د ممتاز جهانگير لیکنی
پنجشير او شورای نظار د افغانانو پر ضد د روسانو او ناټو محکم سنگر و
پنجشیر او شورای نظار د افغانانو د مقاومت مرکز نه و، او نه امکان لري. بلکې د افغانانو پر ضد د روسانو او ناټو د مقاومت یو مجهز نظامي سنګر و. چې په نتیجه کې ئې ملیونونه افغانان ووژل او د دوی د غلطو سیاستونو له امله ټول افغانان له بدبختیو سره مخ شول؛ خو له بده مرغه زموږ ډیر بې احساسو، عُقدئي او خودغرضو اشخاصو باندی ئې خپل ځانونه په یو نه یو شکل په زور منلي و، او د دوی د سلطې لاندی ئې شل کاله د غلامۍ ژوند کاوه، مګر متاسفانه اوس هماغه اشخاص په پټو سترګو ورته د مقاومت کمپاین او ملاتړ هم کوي.
...
نور ولوله
د افغانستان په جګړه کې ایران د امریکا او د ناټو همکار او په دې جګړه کې ورسره شریک و
د افغانستان په جګړه کې ایران تر ټولو نورو اسلامي هیوادونو د امریکا او د ناټو همکار او په دې جګړه کې ورسره شریک و. په داسې حال کې چې د کرزي او غني په حکومتونو کې ئې پراخه ونډه درلوده؛ حتی ایران به په تورو بوجېو کې ډالر ورکول. له بده مرغه د ایران سپاه پاسداران جنرالانو او د لشکر فاطمېون مشرانو به کابل او بامیانو ته په خپل سر سفرونه، ملاقاتونه او د شومو اهدافو لپاره ئې ځانګړې برنامې تطبیقولې. څو خپل ایراني اجنټان او حامیان په اکثریتو افغانانو په دوامداره ډول په قدرت حاکم کړي او ساتنه ئې وکړي. او په ضمن کې په لویه کچه د امریکا او ناټو له مالي، سیاسي، استخباراتي او منطقوي امتیازاتو برخمن و؛ امریکا د ایران د ملتیا په نتیجه کې د ایران کنګل شوي ډالر ئې په یو ځانګړې نظامي طیاره کې ورته انتقال کړل. حقیقت دا دی چې متاسفانه ایران او...
نور ولوله
د دموکراسۍ افغان مدافعین یوازې د افغانانو میرمنو لپاره د حقونو غوښتنه کوي
دغه بې باکه نمایشي دموکراسي او بداخلاقي یوازې د انسان وژنې، مذهب، کلچر، قوم، او فرهنګ پر ضد رامینځه ته شوې.
باور وکړئ چې په غربي ټولنه کې خلک اوس د خپلې تپل شوې دموکراسۍ او بداخلاقۍ نه سخت په عذاب او تنګ راغلي او نسلونه ئې تباهۍ سره مخ دي!
حتی د دوی ژوند د الله تعالی له لویو طبعي افتونو او وبا سره لاس او ګریوان دي، ډیر خلک یې احساس کوي چې د دې دموکراسې بداخلاقۍ او انسان وژنو له امله به موږ یوه ورځ غرقیږو.
او سره دې دلته د خواشينۍ او حیرانتیا خبره دا ده چې د دموکراسۍ او بداخلاقېو افغان مدافعین یوازې د افغانانو میرمنو لپاره د حقونو غوښتنه کوي او که د خپلو کورنیو لپاره هم دغه دموکراسي او بداخلاقي غواړي؟
...
نور ولوله
تر کارمل او نجيب وروسته غني هم خپله تېروتنه پر بهرنيانو تکيه او اعتماد ښايي
کله چې ببرک کارمل او نجیب له ماتې سره مخ شول، یو ایراني ژورنالیست ترې وپوښتل چې ستاسو د ماتې لامل څه و چې د داسې تاریخي برخلیک سره مخ شوئ؟
ژورنالست ته ئې وویل: چې لویه تېروتنه دا وه چې موږ پر بهرنیانو تکیه او اعتماد کاوه.
اوس د غلام غني له خولې هماغه د کارمل او نجیب خبرې اوريدل کیږي چې ګویا زموږ باور او تکیه یوازې پر امریکا وه، ځکه موږ له تور برخلیک سره مخ یو.
خو له بده مرغه دغه غلامان له یو بل څخه هیڅ درس او عبرت نه اخلي، بس یوازې د غلامۍ په خوبونو کې غرق دي.
...
نور ولوله
د پردیپالو یو الګو مشر د خپلو بادارانو له ادرسه د مفسد په لقب ونومول شو
په افغانستان کې د پرديو په لاس روزل شوي مامورینو په فساد، خیانت، ظلم، او فحشا باندې چې هر څوک سترګې پټوي دا به د افغانستان له ملت سره یو نه بخښونکی خیانت وي. هیڅ څوک د دوی په فساد خیانت او ظلمونو کې ځانونه نه شریکوي، باور وکړئ چې نه په دنیا او نه به په اخیرت کې ښه پاېلې ولري، پرته له ذلالته.
باالاخره چې د پردیپالو یو الګو مشر د خپلو بادارانو له ادرسه د مفسد په لقب ونومول شو. په داسې حال کې چې دوی څومره ورته وفادار و، آن د نیویارک او واشنګټن ساتلو لپاره ئې یونیم ملیون افغانان ووژل. موږ ته د غربیانو دغه او دیته ورته څرګندونې هیڅ د حیرانتیا او د تعجب خبره نه ده، نه مو لومړی د متفکر په نوم منلی و او نه ورته اوس د دوی په خوله مفسد او خاین وایو. د افغانستان ملت تر ټولو وړاندې غني او کرزي ته د ...
نور ولوله
حزب اسلامي په تېرو ۵۲ کلونو کې لوی کارونه او تاریخي لاسته راوړنې لري
د حزب اسلامي پر ضد خورا ډیر منفي تبلیغات کیدل او تر اوسه پورې ځینې خلک د پردېو منفي او دروغجنو تبلیغاتو ښکار شوي دي. حال دا چې د حزب اسلامي پرضد منفي تبلیغاتو په رابطه خپله د نړۍ استخباراتي شبکو اعتراف کاوه چې زمونږ کوښښ دا و چې حزب اسلامي په اړه د منفي تبلیغاتو د دوی مخه ونیسو او بندیزونه پرې ولګوو چې په هیواد کې خلکو ته اسلامي، اجتماعي، فرهنګي او په سیاسي برخو کې له ټولو فعالیتونو او خدماتو رسولو څخه محروم پاتې شي. بلکې حزب اسلامي ئې په تور لیست کې شامل کړ او د هیواد نورو مجرمینو، خاینانو او وطن پلورونکو جرمونه ئې په حزب اسلامي وروتپل. حزب اسلامي هر وخت د خپل ملت په څنګ کې پاتې شوی او د ملت په مرسته د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د اوږدې مبارزې سابقه لري.
په هر صورت، حزب اسلامي په تېرو څلورو...
نور ولوله
افغانستان سره د نړیوالو او یا ملګري ملتونو بشري مرستې خورا ډیره پیچلې موضوع ده
په داسې حال کې چې د افغانستان نظام حکومت او بانکي سیستمونه له مینځه لاړ دي، له بده مرغه هر څه د سقوط په حال کې دي. اوسمهال د دې احتمال ډیر زیات دی چې نړیوال او ګاونډي هیوادونه په ځانګړي توګه ملګري ملتونه افغانستان ته له بل ادرسه په غیر مستقم شکل افغانانو سره بشري مرستې وکړي. حال دا چې هر بشري فنډ به د افغانانو په نوم جذب کیږي، لومړی به ملل متحد د خپلو معاشونو او د مصارفو لګښت به د افغانانو په نوم راټول شوئ فنډ نه اخلي. دوهم دغه بشري مرسته چې د هر ګاونډي هیواد له ادرسه افغانانو ته انتقالوي په دې کې د ګاونډي هیواد خپل ونډه معلومه وي او د مصارفو معاشونو لګښتونه هم ورنه اخلي. باقي مانده چې هر څه پاتی شي هغه به افغانانو ته د بشري مرستو په نوم ورکړي.
ا،ا،ا، ته څه په کار دي چې د افغانستان ...
نور ولوله
د افغانستان د اوسني وضعيت کنترول لپاره بايد باصلاحيته ملي او اسلامي اجماع را منځته شي
افغانانو له څو لسيزو راهیسې د اسلامي نظام، د افغانانو په خوښه یو خپلواک حکومت، عدالت، او امنیت، تاامینولو لپاره خورا زیاتې مبارزې او قربانۍ ورکړې. د ټولو افغانانو لوی ارمان همدغه اسلامي نظام او د بهرنیانو د لاس وهنو پرته یو بشپړ افغان شموله حکومت و.
مګر متاسفانه د افغانستان په تاریخ کې چې هر ډول حکومتونه راغلي دي د بې ثباتۍ ناکامۍ یوازینی علت ئې همدا و چې ولسي ملاتړ او مشروعیت ئې نه درلود، ټوله تکیه او توقع ئې په بهرنیانو وه، او په ضمن کې د بېلابېلو ناخوالو افغان وژنو او نا امنیو، د غلطو سیاستنو او د پردېو په لاس جوړو شویو پاليسېو له امله د حکومت او ولسونو ترمنځ یو لوی واټن موجود و، چې په نتیجه کې ئې نظام او ملت له تور برخلیک سره مخ کړل.
اوس د افغان...
نور ولوله
پخواني بې ثباته ناکام، نمایشي، سیاسي مشران د افغانانو له احساساتو نه ډیره ناوړه استفاده کوي
د افغانستان پخواني بې ثباته ناکام نمایشي له بهر نه په افغانانو تپل شوي پرديپاله سیاسي مشران د افغانانو له احساساتو نه ډیره ناوړه استفاده کوي. په هیواد کې هغه اشخاص چې وطن او ملت ئې پلورلی اوسي او د ملت بیت المال ئې لوټ کړی وي، هغوی نه یوازې چې ملت کې ځای نه لري بلکې لطفاً د افغانستان په اوسني وضعیت دې داسې څرګندونې نه کوي چې دا هر څه مستقيم دوی ته راجع کیږي، ډیر د تأسف او د شرم ځای خو دا دی چې نن نړیوال او ګاونډي هیوادونه د دوی په فساد، افغانانو په تعلیمي کچه، اجتماعي، فرهنګي، سیاسي، او اقتصادي برخه کې ورته پیغورونه ورکوي. دوی ټول د دغو پیغورونو مستحق دي د دوی له لاسه د ملت ماشومان له تعلیم او پرمختګ نه محروم شوي دي. د ملت لویه ګناه همدا ده چې په پټو سترګو مجرمینو او خاینانو پسې شاته منډې وهي. له بده مرغه په اخیر کې بیا ...
نور ولوله
د محب په خبرو کې خورا ډیر د جنایتونو رازونه مالومیږي
د حمدالله محب دورغجنو شعارونو په نتیجه کې بالاخره خپلو جمهوریت غوښتونکو ته د تیرو شویو بدو کړنو او شومو اشتباهاتو، د نظام پاشلو او د سقوط په رابطه ئې اعتراف وکړ، وائي چې موږ نه و خبر چې نظام به داسې زر سقوط کوي. په داسې حال چې د شش درک ګرین زون د سقوط او ارګ ته نژدې د ډزو له امله موږ تیښتې ته مجبور شوو، موږ نه و خبر چې ګرین زون سقوط کړی و!
د محب په خبرو کې خورا ډیر د جنایتونو رازونه مالومیږي او د دې ټولو بدبختیو اصلي عاملین همدوی و، خو زه ئې جزئیاتو ته نه ځم، خلکو ته ډیر سوالونه پېدا شوي هغوی به خپله قضاوت پرې وکړي.
جو بایډن ډیر په واضح شکل معلم غني ته ویلي و، چې زما لپاره په افغانستان کې د ملت جوړول هیڅ ارزښت او معنی نه لري. موږ د خپلو سرتیرو د ایس...
نور ولوله
ټول نړیوال او اسلامي هیوادونه د افغانستان د اوسني بشري بحران په رابطه خاموش دي
له شکه پرته د ټولو انسانانو مرګ ژوند د الله تعالی په لاس کې دی، او خپلو بنده ګانو ته د رزق ورکولو ضامن دی او په مختلف شکل ورته وسيله برابروي. څومره چې افغانانستان په مشکلاتو کې ښکیل دي هومره نړېوال هم له ډیرو ننګونو او ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ویل کیږي چې ګویا په افغانستان کې د عامو خلکو اوسط ژوند دري څلويښت کاله دی. د همدوی په شیطاني پلان دري څلويښت کلنې جګړې خو زموږ نسلونه تباه کړل، همدغه ملت دی چې دغو کيمیايي بمونو او باروتو ته تم شوي دي، له بده مرغه سربیره په دې بیا دوی د افغانانو په زخمنو مالګه هم دوړوپ، او خوند ترې اخلي.
اوس وايي چې که د افغانستان بشري او اقتصادي ناورین لپاره په خپل وخت مرستې ونه رسیږي شاید یو ملیون افغانان له ...
نور ولوله
په غرب کې روزل شوي افغاني تکنوکراتانو په افغانانو څه سرچپه لوبې وکړې
په غرب کې روزل شوي افغاني تکنوکراتانو په افغانانو څه سرچپه لوبې وکړې، له بده مرغه په پټو سترګو د غولوونکو سیاستونو او تپل شوو حکومتونو په نتیجه کې ملت ئې یو ځل بیا د تیر په څير نامعلومه سرنوشت سره مخ کړ، لکه څنګه مو چې په خپلو سترګو ولیدل.
د دوی دغه پردي سیاستونه او تګلاره نه یوازې دا چې بې ثباته او ناکام وه، بلکې د دوی له لاسه هیواد او ملت مو له یو تور برخلیک سره لاس او ګريوان شو. د شل کلنو ناکامو علتونه خورا زیات دي، مګر اساسي لامل ئې دا و چې هغوی ونه توانیدل چې د افغان ملت له رښتينو وارثینو سره د روغې جوړې او ملګرتیا لپاره له اړینو سیاسي مهارتونو څخه کار اخيستلې وای. متاسفانه دوی د هیواد مجرمینو او قاتلانو سره سیاسي ایتلافونو او سهامي حکومتونو او چور چپاول کې ښکیل و.
ښه...
نور ولوله
