غربيانو ته د افغانستان ګاونډي هیوادونه تر هر څه مهم او ډیر ارزښت لري
غربيانو ته د افغانستان ګاونډي هیوادونه تر هر څه مهم او ډیر ارزښت لري. دا ځکه چې د افغانستان په اشغال کې ټول ګاونډي هیوادونه د دوی په چوپړ کې همکار او ملګري و. حتی د دوی ځمکې، هوا، او اوبه هر څه د امریکا او ناټو په خدمت کې و.
نو بناً داسې معالومیږي چې نړیوالو په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې ماموریت د منطقې ګاونډي هیوادونو ته په ميراث کې پريښود. څو ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې خپل سیاسي نظامي او اقتصادي رقابتونه وازموي. حال دا چې ګاونډي هیوادونه هم نه غواړي چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو په خوښه یو باثباته مستحکم او خپلواکه اسلامي نظام جوړ شي. په دې معنا چې دوی له افغانانو د یووالي او قوت څخه ویره او د ګواښ احساس کوي. یوازينی علت يې همدا دی چې د افغانانو په داخلي خارجي سیاسي مسایلو کې خورا لاس وهنه او مداخله کوي.
مونږ افغانان په دې حساسو جنګي شرایطو کې د ټولو افغانانو په رضایت او مصلحت باید کوشش وکړو چې د سولې او مذاکراتو له لارې خپل ملي او اسلامي عزت او استقلالیت حفظ کړو دا د هر افغان مسؤلیت او وجیبه دی.
