امريکايان غواړي چې د هوايي ډگر ډرامه تر يو وخت پورې دوام ولري
ممکن جو بایډن له امارت اسلامي نه د اګسټ ۳۱م نيټې وروسته هم د وخت د تمدیدولو غوښتنه وکړي. څو له افغانستان نه سرتیري او خپل حامیان متحدین په بشپړ ډول وباسي.
له بده مرغه په هوايي ډګر کې د افغانانو اوسنی وضعیت خورا ډیر دردونکی دی.
زما په اند کابل هوايي ډګر کې د خلکو ګڼه ګوڼه راته تصادفي عمل نه ښکاري قصداً غواړي چې دغه ډرامه تر یو وخت پورې دوام ولري.
څو هوايي ډګر په مؤقتي شکل خپل واک او کنترول کې ولري.
دغه وضعیت چې څومره دوام کوي هومره نړیوالو ته د رقابتونو او د لاس وهنې موقع مساعد کیږي او په داخل کې به ورځ تر بلې سیاسي او اقتصادي مشکلات نور هم زیات شي.
د کابل هوايي ډګر او د پنچشير موضوغ زر تر زره باید حل شي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
