوال...
نور ولوله
د ارګ له لاوډ سپيکر نه د جنګ شعارونه خپاره کيږي
زمونږ په کليو وطنونو کې بزګرانو به یوه ډیره مشهوره اصطلاح کاروله، کله به چې د چا وار خطا و، او یا به له ستونزو سره لاس او ګریوان و، د مشکلاتو لپاره د حل په لټه کې به چې ناکام راغی، نو بیا به یې دا اصطلاح ورته کاروله چې
اشنا (ورخ دې اوبو وړی دی)
مشرانو به ویل کله چې اوبه ورخ یوسي نو د کلیو بزګرانو مسؤلیت دا دی چې کلیوال ته به يې سمدلاسه خبر ورکوي چې په فلاني ځای کې د زیاتو اوبو له امله ورخونه ويجاړ او یا ړنګ شوي دي، د دې لپاره چې د کليوالو فصلونو او ځمکو ته تاوان ونه رسیږي، سمدستي ټول کلیوال به تصمیم نیسي او اقدام کوي چې د ورخونو جوړولو پاره قومي(پګړه) را وباسي، څو زیاتې اوبه مهار کړي او ورخونه له سره ترمیم او جوړ کړي چې بزګران په اسانۍ سره ترې استفاده وکړي....
نور ولوله
د ثور ۷مه د کمونستانو وحشتونه لا تر اوسه زموږ مظلوم ملت نه دی هېر کړی
د ثور ۷مې او د کمونستانو وحشت په رابطه زموږ بااحساسه، پوه او حقپرستو ورونو او خویندو ډېر څه ليکلي، زه هم غواړم چې د هغوی د وحشت په اړه خپل نظر څرګند کړم.
د ثور پر ۷مه چې کمونستانو چې کوم وحشت وکړ، لا تر اوسه زموږ مظلوم ملت نه دی هېر کړی، هغه وحشت چې لا هم زموږ ميليونونه هېوادوال يې له ټسه د جنګ په سرو لمبو په کې سوزي، او هره ورځ مو لسګونه هېوادوال په شهادت رسېږي.
غواړم د بېلګې په ډول د ياد وحشت يوه تاريخي پېښه درسره شریکه کړم. البته؛ دا به د ځاځيو قوم د یو څو محدودو کليو په رابطه وي، ګنې هسې خو د ځاځيو سيمې هر غر او دره د تاریخ يو ځانګړی باب او کتاب دی.
موږ د کمونستانو د ظلم او وحشت له لاسه کابل نه خپل اصلي ټاټوبي ځا...
نور ولوله
هغه حکومتونه چې د یو لوی ملت پر ضد استعمالیږي هغوی به حتماً د ملت له غبرګون سره مخ کیږي!
د ارګ میشتو مامورینو له خبرو داسې معلومیږي چې ګواکې په حکومت کې داسې قوتونه دي چې نه جمهوریت مني او نه قانون ته غاړه ږدي، خو له بده مرغه هر ډول امتیازات اخلي په حکومت کی ۸۰٪ کډ سهامي قدرت یی په اختیار کې دی.
ارګ ناستو په لوی لاس هماغو اشخاصو ته مارشالۍ، جنرالۍ، وزراتونه، ریاستونه، قومي مليشه جوړونې، انتصابي سناتورۍ او دوکالت امتيازات ورکړل، اوس هماغه اشخاص نه حکومت مني او نه د جمهوریت په کیسه کې دي.
هغه حکومتونه چې د یو لوی ملت پر ضد استعمالیږي هغوی به حتماً د ملت له غبرګون سره مخ کیږي!
تیره اونۍ د کوهدامن په جلسه کې امان الله ګوزر ته په خطاب کې يې د افغانستان ټول تاریخي کریډیټ یوازې همدغو خلکو ته ورکړ، په خپلو خبرو کې ورت...
نور ولوله
زموږ په ټولنه کې په عملي توګه د سیاست د منفي تعبیر فضا حاکمه ده
زموږ په ټولنه کې په عملي توګه د سیاست د منفي تعبیر فضا حاکمه ده، د دې دلیل دا دی چې زموږ ځوان احساساتي قشر په هر دور کې پرته له دې چې، حقیقي سیاسي او مسلکي پوهه تر لاسه کړي، فردي او ټولنیز مسؤلیت درک کړي، عقلاني او منطقي فکر وکړي، د ډېرو کوچنیو او محدودو مادي توقعاتو لپاره یې د منحرف سیاست پلویانو لار تعقیب کړې، د هغوی صفتونه کوي او د هغوی صفونه یې لا پیاوړي کړي دي چې په پایله کې یې هم ټولنې او هم سیاسي قاموس ته زیان رسولی دی او بالعکس؛ وروسته يې د خپلو ټولو بدمرغیو پړه بيا پر نورو اچولې.
پورتنیو کرښو ته په کتو زموږ ځوان نسل ته لازمه ده څو د مسلکي پوهې د ترلاسه کولو په صورت کې، له ورځنیو موضوعاتو سره د ځان او ټولنې په ګټه د یو مسؤل په توګه برخورد وکړي او د خپل ژوند ورځنۍ چارې په مسلکي توګ...
نور ولوله
د امريکا ظلمونو جنایتونو جرمونو مسؤلیت چا ته راجع کیږي؟
د امریکا ولسمشر جوباېډن له افغانستانه د خپلو نظامي او استخبارتي ځواکونو د ایستلو په رابطه نهايي فیصله وکړه، داسې مالومیږي چې نور په افغانستان کې د دوی نظامي شتون او په جنګ بې ځایه پانګونه او مصرفونه ورته بې ارزښته او بې معنا تمامیږي، د دوی په وینا چې ګواکې مونږ په دې جګړه کې خپل اهداف ترلاسه کړي دي، نور وخت د دې راغلی چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسو، باقي په افغانستان کې زمونږ شتون ته اړتیا نه شته او دغه جګړه د هیچا په ګټه نه ده، جګړه نوره باید متوقف شي.
په دې خو هغه ريښتني، الله پرست او افغانپاله افغانان ښه پوهیږي چې د نړیوالو دغه جګړه په افغانانو باندې ډیر په تدریجي او سیستماتیک ډول وتپل شوه، له بده مرغه شل کاله کیږي چې نړیوال د افغانستان په همدغه بدبخته جګړه کې ښکیل دي په دې ج...
نور ولوله
