ممتاز جهانگير

No-IMG

ممتاز جهانگير

د ممتاز جهانگير لیکنی

شیخ محمد الغزالي وپېژنئ! - لومړۍ برخه

  شیخ محمد الغزالي رحمه الله حقپال خطیب او زړه ور لیکوال وو؛ د ځوانۍ له پیل څخه د اخوان المسلمین د قافلې غړی وو؛ د دې عظیمي قافلې (اخوان المسلمون) په اړه زموږ په هېواد کي مختلفي رأیي موجودي دي؛ د دې دوه اساسي عوامل دي؛ لومړی لامل ئې دلته په دې نوم د بدنامو او حریصو شخصیتونو شتون دئ؛ دوی یقیناً اسلام ته هم وفادار پاته نسول نو د اخوان نظریه خو تر اسلام وروسته ده؛ د هغې سره به ئې څنگه وفاء کوله؟ دوهم لامل ئې د خلیج د مسائلو په تړاؤ زموږ د خلکو بې خبري ده؛ زموږ په ولس کي د اسلامي انقلاب له یو څو محدودو مشرانو پرته نور ډېری نوم ورکي دي؛ چي ښه مثال ئې مرحوم محمد الغزالي (۲۲-سپټمبر-۱۹۱۷ / ۹-مارچ-۱۹۹۶ع) دئ. دلته یو اړین وضاحت کوم: زه هېواد ته د بهرنۍ نظریې راوړلو سخت مخالف یم؛ هغه که مذهبي هڅي وې او یا ه...
نور ولوله

‏ایران او افغان کډوال: د استخباراتي شطرنج د پټې جګړې احتمالي سناریو.!

‏ایران او افغان کډوال: د استخباراتي شطرنج د پټې جګړې احتمالي سناریو.! ‏ د ایران او اسرائیلو وروستۍ جګړې دا ثابته کړه چې ایران د اسلامي نړۍ په کچه یو ځواکمن نظامي او استخباراتي هېواد دی. داسې ښکارېده چې اسرائیلو او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو دا اټکل کړی و چې ګواکې ایران به ژر له سقوط سره مخ شي؛ خو ایران نه یوازې سقوط ونه کړ، بلکې پر اسرائیلو یې داسې ګوزارونه وکړل چې هغوی یې له جدي اندېښنو سره مخ کړل. ‏اوس داسې ښکاري چې اسرائیل او لوېدیځ هېوادونه خپل تاکتیک بدلوي او هڅه کوي د ایران دننه د رژیم بدلون ته زمینه برابره کړي. دا احتمال شته چې د ایران د اسلامي نظام دننه ځینې سیاسي او نظامي ډلې وي چې له موجوده «ملایي رژیم» سره ژور سیاسي او مذهبي اختلافات لري، او په خپلو قومونو او سیمو ...
نور ولوله

منځني ختیځ کې د ایران ځانګړی اهمیت

‏لکه څنګه چې اسرائیل د امریکا او اروپا لپاره یو ستراتیژیک ملګری، ارزښتناک متحد او د سیمې یو کلیدي ځواک بلل کېږي، همداراز ایران سره له دې چې د غرب مخالف محور ګڼل کېږي، خو په منځني ختیځ کې ځانګړی اهمیت لري. ایران نه یوازې تاریخي او ژور تمدني ارزښت لري، بلکې د خپل مهم موقعیت، د طبیعي منابعو (په ځانګړې توګه نفت او ګاز)، او پراخ سیمه‌ ییز نفوس له امله د لویدیځ د ستراتیژیکو محاسبو یوه نه‌ جلا کېدونکې برخه جوړوي. ‏په همدې تړاو، دا مهال د امریکا د حکومت هڅې پر دې متمرکزې دي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ روانه شخړه له پراخېدو او له کنټرول څخه د وتلو مخه ونیسي. سپینه ماڼۍ کوښښ کوي چې دواړه خواوې اوربند ته چمتو کړي، څو د جګړې لمن د منځني ختیځ نورو برخو ته ونه غځېږي، او نړیوال امنیت له جدي ګواښ سره مخ نه ش...
نور ولوله

‏‎ډونالډ ټرمپ او د سپینې ماڼۍ د تحقیر ډیپلوماسي.!

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د نړۍ له هغو مشرانو سره چې سپینې ماڼۍ ته یې رسمي بلنه ورکوله، زیاتره وخت له توهین‌آمېز، تحقیرونکي او غیر‌دیپلوماټیک چلند څخه کار اخیسته. دغه چلند، په ځانګړي ډول د رسمي مطبوعاتي کنفرانسونو پر مهال، د رسنیو پر وړاندې ډېر ښکاره او قصدي بڼه درلود. ‏‎کله به چې د بل هېواد ولسمشر، صدراعظم یا مشر د سپینې ماڼۍ مېلمه و، ټرمپ به له ټولو دیپلوماټیکو معیارونو څخه په تېري، تمسخر، توهین‌آمېزو جملو یا بې‌احترامي څرګندونو سره هغوی ته مخامخ کیده. د هغه بدن ‌ژبه، اشارې، او د خبرو طرز اکثره وخت له نړیوالو عرفونو سره په ټکر کې و، او له یو کوربه مشر سره هېڅ همغږي نه درلوده. هغه مشران چې د خپل هېواد ملي دریځ یې له لاسه ورکړی و، یا یې ځانونه د امریکا تر سیوري لا...
نور ولوله

‏‎ډونالډ ټرمپ او د سپینې ماڼۍ د تحقیر ډیپلوماسي.!

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د نړۍ له هغو مشرانو سره چې سپینې ماڼۍ ته یې رسمي بلنه ورکوله، زیاتره وخت له توهین‌آمېز، تحقیرونکي او غیر‌دیپلوماټیک چلند څخه کار اخیسته. دغه چلند، په ځانګړي ډول د رسمي مطبوعاتي کنفرانسونو پر مهال، د رسنیو پر وړاندې ډېر ښکاره او قصدي بڼه درلود. ‏‎کله به چې د بل هېواد ولسمشر، صدراعظم یا مشر د سپینې ماڼۍ مېلمه و، ټرمپ به له ټولو دیپلوماټیکو معیارونو څخه په تېري، تمسخر، توهین‌آمېزو جملو یا بې‌احترامي څرګندونو سره هغوی ته مخامخ کیده. د هغه بدن ‌ژبه، اشارې، او د خبرو طرز اکثره وخت له نړیوالو عرفونو سره په ټکر کې و، او له یو کوربه مشر سره هېڅ همغږي نه درلوده. هغه مشران چې د خپل هېواد ملي دریځ یې له لاسه ورکړی و، یا یې ځانونه د امریکا تر سیوري لا...
نور ولوله

اکثره عرب واکمنان د بهرني قوتونو په ملاتړ واک ته رسېدلي دي

عجیبه خو لا دا ده چې د عربو ملتونه تر اوسه د خپلو پردي‌پالو، لاسپوڅو واکمنانو اصلي څېره او د دوی کړنې نه دي  پېژندلې. هغوی لا هم له دغو حاکمانو داسې تمې لري، چې نه یوازې له واقعیتونو لرې دي، بلکې د دوی د ویرجن تاریخي حالت انعکاس کوي. ‏اکثره عرب واکمنان د بهرني قوتونو په ملاتړ واک ته رسېدلي دي. یا یې کودتاوې کړي، یا یې په ټاکنو کې درغلي کړې، یا یې د دین، قبیلې او ملي هویت په نوم ولسونه غولولي. خو ملتونه بیا، د تاریخي ماتې، اقتصادي سقوط او فرهنګي نشتوالي له امله، لا هم د بیدارۍ له هغه پړاو نه دي تېر شوي چې خپل حقیقي دښمن وپېژني. ‏له بده مرغه مصر نه تر سعودي، له اردن تر تونس، ملتونه یا په چپتیا کې دي، یا د درواغجنو هیلو تر بوج لاندې د غلامۍ ژوند کوي. د واکمنو پر وړاندې د ملتونو بنسټیز س...
نور ولوله

شیطاني رسنۍ او د دوی فکري اربابان دا توان لري چې د افغاني ټولنې روحیه له منځه یوسي

فکري یرغل تر اوسه په افغاني ټولنه کې د مغرضو شيطاني رسنیو، کرايي ژورنالېستانو، او پردي‌پالو لیکوالانو له لارې په مستقیم او هدفمند ډول پرمخ وړل کېږي. ‏متأسفانه افغانان په دې وروستیو کې له داسې شيطاني رسنیو، ژورنالېستانو او پردي پالو درباري لیکوالو سره مخ دي چې نه د ملي ګټو استازیتوب کوي، نه د حقیقي څېړنې ظرفیت لري، او نه هم د ملت د یووالي لپاره کوم مثبت پیغام لري. دا هغه کسان دي چې یا د پردیو له خوا تمویلېږي، یا هم له داخلي عقدو او سیاسي تمایلاتو سره د ملت پر وړاندې دښمني پالي. د دوی هڅه دا ده چې یوه ملي، سیاسي یا ټولنیزه موضوع راواخلي او بیا یې د خپلو تحلیلونو او جعلي تعبیرونو له لارې زهرجن منفي انعکاس ورکړي. ‏د دوی تر ټولو خطرناک کار دا دی چې...
نور ولوله

فضل فضلي د فاسد، ناکام او خاین جمهوریت استازی!

‏فضل محمود فضلي، چې د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د چارو ادارې رئيس و، د یوه فاسد، ناکام، تعصب ‌محوره او د خاین رژیم فعاله څېره وه. هغه رژیم چې ملت‌ یې بې‌ باوره کړ، دولت‌ یې پر پردیو تکیه درلوده، او نظام‌ یې د څو داخلي مافیايي حلقو له لوري یرغمل شوی و. ‏همدغه فضلي، چې نن له عقدو او وېرې څخه ډکې بې‌ اساسه ادعاوې مطرح کوي، پخپله د هماغه رژیم مخکښ شریک و. د هغه رژیم چې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي بنسټونه یې ړنګ کړل، او د یوه ولس تمه یې له تاریخي بحران بدله کړه. ‏دا یوازې زموږ خبره نه ده، بلکې د هغه وخت د جمهور رئیس اشرف غني خپله صریحه اعتراف هم و. غني په یوه څرګند اعتراف کې وویل: ...
نور ولوله

حزب اسلامي او حکمتیار صیب د اشغالګرو او پردي پالو اجیرانو او غلامانو لپاره سیاسي او فکري «اټمي بم » په څیر یو تاریخي ځواک دی.!

  حزب اسلامي او حکمتیار صیب د اشغالګرو او پردي پالو اجیرانو او غلامانو لپاره سیاسي او فکري «اټمي بم » په څیر یو تاریخي ځواک دی.! ‏حقیقت دا دی چې حزب اسلامي او د هغه زعیم انجنیر «حکمتیار صیب» نه یوازې د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې یو تاریخي، فکري، سیاسي او نظامي سنګر پاتې شوی، بلکې د هغو لاسپوڅو پردي پالو رژیمونو او مزدور حکومتونو پر وړاندې هم د “اټمي بم” حیثیت لري. هغه حکومتونه چې د پردیو د اجنډاوو له مخې یې هڅه کوله چې د افغانستان سیاسي واک، فرهنګي ملي هویت، اسلامي ارزښتونه او ملي وحدت له منځه یوسي. ‏حکمتیار صیب د مبارزې، سولې، فکري استقلال او سیاسي بصیرت په ډګر کې داسې اصولي او ملت‌ محوره دریځ...
نور ولوله

ملي خاینان، داخلي جاسوسان، او د امت دښمنان له محاسبې او سزا څخه خوندي پاتې شوي دي

یو شمېر نړیوال دا خبره ډیره په زغرده کوي چې ګواکې ځینې مسلمانان ډېر په اسانه د پردیو د ګټو لپاره استعمالېږي، او ډېر وخت خپل دین، وجدان، عزت او وطن په کمه بیه خرڅوي. ‏خو د تاریخ ترخه تجربه دا ښيي چې بالاخره همدا پلورل شوي خلک، یا د خپلو بادارانو له‌خوا وژل کېږي، او یا د خپلو محکمو مخې ته د “مجرم” په نوم راکاږي.! ‏خبره مې دا کوله چې زموږ یو شمېر وروڼه تل دا پوښتنه راپورته کوي: چې ګواکې ولې په اسلامي هېوادونو کې خاینان، جنایتکاران، او د امت دښمنان نه محاکمه کېږي؟ ولې په ټولنیزو او ملي قضایاوو کې شفاف، عادلانه او مسوي عدالت نه تأمینېږي؟ ‏د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده، خو دردناک دی: متأسفانه زموږ په ډېری اسلامي هېوادونو کې نه ...
نور ولوله

د داود جنبش مغرضانه څرګندونې هېڅ ملي او سیاسي ارزښت نه لري!

‏د داود جنبش له خوا دا ډول څرګندونې چې ګواکې «حکمتیار د پاکستان غم اخیستی» یا «د افغانستان پر راتلونکي ژاړي» ‏دا څرګندونې له هر ډول علمي تحلیل او منطقي ارزونې بې‌برخې دي، او یوازې د یوې مغرضانه سیاسي اجنډا او زهرجن تبلیغاتي هڅې برخه ده، چې موخه یې د ملت ذهنونه مغشوشول دي. ‏حقیقت دا دی چې حکمتیار صیب د پاکستان د برخلیک لپاره اندېښمن نه دی، بلکې د افغانستان د راتلونکي، او د اسلامي امت د یووالي او ملي بقا لپاره خبرداری ورکوي. ‏په خپله وروستۍ وینا کې هغه په صراحت وویل: ‏«د پاکستان تجزیه به د سیمې د نقشي بدلون، او بیا د افغانستان د تجزیې مقد...
نور ولوله

حکمتيار د مسلمان امت لپاره د مشترک ستراتېژیک دریځ ارزښت او اسلامي لیدلوری.!

‏د حزب اسلامي محترم مشر، انجنیر حکمتیار صیب، د هند او پاکستان ترمنځ اوږدې شخړې، او په ځانګړې توګه د هند د سیاستونو او سیمه‌ییز نقش په اړه یو دقیق،  او ستراتېژیک تحلیل وړاندې کړی دی. دا یوازې یو سیاسي دریځ نه، بلکې د اسلامي شعور، د مسلمان ملت‌ پالنې، او د یو واحد امت د ژغورنې یو ژور پیغام دی. ‏دغه دریځ هغه واقعیتونه رابرسېره کوي چې زیاتره وخت د ژبنیو، قومي یا سیمه‌ییزو سیاسي تعصبونو، شخصي دښمنیو او محدودو لیدلورو له امله له خلکو پټ پاتې شوي دي. او بل «ح ک م تیار صیب » له عاطفي احساساتو پرته د اسلامي او سیاسي اصولو، تحلیل، ژمنتیا او ستر لیدلوري په رڼا کې د اسلامي امت د دفاع خبره کوي. ‏حقیقت دا دی چې «ح ک م تی...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک