د ممتاز جهانگير لیکنی

په نړیوال سازمان کې د افغانستان په اړه څوک غږ نشي اوچتولای

ملګري ملتونه یو نړیوال بین الحکومتي سازمان دی چې په 1945 کې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د 51 هیوادونو لخوا تاسیس شوی. د دې نړیوال سازمان په مسؤلیتونو کې عمده یې د نړیوالې سولې او امنیت ساتل، د هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د بې وزلو خلکو د ژوند د ښه کول، د لوږې، ناروغۍ او بې سوادۍ له منځه وړل او د یو بل د حقونو او آزادیو د درناوي هڅولو لپاره له هیوادونو سره په ګډه کار کولو کې مرسته کول، ټولنیز پرمختګ، د ښه ژوند معیارونو او بشري حقونو ته وده ورکول دي. او د هیوادونو د ښو کړنو د همغږۍ یو فعاله مرکز بلل کیږي.  دا د نړۍ ترټولو لوی او خورا پیژندل شوی نړیوال سازمان دی چې په سمه توګه د هیوادونو څارنه وکړي او په ضمن کې بشري او اقتصادي ناورینونو مخه ونیسي. دغه نړیوال سازمان ته تر نورو ټولو هیوادونو څخه زیاته مرسته ا...
نور ولوله

فنټينال ټابلېټ له انسان وژونکو نشه يي توکو څخه دی

فنټينال ټابلېټ  “ Fentanyl Pills” یو له هغه انسان وژونکو نشه يي توکو څخه دی چې هيروينو او تریاکو نه ډیر قوي او انسان وژونکي مواد دي، یو ځل که انسان دغه زهري او نشه یي مواد استعمال کړل، سمدلاسه ورته معتاد کیږي دوهم ځل لپاره به ئې ضرور کاروي، که غواړئ او یا ئې نه غواړئ خو د بدن او د مغزو غوښتنه همدا ده چې دغه فنټينال به حتماً استعمالوئ. دا ټابلیټ په همدغه شکل جوړې شوې دي چې انسان ورته معتاد شي. له بده مرغه ډیر په مهارت او تخنيکي شکل ځوانان ورته تشویق کیږي ډیر خلک ئې له مرګ سره مخ کړي. حتا داسې ویل کیږي چې د فنټينال په پرتله د هیروينو او تریاکو د استعمال کچه بيخي کمه شوی دی، د نړۍ ډیر خلک په همدغه فنټينال په ګولیو عادت او روږدي شوي دي....
نور ولوله

قطر به په افغانستان کې د امریکا ډیپلوماتیک استازي په توګه کار کوي

د امریکا  او قطر تر مینځ یو رسمي تړون لاسلیک شو، د امریکا لوړپوړي چارواکي وايي چې قطر به په افغانستان کې د امریکا ډیپلوماتیک استازي په توګه کار کوي، او زموږ سیاسي ګټې او د قدرت ساتنه به کوي، څو وکولای شي چې د دوه لسیزو جګړو وروسته د واشنګټن او طالبانو ترمنځ سیاسي اعتماد رامینځ ته کړي. شاید دا یو ښه او مثبت اقدام واوسي. افغانستان حکومت ته د مشروعیت او رسمیت پيژندلو په برخه کې شاید مرسته وکړي او ممکن د ټولو نړیوال په مصلحت دا کار شوی اوسي. له بده مرغه زموږ افغانانو ژوند پرله پسې د پردیو یرغلونو او وږدمهالو جګړو کې تیر شو، له علم، سیاسي تکتیکونو، اقتصادي سیستمونو، او ټیکنالوژۍ نه محروم پاتې شوي یو، یوازې له بهرنه په موږ داسې په سیستماتیک شکل جنګونه او سی...
نور ولوله

د نړۍ لوی قوتونو په ګډه خلک له ګڼو ننګونو او اقتصادي بحران سره مخامخ کړي

د افغانستان په جغرافیه کې د نړیوالو سیاسي نظامي او اقتصادي رقابتونه غیر سالم حرکتونه او لاس وهنه خورا ډیر خطرناک کار دی.  “هر څوک چې له اور سره لوبې کوي هغوی به ضرور د اور په لمبو کې سوزي” زما په اند د چین او امریکا دواړو ولسمشرانو د نړۍ اوسني وضعیت په رابطه به یو څه حقایق درک کړی اوسي، د سیاسي تعامل له لارې شاید دوی داسې فکر کړی وي، چې غیر سالم حرکتونه او رقابتونه ممکن لامل د دې شي چې ټول  خپل ملي او اقتصادي ارزښتونه له لاسه ورکړو؛ او بالاخره ساړه او ګرم جنګونه مو له شکست سره مخ کړي، نو د دوه لویو قوتونو تر مینځ جنګ د حللاره نه ده . حتی د دوی ویره او تشويش د خپل مینځي سیاسي نظام...
نور ولوله

