د ممتاز جهانگير لیکنی
د قومي ملیشو جوړول بلکې د خپلمنځي نابودۍ، تباهۍ او ورور وژنې لامل کیږي
په افغانستان کې د پردیو پر مټ او وساطت د قومي ملیشو جوړول هېڅ د افغانستان او افغانانو په خیر نه دي، بلکې د خپلمنځي نابودۍ، تباهۍ او ورور وژنې لامل کیږي.
کله چې پردیپاله حکومتونه له خپلو بادارانو نهيلي شي. د هغوی حمایت له لاسه ورکړي او د جګړې په ډګر یواځې پاتې شي، بیا نو له مجبورۍ نورو ته د مرستې لاس غځوي، او د غلامۍ سر ورته خم کړي، څو د خپل ناوړه اقتدار د بقا او نامشروع سرمایې د تحفظ لپاره په هېواد کې اله ګوله او هرج مرج رامنځ ته کړي، او د خپل ناوړه اقتدار د دوام لپاره ټول ملت په ستونزو کې راګېر کړي.
روسانو عیناً ډاکتر نجیب سره همداسې چلند وکړ، او په نیمه لاره کې يې یواځې پرېښود. هغه هم د خپل نامشروع اقتدار د بقا لپاره د افغانستان په هر ولایت کې قومي ملیشې...
نور ولوله
نړیوال وایي چې د کابل حکومت په ۶ میاشتو کې له سقوط سره مخ کیږي
نړیوال وایي چې د کابل حکومت په ۶ میاشتو کې له سقوط سره مخ کیږي، د اوسني وضعیت نه داسې اټکل کولای شو، چې یا خو طالبانو ته د کابل حکومت سقوط کوي او یا نړیوال بین الاافغاني جګړه ګرمه ساتي نه غواړي چې دلته امن او سوله راشي، د افغانانو په سوله کې د نړیوالو سیاسي او نظامي ګټې نه شته.
جوبایډن له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو کلک هوډ لري او د دې اراده نه لري چې نور په افغانستان کې نظامي ځواکونه یې پاتې شي.
اوس وخت او فرصت د دې راغلی دی چې افغانان په خپلو کې څنګه کولای شي چې دغه جنګي وضعیت مهار کړي او د ټولو په خوښه یوه سالمه تګلاره غوره کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي.
...
نور ولوله
د حکومت د غلطو سیاستونو له کبله هره ورځ سلګونو تنکي ځوانان وژل کېږي
په جګړه او سیاست کې معمول دادی، هغه چې ځان په کې کټونکې احساسوي، ګمان يې دا وي، چې ګواکې د ګټونکي هره خبره به اوریدل او منل کیږي. له بده مرغه خبر نه وي چې د جګړې ترشا د نړیوالو خپل شوم اهداف او پټ رازونه وي.
بل لور ته بيا د پرديپالو، ناکامو او بې ثابته دولتونو تمرکز یوازې په خپلو بادارانو او پر هغه اشخاصو وي، چې د پردیو په لاس روزل شوي وي. د ملت، هیواد او هېوادنيو ګټو په ارزښت نه پوهیږي او یوازې د خپلو شخصي ګټو او موقف ساتلو په فکر کې وي.
فکر نه کوم چې کرزی، غني، عبدالله او یونس قانوني په ملت کې د سولې، ثبات او د ملي یووالي ښه سابقه ولري، او باوري نه يم چې د دوی په شتون کې به افغانان د يوې پايدارې سولې شاهدان واوسي.
متأسف...
نور ولوله
سوله د مظلومو افغانانو مسلم حق دی او تر ملي ارزښتونو تېرېدل لويه جفا ده
ميډیا، فعال او مخکښ ژورنالستان او استخبارات د جګړې تر ټولو مهمو او تبليغاتي وسايلو څخه شمېرل کېږي. دوی داسې روزل شوي او عيار شوي وي، چې څنګه د یو هېواد په رابطه منفي يا مثبت تبلیغاتي او رسنيز پروګرامونه په عملي ډول تطبیق کړي. د جګړې په سړو او تودو دواړو ډګرونو کې رسنۍ، ژورنالیستان او استخبارات ډېر مهم رول او کرکټر لوبوي. په خورا مهارت خپله دنده ترسره کوي او ډېری وخت د لویو قوتونو له حمایت نه برخمن وي او ساتنه يې کوي.
په ټوله نړۍ کې رسنۍ، رسنوال او وياندويان يې په خپل واک کې نه وي. د ځينو خاصو استخباراتي کړیو او شبکو په وساطت کنټرولېږي. او د همدغو خاصو کړيو په امر هغه برنامې، خبرونه، شعارونه او پیغامونه خپروي، چې د حمايوي او تمويلوونکو کړيو په ګټه او نفع راڅرخي. کوشش کوي چې ټولنيز اذهان پر...
نور ولوله
په افغانستان کې ټول ولسونه د بین الافغاني جګړې په سبب یرغمل دي
ډیر په تأسف سره باید ووایو چې افغانانو سخت طلايي فرصتونه له لاسه ورکړل، او تراوسه پورې له خپلو بدرنکو تیروتنو عبرت نه اخلي.
د حکومت د پردي سیاست او غلطو پالیسیو له امله نن په افغانستان کې ټول ولسونه له یو بل بحران او بین الافغاني جګړې په سبب یرغمل دي، او د دوی له لاسه بیګناه افغانان په اور کې سوزي.
دا هغه څه دي چی موږ تل ورسره لاس او ګریوان یو.
حاکم نظام، سیاسي جهتونه، او بې کفایته مادیت پرسته، خودغرضه، د قدرت وږي، په نوم سياسي او قومي مشران، او مدني ځوانان کې دومره فهم بصیرت جرائت او شجاعت نه شته چې په دې شرایطو کې د خپلو ولایتونو ولسوالیو به رابطه یوه معقوله د حل لار ولټوي، څو دواړه لوري خپل ځوانان د مرګ ژوبلې او ...
نور ولوله
افغانستان د نړیوالو د جنګ او د پرمختللو اسلحو د استعمال میدان جوړ شوی
متاسفانه افغانستان د نړیوالو د جنګ او د پرمختللو اسلحو د استعمال میدان جوړ شوی.
هغه ورځ د امریکا لوړپوړي چارواکي کانګریس ته وویل: مونږ د تیرې شوې شل کلنې جګړې په رابطه بحث نه کوو او نه خپل وخت ضایع کوو، غواړو چې راتلونکې شل کلنې جګړې ته خپل چمتوالی ونیسو، په داسې حال کې چې مونږ له ډیرو ننګونو سره مخ یوو.
د امریکا ولسمشر جو باېډن اداره د چین، روس، شمالي کوریا، ایران، د اوږده واټن د توغندیو په رابطه خورا ډیر د خواشينۍ او د ګواښونو احساس کړی، دوی اوس په نويو ستراتیژيو باندې بوخت دي.
له بلې خوا د امریکا دفاع وزارت پلان لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې د خپلو توغندیو دفاعي پالیسیو ، ستراتیژیو او وړتیاو ته له سره بیا کتنه پی...
نور ولوله
یو ویشل شوی قوم مسلکي او متحدو خلکو ته اړتیا لري
قومي جوړښت په نمایشي حرکتونو او خپل مینځي رقابتونه په لړ کې نا ممکنه ده چې یووالی رامینځ ته شي. بلکې په دغسې شرائطو کې ولسونه مو نور هم له ناخوالو او بدبختیو سره مخ کیږي. په قوم کې
هوښیار، پوه او مسلکي مشران په هغه څه تمرکز کوي چې قومونه سره متحد کړي، نه هغه څه چې قومونه سره وپاشي او مشران د ناخوالو لامل شي، زما په اند دا به یوازنۍ معقوله او عالي لاره وي چې مسلکي، پوه او اشخاص د قوم په جوړجاړي کې په ګډه حرکت وکړي، څو د قوم د يووالي او سوکالۍ لپاره یوه جامع طرحه جوړه کړي، داسې چې ټولو ته د منلو وړ وي.
د رهبرۍ یوه مهمه وظیفه او مسؤلیت دا دی چې خلک د یو عام مقصد په شاوخوا کې سره متحد کړي. دا هغه څه دي چې بااحساسه خواخوژي پاک مشران یې کولای شي.
د قوم...
نور ولوله
افغانان په خپلو کې له سولې پرته بل بدیل نه لري
افغانان باید تر هر چا وړاندې د سولې او یووالي د ژمنتیا او لوالتیا روحیه باور په ځان کې ولري، ولس مو د هر څه نه سولې ته اړتیا لري، په خپلو کې پرته له سولې مونږ بل بدیل نه لرو؛ که د جنګ لپاره قرباني ورکولی شو بیا ولې د سولې په خاطر قرباني ته چمتوالی نه لرو؟
که هدف مو قدرت او اقتدار وي بیا نو ستاسو ټول شعارونه کړنې ژمنې دروغ دي دا ډول کړنې له ولس سره خیانت او دوښمنۍ په معنا دي.
ډیر په تأسف سره باید ووایم چې زمونږ بعضې پردیپاله تحملي اشخاص هسې په نوم افغانان په هیواد کې له سیاسې تقابل او بدرنګو معاملو څخه نه مړیږي، هر وخت د خپلو شعارونو او په افراطي مبالغو څخه کار اخلي، د دوی غلطو پالیسیو سیاستونو له امله ولسونه د جنګ په اور کې وسوزېدل، بې احساسه او وطن پلورونکي د جنګ لمبو ته نور هم...
نور ولوله
د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ!
په نړۍ کې نوبل جايزې څوک ورکوي او څه ډول اشخاصو ته ورکول کیږي؟
په امریکا او اوروپايي هیوادونو کې د نوبل جایزو صلاحیت یوازې یهودو او عیسویان په واک کې لري،
هغه څوک د نوبل جایزو لپاره انتخابيږي چې د دوی خپل کسان وي او یا د دوی په لاس روزل شوي اوسي، ۷۵ ٪ فيصده د نوبل جایزې خپلو پروفېسرانو، ساينس، اقتصاد او مذهب پوهانو، ته ورکړي دي، د دوی په ډیموکراسۍ او حقوق بشر په مذهب کې د مسلمانانو پروفيسورانو، ډاکترانو، ساینس پوهانو، په حق کې يې دومره ظلم او بې انصافي کړې چې یو عاقل انسان ته په هیڅ قیمت د منلو وړ نه دی، په داسې حال کې چې ټاپ ترین پروفیسران، ډاکتران، او ساينټېسټان، مسلمانان دي او په نړۍ کې د نويو اختراعاتو له امله ټولې نړۍ ته يې مثبت بدلون ورکړی.
مونږ دا منو چې په اسلا...
نور ولوله
افغانان ډیر یو حساس او ویرونکي پړاو کې ښکیل دي
د افغانانو خپل مینځي سیاسي، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني شخړو او اختلاف له امله نړیوالو او ګاونډیو ته د مداخلې او لاس وهنې یو ښه فرصت په لاس ورغلی دی.
د افغانانو مشکل او بدبختي یوازې په داخل کې دا ده چې په خپل مینځ کې په جګړه مصروف یوو.
که چیرې افغانان په خپل مینځ کې په ملي مسائلو غور ونه کړي، او یا سیاسي جوړجاړي باندې توافق ونه کړي، شاید حاکم نظام د افغانانو په سرنوشت یوې لويې، بدرنګې او تاریخي معاملې ته مجبور شي،
له بده مرغه بیا به افغانانو لپاره ډیر ناوخت وي، سر به ورکوي مګر ارګ او سنګر به نه وي. د ملت هوښیار او خواخوږي سیاستوال د چوکۍ او واک لپاره خپل سر نه ورکوي، بلکې د سر او ملت لپاره څوکۍ او قدرت نه تیريږي. څو ملت او ملي ارزښتونه وژغوري...
نور ولوله
د افغانستان سوکالي امن د منطقې هيوادونو لپاره یو ښه فرصت دی
په افغانستان کې د امریکا او د ناټو شل کلنې جګړې په تناسب هیچا دومره تشویش او ویره نه درلوده او نه يې څوک په کیسه کې و، د افغانستان په جګړه کې هر چا خپل امتياز $ او شخصي ګټو په خاطر هر څه کول، خو له بدمرغه لکه څنګه چې اوس نړیوال او ګاونډي هیوادونه همدا راز داخل کې بعضې سیاسیون او د ارګ لوړپوړي چارواکي د افغانستان اوسني وضعیت په اړه تشویش لري او وایي: که چیرې سیاسي جوړجاړی رامینځ ته نه شي ممکن په افغانستان کې وضعیت نور هم کړکیجن او نظام له سقوط سره مخ شي. د ۱۹۹۰م کال د سناریو په اړه مختلف نظریات خپریږي او دغې موضوع ته له هر ځایه خورا زیاته هوا ورکول کیږي، داسې احساس کوي چی ګویا د دې جګړې نه د منطقې ټولو ګاونډي هیوادونه متضرره او بحران سره مخ کیږي.!
حقیقت دا دی چې د افغانستان په جګړه ...
نور ولوله
د بنين سیوان له خیانت او منافقت نه باید افغانان عبرت واخلي!
د الله تعالی په مرسته د افغانانو په لاس د روسانو شکست په نړۍ کې یوه تاریخي بریا وه، خو له بده مرغه ډیرو هیوادونو ته د افغانانو دغه د بریا سعادت د زغملو نه وه ویره او حراس يې دا وو چې که افغانان همداسې یو واحد متحد او قوي ملت پاتي شي، ممکن نړۍ ته او د منطقې هیوادونو ته خطر او د ازادۍ او استقلالیت لامل شي.
نړیوالو د افغانانو یووالي او دغه لوی افتخار پرضد توطيئو او دسيسو باندې لاس پورې کړو.
د حزب ا ا مشر، او د ډاکتر نجیب، تر مینځ چې کومه د سولې او نوي حکومت په اړه توافقنامه امضاء شوې وه، البته ټول جهادي مشران په کې دخيل وو، حال دا چې د ملل متحد له ادرسه بنین سیوان د دې پروسې لپاره ګمارل شوی و، حتی د امریکا، روس، او د ګاونډي هیوادونو په مصليحت یو منظم پلان ورک...
نور ولوله
