No-IMG

افغانان په پردي سیاست او پردۍ جګړې کې خورا سخت ښکیل دي

له بده مرغه د هیواد په هر برخه کې دوه شعارونه زمزمه او په غوږونو اوریدل کیږي. یو د جنګ شعار دی، او بل د سولې نمایشي شعارونه دي چې یوازې افغانان پرې خپل ځانونه غولوي. ولسونو ته په یو شکل جنګي انګیزه او روحیه ورکوي چې هله مونږ له یو بل هیواد سره په جنګ کې یوو!

په داسې حال کې چې نه د سولې لپاره ځانګړي پلانونه او طرحه په کار اچوي، او نه د دې جګړې توان او روحیه په خلکو کې پاتې ده چې د دوی اقتدار او سرمایو ساتلو په خاطر قربانې ورکړي، او نه داسې جګړو ته کوم اسلامي مشروعیت او توجیه لرو.

متاسفانه په دې جګړه کې یوازې بيګناه افغانان وژل کیږي.

د افغانستان غوڅ اکثریت وګړي په وینو کې لت پت د سولې په انتظار دي او سمدلاسه سوله غواړي.

ولسونه د یوې بلې شل کلنې جګړې توان او حوصله نه لري په خپلو ولسونو باندې نور رحم په کار دی، ترڅو چې مونږ په خپله په یو بل باندې ترحم او شفقت ونه کړو. پردي د دې لپاره نه دي راغلي چې هغوې به حتماً افغانانو ته سوله تأمینوي. هغوی د یو خاص هدف لپاره ګمارل شوي و، پرته له جنګ نه نور د څه صلاحیت نه لري. په خپله درته وایي چې مونږ د افغانستان جوړولو په خاطر نه و راغلي، دا ستاسو خپل مسؤلیت دی څنګه چې افغانستان جوړوئ واک مو خپل دی.

نو بناً ښه به دا وي چې د سولې په رابطه د ولسونو په ملاتړ یو باصلاحیته دریم ګړي ته د منځکړيتوب واک ورکړی شي. څو د افغانانو په خوښه یوې جامع ملي او اسلامي طرحې باندې په ګډه کار وکړي،څو دغو ناخوالو او افغان وژنې ته د حللار پیدا کړي.

وروڼو!

پرته له تعصب او شخصي عُقدو نه راځئ په خپل ځان او په ولسونو لږ رحم وکړئ.

د حزب ا ا معزز مشر د افغانستان اوسني وضعیت په اړه او د بین الاافغاني جګړې د مهارولو او همداراز د سولې او د یو بې طرفه مؤقتي حکومت لپاره یوه معقوله افغان شموله طرحه لري حتی ټولو سیاسي زیدخلو لورو ته يې سپارلې. دا هغه طرحه دی چې ټولو افغانانو ته د يووالي او د سوکالۍ ژوند ډاډ ورکوي، شاید دغه طرحه هیواد کې د سولې او یووالي سبب شي، او په ضمن کې اوفغان وژنه به سمدلاسه متوقف شي.

د حزب ا ا معزز مشر خپل ځان او حزب لپاره هیڅ څه نه غواړي او نه د قدرت او موقف غوښتنه کړې. په دې طرحه کې د هیواد او د ملت د ژغورنې موضوع مطرح شوې. په دې طرحه کې د مؤقت حکومت د ترکیب او تشيکلاتو یواځې بې طرفو او مسلکي افغانانو څخه جوړیږي هغه افغانان چې په داخلي جنګونو او فساد  خیانت کې دخیل نه وي.

هغه څوک چې په افغانستان کې سوله امن او یووالی غواړي، لطفاً د حزب ا ا له طرحې نه ملاتړ وکړي او خپل ایماني مسؤلیت د ولس او د خپل هیواد په خاطر ادا کړي. البته ستاسو دغه ملاتړ به د حزب ا ا لپاره نه وي، او نه به د حزب ا ا مشر په خاطر وي. دا هغه څه دي چې په دې کې زمونږ او ستاسې ټولو افغانانو  ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې تضمین کوي. په بین الافغاني جګړه کې د ملت وګړي او د هیواد هر څه له لاسه ورکوو، اما په سوله او یووالی کې د هیواد ټول ارزښنونه خپلواکي ساتلای شوو  او بیرته خپل کور په خپله جوړولی شوو.

له شکه پرته حزب ا ا په افغانستان کې یو فعاله افغان شموله مسلح حزب دې. د هیواد ډیرو دوشمنانو د حزب ا ا پر ضد توطئې او دسیسې رامینځ ته کړي. نهايي کوشش يې وکړو ترڅو د طالبانو  او یا د حکومت سره په جګړه کې ښکیل کړي. د دوی پلان او هیله دا وه چې په دې جګړه کې یو لوري نه ملاتړ وکړي. د بل لوري په وړاندې وجنګیږي. دا د بې رحمو دوښمنانو شوم اهداف دي چې په بین الاافغانانو جګړې باندی پانګونه کوي. د حزب ا ا تګلاره جګړه نه ده هر وخت يې هڅه کړې چې له خپلو افغانانو سره صلح آمیز ډول سیاسي تعامل کړی. حکومت او طالبانو دواړو لورو ته په وضاحت ویلي چې جنګ د حللاره نه ده، هیڅوک د جنګ او زور له لارې حکومتونه نه شي کولای او هیڅ ګټونکی هم نه لري.

نو د دې لپاره حزب ا ا مشر ټول تمرکز په سوله او په یو نوي بې طرفه مؤقتي حکومت دی. نه غواړي چې په افغانستان کې نور کورنۍ جګړه دوام وکړي.

مونږ ټول بايد د سولې او یووالي په اړه د معقولې حللارې تعقيب خپل مسؤلیت وګڼو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک