ايا په رښتيا غربي نړۍ د افغانستان د ښځو او اقليتونو د حق خوندي کولو په غم کي دي!
د غربي نړۍ په هر ځای کې د افغانستان په رابطه دوه ډیر مهم شعارونه زمزمه کیږي.
لومړی د ښځو او انجونو د حقونو غوښتنه کيږي.
دوهم؛ د اقلیتونو د حق خوندي کولو په غم کی دي.
د ښځو حقوق او دموکراسي دا هغه وسایل دي چې سیاسي نظامي او اقتصادي قوتونه ترې استفاده کوي.
په دې شلو کلونو کې نه د ښځو حقوقو ته پاملرنه شوې، او نه تر اوسه پورې اکثریت په اقتدار کې دي چې دا ډول مشکلاتو باندې غور وکړي. بلکې په دې شلو کلونو کې هم د ښځو په حق کې ظلم او بې انصافي کیږي، او نه چا ورته بنیادي کارونه کړي.
مګر متاسفانه په دې شلو کلونو کې درګرده د اکثریتو حق يې هم د اقلیتونو په نامه وخوړ خو بیا هم وایي چې د اقلیتونو حق پیمال نه شي؟ تر اوسه پورې اقلیتونه په اقتدار کې دي.
خو له بده مرغه په جګړه کې یوازې د افغانستان غوڅ اکثریت د هر څه نه محروم پاتې شوي. شاید په سوله کې هر څوک خپل حق په مساوي شکل وپیژني.
