په اوسني وضعیت کی د قومونو او سیاسي جهتونو مسؤليت!
د افغانستان بااحساسه پوه او د درنو قومونو مسؤلیت دا نه دی چې د پردۍ جګړې او افغان وژنې لپاره اسلحې واخلي او په ولسونو کې کورنۍ جګړو ته بې وسه او بې تجربې ځوانانو وهڅوي. دا هغه څه دي چې دښمن له هر ډول امکاناتو توطئيو او تکتیکو څخه کار اخلي او نهايي هڅه کوي چې څنګه خپل غچ واخلي او شوم اهداف ترلاسه کړي.
زه هیڅ داسې فکر نه کوم چې یو پوه بااحساسه افغان دې د نظام ړنګولو نیت ولري، او یا څه چې لرو دا له لاسه ورکړو، البته په حکومت کې بعضې پردیپاله استخبارتي مافیايي کړۍ موجودې دي چې زمونږ غوڅ اکثریت افغانان ترې کرکه لري، دوی د هیواد او ملت په خیر نه دي بلکې همدغه اشخاص د نظام د متلاشۍ او د کورنيو جګړو عاملین او مسؤلیت ورته راجع کیږي، همدوی دي چې په لوی لاس قومي ملیشې او اسلحې تقسیموي. څو دغې جګړه ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي.
تاریخ اکثر وخت تکراریږي، تاریخ دا هم ثابته کړه چې اشغال به ضرور له شکست سره مخ کیږي. نو طبعي خبره ده چې کله هم د بهرنیانو ځواکونو د ايستلو نیټه پیل شي، د دوی لاسپوځي حکومتونه هم تر ډیر وخت پورې دوام نه شي کولای. نو بناءً ښه به دا وي چې اشرف غني د افغانستان ملت د ژغورنې لپاره استعفاء ورکړي. څو دغه ملت له خپل مینځي جګړو او افغان وژنې نه وژغورل شي. لکه څنګه چې په سپینه ماڼۍ کې جو بایډن هم ورته توصیه او یو ښه معقوله مشوره ورکړه چې نور خپل مشکل په خپله حل کړئ، دا ستاسو شخصي مسایل دي څنګه يې چې حل کوئ مسؤلیت مو خپل دی. حقیقت همدا دی چې خپل مشکل باید په خپله حل کړو هیچا ته اړتیا نه شته چې زمونږ په داخلي مسایلو کې مزاحمت او لاس وهنه وکړي او نه باید بهرنیانو ته د لاس وهنې موقع ورکړی شي.
د ټولو افغانانو پیشنهاد سوله او یووالی دی!
د افغانستان درنو او بااحساسو قومونو او سیاسي جهتونو مسؤلیت دا دې چې د اوسني وضعیت ته په کتو سره د ارګ او طالبانو تر مینځ د منځګړیتوب فضا ایجاده کړي، څو په افغانانو کې مسلکي اشخاص د یوې جامع طرحې په تړاو ګډه کار وکړي. په داسې حال کې چې ټولو ته د منلو وړ وي. افغانان یوې داسې طرحې ته اړتیا لري چې پرته له افغان وژنې او کورنۍ جګړو تفاهم ته ورسيږي. د اشرف غني استعفاء د هیواد په خیر ده، اميد دی چې د ټولو افغانانو په خوښه د یو اسلامي نظام شاهد واوسو.
