ولې افغانان په سياسي ډگر کې بايلونکي دي
افغانان هر وخت د خپل هیواد د ازادۍ او خپلواکۍ د تحقق په خاطر د اشغال په مقابل کې ښه په میړانه جنګيدلي، د دوی د قربانیو له برکته یرغلګر له ماتې سره مخ شوي.
اما بعضې افغانان بیا په دې باور او عقیده دي چې دوښمن مونږ ته په سیاسي ډګر کې ماتې را کړې، له بده مرغه هر وخت مو سیاسي لوبی بایللې! ولې او لامل يې څه دی؟
غواړم په دې اړه یو څه مهم او مختصر وضاحت او عرائض درسره شریک کړم. لومړی امریکا او ناټو د راتګ او بیرته د وتلو لپاره خپل ځانګړي پلانونه او ستراتيژۍ لري، لکه څنګه چې هر څه مو په خپلو سترګو ولیدل.
افغانستان ته غربي یرغلګر داسې په پټو سترګو او بې پلانه نه دي راغلي، پنځوس کاله پخوا د افغانستان د اشغالولو په ارمان و، د دې لپاره يې ډیرې هلې ځلې کړي څو خپل هدف ته ورسیږي، مګر متاسفانه شل کاله کیږي چې په افغانستان کې يې نظامي شتون عملاً وساته.
مونږ له بریا نه وروسته ولې په سیاسي ډګر کې له ماتې سره مخ کیږو؟
علت يې ښکاره دی، غربي استعمار په افغانستان کې د نظامي قوت تر څنګ په سیاسي، اجتماعي، مذهبي، فرهنګي، سمتي، ژبني، او اقتصادي برخو کې مستقیم او غیری مستقیم لویه پانګونه کړې او تر اوسه پورې دوام لري، په هیواد کې ډیر ژور لاسونه لري. څو زمونږ افغانان په څو برخو تقسیم کړي.
هغه افغانان چې د خپل دین او ملت د ازادۍ لپاره جنګیږي، نه غواړي چې دلته بهرنیان په هیواد کې حاکم واوسي. هغوی پرته له جګړې نه بل هیڅه ته لاسرسې نه لري له هر څه نه محروم پاتې شوي، یوازې په دوی باندې جګړه تپل شوې، تر هغه يې وژني ترڅو چې تسلیم شوي نه وي. حتی په سیاسي او اجتماعي فرهنګي ډګر کې د مبارزې لپاره حق او فرصت نه ورکول کیږي، که احیاناً د سولهایز حرکتونو هڅه هم وکړي یا يې تروروي او یا يې په زندان کې محکوموي.
دوهمه ډله؛
استعمار په هیواد کې د سیاست او لاسپوڅو حکومتونو لپاره داسې پرديپاله نامعلوم روزل شوي اشخاص انتخابوي چې هغوې ته د هیواد ملي او اسلامي ارزښتونه هیڅ اهميت نه لري، پرته د خپلو بادارانو له امر بل د هیڅ څه واک نه لري. اشغالګرانو په افغانستان کې د سیاست لپاره همداسې اشخاص منتخب کړي.
کله چې دوښمن په جنګ کې له شکست سره مخ شي بیا نو د خپلو سیاسي لاسپوڅو غلامانو په واسطه افغانان په سیاسي لوبه کې ښکیل کړي، د دوی له لاسه ملت له لوی تاریخي بحران سره مخ شي. له بده مرغه هر څه له لاسه ورکړو. د بلواکي او بې واکۍ یو علت همدا دی چې دغه ياد شوي خلک د خپل ملت پر ضد اشغال ته خدمت کوي.
غربي اشغال چې کله افغانستان ته راغلی له ځان سره يې بلا ډیر څه راوړي، د بعضو افغانانو اذهان يې دومره مغشوش کړي چې هیڅ د تور او سپین توپیر نه شي کولای. په هیواد کې د یرغل ښکار شوي ړانده کاڼه به څنګه له حقایقو خبر شي. په داسې حال کې چې د غربي ډیموکراسې لاندې ليبرل، ډیموکرات، سیکولارانو چټل سیاستونه او د دوی غلطو پالیسیو له لاسه د افغانستان مسلمان ملت په اور کې سوزي. له بده مرغه غربي استعمار په شلو کلونو کې خورا زیات فعالیت کړی شاید دغه استعمار شل کاله نور هم دربر ونیسي.
غربیان په خپله وایی چې مونږ یوې بلې شل کلنې جګړې لپاره تیاری او پلان لرو. نو مطلب د دې جګړې لپاره خپل روزل شوي سیاسي پرکټیان لري.
د افغانستان سیاست د اشغالګرانو پرديپالو پرکټیانو په لاس کې دي ځکه افغانان په سیاسي ډګر کې له ماتې سره مخ کيږي.
په افغانستان کی د یرغل شاوخوا شل کاله وروسته د امریکايي ځواکونو په هیواد کې خپل تر ټولو لوی هوایی ډګر خالي کړ، د پنټاګون په وینا د اګست تر پایه به ټول خپل ځواکونه له افغانستان نه په بشپړ ډول وباسي.
له نیکه مرغه ټولو افغانانو ته د خوشحالۍ او د ویاړ خبره ده.
الله تعالی دې اوس ټولو افغانانو ته د دې توفیق نصیب کړي چې په خپلو کې متحد شي، څو په ګډه یو خپلواکه اسلامي نظام باندې توافق وکړي.
