د افغانستان سیاست پوه او مسلکي مشران د هیواد ملي مسایلو په رابطه تصمیم ونیسي
که چیرې سیاسي مشران وغواړو حقایق او واقعیتونه درک کړي او په صادقانه ډول ملي اسلامي مسایلو ته ژمن پاتې شي، نو ډېره اسانه ده چې د دې جګړې اصلي لامل په نښه کړي او خپل ملت له دې سیاسي او استخبارتي پردۍ جګړې نه په حکمت سره وژغوري. یوازينۍ د حل لاره همدا ده په دې شرط چې دوی وکولای شي له شخصي ګټو، فکري، مذهبي، او قومي تعصب نه صرف نظر وکړي د هیواد لومړیتوب ته ارزښت او درناوی وکړي.
دا په هغه صورت کې ممکنه ده چې کله د افغانستان سیاست پوه او مسلکي مشران د هیواد ملي مسایلو په رابطه تصمیم نیسي، لومړی دوی ټول د باکس نه بهر باید فکر وکړي. څو ټول حقایق په خپلو سترګو وګوري چې مونږ د څه لپاره په باکس کې له یو بل سره په جنګ کی ښکیل یو. باکس نه بهر دوی تور او سپین هر څه کتلی شي. شاید دوی ټول ډیر په اسانۍ سره د ملت په خوښه نهائي پرېکړه وکړي.
بريا او کامیابي په هغه وخت کې امکان لري چې کله مونږ په مهمو او ملي مسایلو کې له باکس نه بهر فکر وکړو. او ډیر په اسانۍ او صادقانه ډول خپل لیدلوری وټاکو . په اساس د پراخه فکر او لیدلورې کولای شوو چې د ټول ملت او هیواد په نفع تصمیم ونيسوو.
