د نور احمد عايل لیکنی
بيټس کمپنۍ د نړۍ د هېډفونونو او لاسپيکرونو مشهوره او بهترينه کمپنۍ ده
بيټس کمپنۍBeats Electronics چې په نړۍ کې د غوږيو،غټو هېډفونونو او لاسپيکرونو د جوړولو يوه تر ټولو مشهوره او بهترينه کمپنۍ ده ، او په لوګو کې یې د انګرېزي b نښه هم وينئ چې هم د هېډفون شکل پکې پټ دی او هم د کمپنۍ نوم ارايه کوي. په ۲۰۰۶ زېږدي کال کې د مشهور رپ سندرغاړي اوپروډيوسرDr.Dre او Jimmy Iovine. لخوا يې بنسټ کېښودل شو، په نړۍ کې ډېر خلک ددې غوږيو د درلودلو هيله لري ، او د ډېرو سندرغاړو او( ډي جي) والو په غوږو کې به مو ليدلي وي، د بهترين ، صاف سوتره غږ، او ښه Bass درلودلو له امله او هم د ښې کوالټي له امله چې ژر نه خرابېږي ډېرې مشهورې دي، بيټس کمپنۍ په ۲۰۱۰ کې په (HTC) کمپنۍ او بيا پ...
نور ولوله
نړیوال عکاس کوین کارټر ولې ځان وواژه؟
د ملګرو ملتونو عکاس او تصویر اخیستونکی کوین کارټر په ١٩٩٣ کې سودان ته واستول شو چې د قحطۍ او وچکالۍ ځپلیو حالت عکاسي او نړیوالو ته ورسوي. په دغه کال افریقا کې د ملاریا وبا هم خپره وه او ډېر انسانان یې مړه کړي وو. کارټر یوه ورځ د "ایود" په کلي کې په تصویر اخیستلو بوخت وي چې نا ببره یې نظر پر یو خوار، ډنګر، وږي او تږي ماشوم او ماشوم ته څېرمه په یو ښکاري مارغه پریوځي. کارټر فکر کوي چې مارغه منتظر دی چې ماشوم مړ شي او هغه راشي ویې خوري. زړه یې غواړي چې ورشي او ماشوم له هغه ځایه پورته کړي، خو ورته ویل شوي وو چې په سیمه کې ملاریا خپره ده او دوی باید هېڅ انسان لمس نکړي.
هغه دغه دردناکه شېبه تصویر کړي او همدا تصویر...
نور ولوله
په نړۍ کې د ښيښې تر ټولو ستر پُل!
ددې پًل په اړه موږ په ۲۰۱۵ کال کې هغه وخت چې دا پُل پرانيستل کېده، تاسې موږ له خپلې فيسبوک پاڼې خبر کړي وئ، خو اوس چې د پُلونو خبره په هېواد کې ګرمه ده، دا هم ولولئ!
دا پُل چې تاسې یې په عکسونو کې وینئ د چين په هونان ايالت کې د Zhangjiajie دره له يو بل سره نښلولې ده او په نړۍ کې له ښيښې جوړ شوی تر ټولو اوږد پًل دی، اوږدوالی يې ۱۴۰۰ فوټه او پلن والی يې ۶ فوټه دی له ځمکې څخه ۱۸۰ متره لوړ دی، او په يوځل ۸۰۰ کسان پرې تللی، راتللی شي، د اسرايلي اينجينر Haim Dotam لخوا ډيزاين شوی دی، ۳ اشاريه ۴ ميليونه ډالر لګښت پرې راغلی،دومره محکم پُل دی چې موټر هم پرې تېرېدلی شي.
دی لا دوو مېږو ته ناست دی او شپني کا
...
نور ولوله
يوه ډېره جالبه!!!
ټامس ایډسن په نړۍ کې يو ستر مخترع او ساينس پوه تېر شوی، تر ۱۰۰۰ ډېرې اختراع ګانې یې کړې دي،چې مشهورې یې د برېښنا ګروپ (بلب)، د موټر بېټرۍ، مايکروفون، ويډيو کامره، فونوګراف او نور...دي.
يوه ورځ په کوچنيوالي کې له ښوونځي څخه کور ته راغی ؛ مور ته یې په پاکټ کې بند يو ليک ورکړ ، ورته ويې ويل دا مې ښوونکي راکړ، او ويې ویل چې يوازې مور ته دې یې ورکړه چې ويې لولي!
مور یې په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې شوې د زوی په مخ کې يادداښت ولوست :
ستاسې زوی يو نابغه دی ، زموږ دا ښوونځی ورته کوچنی دی ، يا ته خپله نور درس ور زده کړه او يا يې بل ښوونځي ته ولېږه.
کلونه...
نور ولوله
د نړۍ مهم هوايي شرکتونه چې الوتکې یې له هر اړخه بهترينې دي؟!
د سکای ټريکس نړيواله موسسه هر کال په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو هوايي شرکتونو د الوتکو خدمات اسانتياوې، کيفيت او بالاخره هر اړخ تر څېړنې لاندې نيسي او مخامخ له مساپرو څخه معلومات راټولوي چې ددې شرکتونو په الوتکو کې سفر کوي، د ۲۸۰ ايرلاينونو ۴۱ بېلابېل اړخونه له مساپرو پوښتلي دي؛ د الوتنې له څرنګوالي، د خدمتونو له کيفيت څخه نيولې حتی تر هغې څوکۍ پورې چې مساپر پرې کېني چې ايا (پسته (نرمه) ، نوې ، پاکه مجهزه ، ازاده او مسترح ده او که نه؟) نو په دې لړ کې دا ايرلاينونه د خدمتونو او کيفيت په لحاظ په نړۍ کې تر نورو مخکې شوي دي.
لومړی نمبر: قطر ايرويز Qatar Airways
دويم نمبر: سينګاپور ايرلاينز Singapore Airlines
درېيم نمبر: جاپانی شرکت...
نور ولوله
د امازونAmazon ويب پاڼې نوم د انلاين پلوراوخرڅلاو لومړۍ نمبر ويب پاڼه ده
د امازونAmazon ويب پاڼې نوم خو مو ارومرو (زموږ له فيسبوک پاڼې څخه) اورېدلی. امازون په نړۍ کې د انلاين پلوراوخرڅلاو لومړۍ نمبر ويب پاڼه ده او په دې برخه کې تر بل هرچا مخکې ده، دا ويب پاڼه چې راخلاصه کړئ، هرڅه پکې له ګېمونو، کمپيوټرونو، کامرو نيولې تر کتابونو، لوښو د ښوونځي له سامان الاتو خلاصه دا چې هرڅه پکې موندلی شئ او له ټولو ځانګړنو سره پکې د يوه توکي بيه معلومولی او بيا همدلته د ويب پاڼې له لارې یې اخيستلی شئ. امازون ستر ستر ګودامونه لري، خپل ادرس او نوم به ورکړئ ، دوی به یې ستاسې تر کوره پورې ډېر ژر در ورسوي. دوی د نړۍ په هره برخه کې زېرمتونونه لري ، ځانګړې الوتکې او ډرون هم لري که د دوی له ګودام سره نږدې وئ تاسې ته یې د ډرون له لارې در رسوي، که د ماسترکارټ او ويزا کارټ له لارې مو يو شی واخيست...
نور ولوله
يوه ډېره حيرانونکې!
ايا پوهېږئ؟! که چېرته تاسې د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۷ بجې د جاپان له پلازمېنې ټوکيو څخه د امريکا هوايي ايالت (هونولولو) ته په الوتکه کې پرواز پيل کړئ، تاسې به (هونولولو) ته له ۷ ساعته او ۴۵ دقيقې پرواز وروسته له پنجشنبې يوه ورځ مخکې يانې د چارشنبې په ماښام پر ۷ بجې او ۴۵ دقيقې ورسېږئ.
په نړۍ کې دبېلابېلو سيمو د وختونو د تفاوت له امله هونولولو له جاپان څخه په وخت کې ۱۹ ساعته فرق لري، او د ددې دواړو سيمو تر منځ الوتنه يوازې ۷ ساعته او ۴۵ دقيقې وخت نيسي چي ۱۱ ساعته او ۱۵ دقيقې تر منځ پاتې کېږي، له همدې امله ده چې تاسې به هونولولو ته دقيقا يوولس ساعته مخکې له دې چې الوتنه مو له جاپان څخه پيل کړې ورسېږئ. يانې سبا ته خو هرڅوک رسېږي تاسې به پرون ته ورسېږئ.
...
نور ولوله
ولې زياتره الوتکې سپین رنګ لري؟
کېدای شي په دې اړه مو تر اوسه سوچ نه وي کړی چې ولې الوتکې په سپین رنګ کې دي، ، خو دا چې جوړونکې کمپنۍ ولې الوتکې په سپین رنګ کې رنګوي څو علتونه لري:
لومړی دا چې سپین رنګ نور نه جذبوي او بيرته یې انعکاس کوي له همدې امله یې الوتکې ته هم سپين رنګ ورکړی دی،چې نور بيرته انعکاس کړي ، که تياره رنګ ورکړي نو بيا د الوتکې باډۍ ډېره تودوخه جذبوي، ګرمېږي او له امله یې د کېبين داخل هم ګرمېږي او د بيرته سړولو لپاره ډېرې انرژي او مصرف ته اړتيا ده چې کېبين سوړ وساتل شي.
دويم داچې په سپين رنګ باندې ليکې او خراش ډېر ژر معلومېږي او ددې لپاره چې د الوتکې باډۍ کومه صدمه نه وي ليدلې او مشکل يې وار له مخه په باډۍ کې څرګند شي، نو سپین رنګ یې ورته انتخاب کړی دی، چې درز،چاک او په پ...
نور ولوله
عجيبه دنيا ده!
کله چې يو کس چې زموږ ملګری او راباندې ګران وي ناروغ شي ، وايوو الهي امتحان دی او خدای خپل پاک بندګان په خپل امتحان ازمويي.
خو که کوم کس نه وي راباندې ګران او بد مو اېسي ناروغ شي بيا وايوو خدای پاک يې په دې دنيا هم کړوي په هغه دنيا به يې لا څه حال وي؟
او که کوم څوک زموږ دوست و او په کوم مصيبت اخته شو وايوو ښه سړی دی ، سختي او غمونه په دې بندیخانه( دنيا) کې په ښو خلکو راځي.
او چې څوک مو بد ايسي په کوم غم او مصيبت کې ګرفتار شي وايوو حال يې له دغه بدتر کړې ، ظالم و دخپل ظلم سزا په دې جهان ور رسېږي.
متوجه بايد واوسو!
د خدای قضا او قدر په هغه ډول چې زموږ خوښه ده بايد ون...
نور ولوله
تر امريکا وروسته چين هم د سپوږمۍ په ځمکه خپل لومړنی بيرغ نصب کړ
له امريکا څخه نيمه پېړۍ وروسته چين لومړنی هېواد شو چې د سپوږمۍ په ځمکه خپل لومړنی بيرغ نصب کړي، د چين بيرغ دويم بيرغ شو چې د ځمکې په سپوږمۍ باندې ورپېده.
د چين د تشيالپوهنې ملي ادارې د خپل هېواد د بيرغ هغه عکسونه خپاره کړل چې پکې ښودل کېږې چې د يوې څېړنيزې چينايي سپوږمکۍ له لارې دا بيرغ د سپوږمۍ پرځمکه نصب کړی دی او د باد د نه شتون له امله بې حرکته ولاړ دی.
لومړنی بیرغ په اپولو مېشن کې په ۱۹۶۹ زېږدي کال امريکا د سپوږمۍ پرځمکه نصب کړی و له هغه وروسته يې بيا هم ۵ ځلې نور هم خپل بيرغونه هلته نصب کړل.
په دې سربېره به چين له سپوږمۍ څخه دوه کيلو ګرامه خاوره هم د څېړلو په موخه ځمکې ته راوړي ، لومړی ځل چې د سپوږمۍ خاور...
نور ولوله
د يو ګيلن لړم زهرو قيمت ۳۹ ميليونه امريکايي ډالر دی
د ځمکې په سر تر ټولو قيمت بيه مايع د لړم زهر دي. د ځينو افغان سوداګرو لخوا د جواز له اخيستلو وروسته له روزل شويو لړمانو څخه را ټول شوي زهر امريکا ته صادر شوي دي.
د هر ګيلن لړم زهرو قيمت ۳۹ ميليونه امريکايي ډالر دی، چې د تولید په ډېرېدلو سره به د افغانستان د اقتصاد په ښه والي کې پاموړ رول ولوبوي.
د لړم له زهرو څخه د ناروغيو د علاج او بېلابېلو درملو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي.
...
نور ولوله
د نورو ژوند بايد خراب نه کړو
يو مهم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه نشئ!
ځوان له خپل ملګري وپوښتل چېرته کار کوې؟
- په پلاني ځای کې...
- څومره معاش درکوي؟
- ۷۰۰۰ افغانۍ شاوخوا
ايله اووه زره؟! په خدای که خو دا د ما دنسوارو م کېږي، لېونی يې په ۷۰۰۰ ؋ کار کوې څنګه په دې پيسو ژوندی پايېږې؟
سبا دخپل کارخانې رييس ته ورځي وايي چې زما معاش راجګ کړه، هغه يې نه ور زياتوي بالاخره له کاره اخراج کېږي. مخکې يې وظيفه لرله او يو څه معاش يې درلود خو اوس بېکاره شو او ډۍ په ډۍ ګرځي.
• يوې ښځې ماشو...
نور ولوله