د پرديو سیاستونو له وجې افغانستان مو تراوسه پورې له بدبختیو سره لاس او ګریوان دی

له شکه پرته نړیوال او ګاونډي هیوادونه د افغانستان په سياسي اقتصادي او امنیتي مسایلو کې خورا ډیره لاس وهنه کوي. البته د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو په خاطر له هر چا سره په رسمي او غیر رسمي شکل د افغانستان په سرنوشت د قراردادونو خبره او خپلو کې جوړجاړی کوي. متاسفانه  په دې اوسني عصر کې سیاسي تعامل او معامله جوړجاړی د سیاست یوه برخه کرځيدلې. په تیره هغه هیوادونه چې د بهرنیانو له سیاسي او اقتصادي انحصار لاندې خپل ګوزران کوي، څو خپل هیوادونه او ملت له بحران او بدبختیو وژغوري. که هدف دلته قدرت او اقتدار وي نو لږ باید له ماضي د حکومتونو څخه عبرت واخستل شي، هغوی هیواد له تور برخلیک سره مخ کړ، او هم ئې ملت له اقتصادي بحران او انزوا کې پريښود، څنګه چې راغلي و هماغسې واپس لاړل. ...
نور ولوله

نمايشي او تجارتي لوبې

په نړۍ کې مشهورې سپورتي لوبې لکه فوټبال، کریکټ، امریکائې فوټبال همداسې نورې لوبې دي چې خلک ډیره علاقه او شوق ورسره لري، حتی ډېر مینه وال یې په زرګونه ډالر مصرف وي څو د خپلې خوښې ټیم یې ګټونکی شي. په هره لوبه کې ګټل او بېلل وي، مګر له بده مرغه په اکثرو نړیوالو مشهورو لوبو کې بعضې وخت سیاست هم شامل وي او زياتره وخت دا سیاست د یو لوی تجارت په خاطر وي.  په هر ګیم باندې په ميلیونو ډالر بېډینګ کیږي، داسې فضا رامینځ ته کوي چې په لوبه باندې خلک قمار او داو ووهي. په لوبه باندې چې کله د خلکو داو او یا د قمار اخیري او لوړ حد ته ورسیږي، نو د دواړه حريفانو مشران  په خپلو کې جوړجاړی کوي یو ټیم پیسې اخلي او دا بل ټیم ګټونکی اعلان شي. ...
نور ولوله

د دوبی نړیواله تجارتي مرکز

“World Trade Center in Dubai ” د نړۍ یو تجارتي Exhibition ته دعوت شوي و چې د نړۍ لویو لویو شرکتونو کارخانو ريئسانو او تجارانو په کې اشتراک کړی و. د کرونا وباء نه وروسته دا لومړۍ نړیواله تجارتي میله ترتیب شوې وه. دا به ومنو چې په اوسني عصر کې سیاست پرته له قوي اقتصاد نه نا ممکنه دی چې پرمختګ او یا حرکت وکړي. خو له بده مرغه د نړۍ لوی اقتصادي شرکتونه او سیاستوال د غلطو سیاسي پاليسیو په واسطه له خپل اقتصادي قوت  نه سوءاستفاده کوي چې دا په خپله د نړۍ اقتصاد لپاره یو لوی ګواښ او خطر دی. دوی هڅه کوي چې هر څه انحصار او په خپل کنټرول کې کړي، څو خپل اقتصاد او شرکتونه نور هم غني او قوي کړي او عام وګړي په فقر او غربت کې مجبور او...
نور ولوله

د نورو پرديپالو په څیر د خلیلزاد ماموریت هم پای ته ورسيد

ښاغلی خلیلزاد په امریکا کې د جمهوریت غوښتونکو ډلې غړیتوب لري، ډیر وخت کیږي چې د امریکا حکومت لخوا په افغانستان او عراق کی یې په رسمي ډول ماموریت کاوه. اوس مهال چې کله بهرنیانو له افغانستان څخه ووتل سمدلاسه د نورو پرديپالو په څیر د خلیلزاد ماموریت هم پای ته ورسيد. د امریکا اوسنی حاکم ټیم چې ډموکراتان دي خلیلزاد ئې په رسمي ډول له دندې ګوښه کړ. د ښاغلي زلمي خلیلزاد په رابطه داسې ضد او نقیض خبرې اوریدل کیږي چې ګویا معلم غني ئې دیته مجبور کړو چې له ارګ څخه فراري شي، د معلم غني په تیښته کې د خلیلزاد لاس و، او بل د افغانستان د اوسني تحولاتو ټول کریډیټ زلمی خلیلزاد ته ورکوي، داسې ګومان او فکر کوي چې نوموړي ټول سیاسي امتیازات اسلامي امارت ته ورکړل او د ارګ په سقوط...
نور ولوله

نړیوال په خپل مینځ کې د افغانستان په معضله باندې اختلافات لري

په دوه مختلفو متضادو فکرونو او اهدافو باندې د پانګونې رقابت کوي. له یوې خوا فکر کوي چې ګواکې افغانستان د زبرځواکونو لپاره یوه مهم اقتصادي، سياسي، او نظامي ستراتیژیک موقعیت دی او غواړي چې دلته خپل شتون او حاکمیت لپاره مشروعیت پیداکړي. حال دا چې په شلو کالو کی پرته له جګړو نه  بل داسې څه په ميراث نه لري.؛ له بلې خوا وایي د افغانستان له موقعیت نه زمونږ د هیوادونو مشترک منافع له ګواښ او خطر سره مخ دي، نو مونږ به په افغانستان کې تر هغه تحریمونه تهدیدات او مداخله کوو، ترڅو چې زمونږ شرایط او غوښتنې منل شوي نه وي او مونږ ته متوجه خطرات له منځه تللي نه وي! دې خبرو ته په کتو باید افغانان په ډېر څه پوه شي، افغانانو ته پ...
نور ولوله

کرزی صاحب ته دا حکومت غیر ملي او د مقاومت ډلې هر څه ملي ښکاريدل

د اوسني حکومت ملي مشروعیت او یا عدم ملي مشروعیت یوه جدا موضوع ده. په دې رابطه حداقل هغه څوک د خبرو او نظر ورکولو حق باید ولري چې لږ تر لږه خو دغه جنګځپلي هیواد او ملت ته ژمن او صادق پاتي شوي اوسي. نه هغه څوک چې د هیواد او ملت په پلورلو کې لاس لري او د افغانانو په وینو ئې لاسونه ککړ وي. په هر حال ښاغلي کرزی وائي چې نړیوال د افغانستان اوسني حکومت په رسمیت نه پیژني دا ځکه چې ملي مشروعیت نه لري. په داسې حال کې چې دوی په تیرو شلو کلونو کې د بهرنیانو او د یوې خاصې پرديپالې او تش په نوم مقاومتي ډلې په واسطه او د ملي مشروعیت پرته په ملت باندې تپل شوي وو. خو له بده مرغه همدغه کرزی او معلم غني دواړو د مقاومت ډلو ته په رسمي ډول مشروعیت ورکړو او په حکومت کې...
نور ولوله

نړیوال او ګاونډي هیوادونو یو ځل بیا په اقلیتونو پانګونه پیل کړې

له بده مرغه په افغانستان کې نړیوال او ګاونډي هیوادونو ټول په یو قوت د اقلیتونو په ځنګ کې ولاړ و. په داسې حال چې دوی ټولو په ګډه د هیواد د اکثریتو افغانانو پر ضد جګړه جاري ساتلې وه چې دا یوه لويه تیروتنه وه چې اقلیت ئې په اکثریت د جګړې له لارې حاکم او مسلط کړي و. متاسفانه چې دا د پخوانیو اشغالګرانو یو زوړ فارمول و چې د جګړې له لارې اقلیت به ئې په اکثریتو منل، البته د لاسپوڅو حکومتونو په درشل کې ملت به په مؤقتي شکل ګيروګان ساتل کیدو. اما په دې اوسني عصر کې سره د ټولو امکاناتو، مصارفو، تکتیکونو او فارمولونو بیا هم نړیوال په افغانستان کې کومې نتیجې ته ونه رسیدل له پردیپالو کرایي شویو اشخاصو سره یو ځای په تيښته بريالي شول. په دې هیواد کې نه دې څوک لابي او پانګونه کوي چې ګواکې په افغانستان کې ب...
نور ولوله

له جګړې پرته نړیوال په افغانستان کې باید سیاسي اقتصادي او انکشافي مسایلو باندې غور وکړي

په افغانستان کې د نړیوالو دښمني او غیر سالم رقابتونه باید په دوستۍ بدل شي. د جګړې او د دښمنۍ ښه بدیل دوستي او اقتصادي پرمختګ دی، فکر نه کوم چې له دې بله ښه لاره پیدا کړي. حتی د وخت تقاضا همدا ايجابوي چې له جګړې پرته نړیوال په افغانستان کې باید سیاسي اقتصادي او انکشافي مسایلو باندې غور وکړي. افغانان هم د نړۍ یوه مهمه برخه دي د نورو په څیر د دې مستحق دي چې پرته له جکړو نه د خپلې خوښې خپلواکه او ازاد ژوند ولري څو له نړیوالو سره په سیاسي او اقتصادي اجتماعي بشري او انساني برخو کې سالمه سیالي او پانګونه وکړي. افغانان نه جنګ غوښتونکي دي او نه چا ته د دې حق ورکوي چې افغانستان د نړیوالو رقابتونو او د جنګ میدان واوسي. نړیوالو ته د ا...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک