په نړۍ کې سیاست، اقتصاد، مذهب او ټیکنالوژي د ځينې قوتونو په انحصار کي دي
په نړۍ کې سیاست، اقتصاد، مذهب او ټیکنالوژي همداسې نور مسایل دي چې د بعضو قوتونو په انحصار او د دوی په کنترول کې دي. زمونږ د هیواد دغه اوسنی اقتصادي او سیاسي بحران تصادفي موضوع نه ده، شاید د ټولو په مصلحت یوه سیاسي توطيئه واوسي. مګر متاسفانه د افغانستان جنګ ځپلي ملت د نړیوالو سیاسي او اقتصادي تهدیداتو سره مخ دی، نه پرېښودل کېږي چې د پرمختګ اړخ ته رسېدنه وکړي.
کله چې په هیواد کې اقتصادي بحران رامینځ ته شي دا په دې معنا چې په افغانانو د یو بلې جګړې احتمال شته؛
په افغانستان کې د نړیوالو سیاسي، نظامي او اقتصادي رقابتونو وجه ده چې نن افغانان له یو لوی اقتصادي ستونزې سره لاس او ګریوان کیږي.
له بده مرغه د افغانانو پرضد اقتصادي تحريمونه او بندیزونه دا په خپله د بشریت په قاموس کې یو لوی خیانت او ظلم دی او په هیڅ قانون کې داسې بې موجبه کار ته جواز نه شته.
په داسې حال کی چې ټول نړیوال د افغانانو پوروړي دي، په کار خو دا ده چې خپل د خسارې او غرامت مسؤلیت ومني، څو ټول افغانان پرته له جګړې نه د سوکالۍ ژوند له سره پیل کړي.
