No-IMG

هر چا چې ظلم او غدر کړی الله تعالی هغه اشخاص له زوال سره مخ کړي

الله تعالی هر قوم او مشر ته د ولایت، رسالت، او قدرت لپاره یو ځانګړی فرصت  او ماموریت ورکړی وي

الله تعالی هر قوم، شخص، او مشر ته د ولایت، رسالت، او قدرت لپاره یو ځانګړی فرصت  او ماموریت ورکړی وي. د دی لپاره چې ټول قومونه په یو صف کې د وروڼو په څیر راټول کړي او هر چا ته په مساوي شکل حق او مسؤلیت ورپه غاړه کړي.

خو له بده مرغه بدبخته، غافله، او خودغرضه قومونو اشخاص او مشران هغه څوک دي چې د الله تعالی په پېرزوېنې او د احسان په ارزښت پوه نه شي او د دې ظرفیت توانايي ونه لري چې د خپل موجوده فرصتونو، مسؤلیتونو او له قدرت نه  په سمه توګه کار واخلي، بلکې داسې طلائي فرصتونه  يې ضایع کړي چې د هیچا په درد ونه خوړل شول.

الله تعالی بیا داسې بدبخت قومونه، اشخاص او مشران له سخت بد برخلیک او زوال سره مخ کوي.!

د افغانستان په شل کلنې جګړه کې هغه اقلیتونه چې په قدرت کې و، الله تعالی یو لوی تاریخي او طلائي فرصت يې په لاس ورکړو. هر څه د دوی په واک کې و. دوی کولای شول چې ټول افغانان وروڼه په خپلو کې متحد کړي  او ټول افغانان يې په ځان راټول کړي وای، هر افغان ته په اساس د قانون او په  مساوي شکل حق او مسؤلیت سپارلی وای. نن به ټولو افغانانو د دوی په لوی ابتکار باندې ویاړ کاوه او تاریح به د دوی ستاینه کوله.

مګر متاسفانه اقلیتونو په خپلو افغانانو وروڼو هیڅ رحم ونه کړو بلکې د پردېو په صف کې د خپلو وروڼو، خویندو او ماشومانو پر ضد استعمال شول تر اوسه پورې له خپلو بدو کړنو عبرت نه اخلي. بادارانو به چې څه امر کاوه هماغسې د امر اطاعت به یې کاوه؛ بالاخره د دوی په لاس یو مليون افغانان ووژل شول او درګرده وژل کیږي. حق او تاریخي محاکمه به د دوی په اړه قضاوت کوي. هر چا چې ظلم خیانت او غدر کړی اوسي الله تعالی هغه قومونه، اشخاص او مشران له تاریخي تور برخلیک او زوال سره مخ کړي.

مونږ د رسالت، ولایت، فرصت،  او مسؤلیت په ارزښت باید دقیق ځانونه پوه کړو کني د زوال او ذلالت لړۍ به د یو قوم نه بل قوم ته انتقالیږي. نو بناً د طالبانو مشرانو نه مو هیله دا ده چې د تیر شوو ترخو تجربو نه عبرت واخلي، په ټولو افغانان رحم او مهرباني وکړي، جنګ او ناامنیو ته د مذاکراتو په فضا کې د حل لار پیدا کړي، د تیر په څیر نور فرصتونه ضائع نه کړي، د جنګ له لارې حکومت کول نا ممکنه دی، څو مونږ یو افغان شموله اسلامي نظام ولرو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک