د نور احمد عايل لیکنی

يو قانون لرو چې همېشه ثابت دی!

 د هر کس فکر د هغه د چاپېريال زېږنده دی، او انسان له هرهغه چاپېريال سره چې دی‌پکې اوسي عادت کېږي. که له بدمرغو او بدو خلکو سره ناسته ولاړه کوو، سوکه سوکه د بدمرغي او د بدو چارو په اړه فکر کوو او وروسته يې په کولو او ليدلو بېخي عادي کېږو. او که له غيبتي ، د نورو په کارونو کې ګوتي وهونکو او عيب پلټونکو سره کېنو او پاڅېږو په هماغه ډول کېږو او بيا وروسته غيبت او په نورو کې کار لرل راته بيخي عادي ښکاري. که مو ملګري درواغ وايي په لومړيو کې ترې ناراحته یوو ولې وروسته له هغه هم سره هم عادت کېږو  اوچې نورو ته درواغ وايي چندان سر نه پسې ګرځوو، او که ډېر وخت لپاره له داسې کسانو سره واوسو نو موږ هم عادت ترې اخلو او داسې حالت ته رسېږو چې ان خپل ځان ته هم...
نور ولوله

موږ هم ۵۰ کاله مخکې ستاسې په ډول فکر کاوه!

د دوکتورا يو محصل د زده کړو لپاره استراليا ته له خپلې کورنۍ سره تللی و ، هلته يې خپل کوچنی زوی د استراليا په يوه ښوونځي کې داخل کړ چې د‌ پرمختللې نړۍ تعليم پرې وکړي. په اوله ورځ يې چې زوی له ښوونځي څخه راغی پلار يې پوښتنه ځينې وکړه زويه! نن مو په ښوونځي کې څه شی ولوستل؟ زوی يې وويل: نن معلمې د سګرېټ د خطرونو او ضررونو په اړه خبرې راته وکړې او ګډ بحث مو پرې وکړ، د کيسو له کتاب څخه يې يوه کيسه راته وویله او يوه کاردستي مو جوړه کړه. پلار يې ورته وويل ولې رياضي ،حساب او نور مو ونه ويل؟ زوی يې وويل: نه! دويمه ورځ يې چې بيا زوی له ښوونځي راغی پلار يې بيا هماغه پوښتنه ځينې تکرار کړه...
نور ولوله

نن به مو له الوتکو خبر کړم، له کومه شوې، څنګه پکې تغييرات راغلل، او کوم ډولونه لري؟

• د الوتکو تاريخچه او بېلابېل ډولونه! د ١٩٠٣ زېږدي کال په دسمبر کې د امريکا په اوهايو ايالت کې دوو وروڼو د دټولو مخکنيواړينو تياريو وروسته د خپل پنځولي ماشين د په هوا کولو لپاره د ١٩٠٣ زېږدي کال د دسمبرمياشتې ١٤ مه نېټه وټاکله، خو له بده مرغه د دوى د الوتنې لومړنۍ هڅه بريالۍ نه شوه ، بالاخره يې له دې هڅې درې ورځې وروسته يعنې د دسمبرپه ١٧ مه نېټه خپله يو ماشينه جوړه کړې الوتکې ته په هوا کې څلور ځلې چکر ورکړ او د تل لپاره يې د انسان ډوله الوتونکو د لړ په سرکې ځاى ونيو ، دوى له دې وروسته خپلې الوتکې ته افقي سکان ياهغه اله د الوتکې په مخه کې وراضافه کړه چې له شاه څخه مخې ته يا يې برعکس توله ساتي ، يوکال وروسته يې يو بل عمودي سکان د الوتکې په شاه کې ځاى پرځاى کړ چې ...
نور ولوله

افغانان کومو هېوادونو ته بې ويزا تللی شي؟!

د پاسپورټ اينډکس ويب پاڼه هرکال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پاسپورټونه له مختلفو اړخونو څخه څېړي  او بيا يې درجه بندي کوي. له ښه مرغه که له بده مرغه ووايم  زه يې ان له ۲۰۱۰ زېږدي کال څخه څارم او ليکل پرې کوم، تر اوسه پورې د افغانستان پاسپورټ په نړۍ بې اعتباره پاسپورت دی او سږکال بيا هم له اخري درجې (عراق) وروسته بې ارزښته او بې اعتباره پاسپورټ په توګه ولاړ دی  دا چې کوم عوامل دي چې  (د يو هېواد پاسپورټ بې اعتباره او بې ارزښته وي او ډېرو هېوادونو ته بې ويزا نشي پرې تللی ) په يوه جلا ليکنه کې پرې وغږېږو. اوس په هغو هېوادونو غږېږو  چې افغانان کولای شي  دې هېوادونو ته بې له مخکنۍ ويزا ولاړ شي. خو ياده مو وي چې دغو هېوادونو ته د ورتګ...
نور ولوله

د نويو شمېرو له مخې تقريباً 3.04 ټرېليونه شنې ونې د ځمکې پر سر موجودې دي

• د نويو شمېرو له مخې تقريباً 3.04 ټرېليونه شنې ونې د ځمکې پر سر موجودې دي، دا شمېرې د سټلايټ سپوږمکيو لخوا د عکسونو او په پرمختللو هېوادونو کې د ځمکې پرسر د ونو له شمېرو څخه تر لاسه شوې دي. • د څېړنو پر بنسټ هر يو هيکټار (تقريباً پينځه جريبه) ونې کولای شي چې ۷،۵ ټنه وړې زرې ، ګرد او غبار جذب کړي، نو د پاک چاپېريال او روغ ژوند لپاره د نيالګيو کېنول ډېر ضروري او مهم دي. •هره ونه هر کال په متوسط ډول 260 پونډه اکسيجن توليدوي ، يانې په دې مانا چې دوه پوره ونې کولای شي د يوې څلور نفره کورنۍ د يوه کال اکسيجن برابر کړي. • ...
نور ولوله

ټويټر په امريکا کې د‌ ګډوډيو د خپرولو او له وېرې د ټرمپ شخصي اکاونټ د تل لپاره وتاړه!

بالاخره ټويټر د ډونالډ ټرمپ اکاونټ چې شاوخوا ۸۹ ميليونه فالورز يې لرل بيخي وربند کړ. ټويټر ليکلي چې کېدای سي ټرمپ له دې څخه په امريکا کې د‌ګلمرجانيزم او ګډوډيو خپرولو لپاره کار واخلي. فيسبوک هم د بايډن د لوړې تر مراسمو د ټرمپ فيسبوک پانه او پروفايل وربند کړي او پوسټ نشي کولای ، يوټيوب هم د ورته اقدام د اخيستلو ويلي دي. ټويټر مخکې هم ګوتڅنډنه کړې وه چې ټرمپ په ځلونو د.دوی له اصولو سرغړونه کړې ده او د دوی زړه يې ورخوړين کړی. څو نورو سترو امريکايي ټولنيزو شبکو هم د ورته اقدام اعلان کړی. دې ته وايي ژمنې رسنۍ نه لکه طلوع، کابل نيوز، هشت صبح او نورې چې د پرديو او ګډوډيو لاسپيکرونه دي...
نور ولوله

په خوب کې له لوړه ځايه لويدل

ايا کله داسې پېښ شوي چې د خوب په لومړيو شېبو کې فکر کوئ چې له لوړه ځايه ولوېدئ (وغورځېدئ) او يا کوهي ته ورغوځار شئ او له خوبه يو ناڅاپه راپورته شئ؟! دې کار او حالت ته په علمي اصطلاح کې Hypnagogic jerk وايي او په نړۍ کې ۷۰ فيصده خلک په دې مشکل د خوب په لومړيو شېبو کې هغه وخت چې په اصطلاح پرېښاني وړی وي اخته شوي دي، په دې ډول چې د پښو او لاسو عضلې یې په ناشعوري ډول نيولې غوندې شي، او يا کېدای شي په خودبخوده ډول د بدن عضلې لکه چا چې نيولې وي او بيا د غږ، رڼا، او يوه بل خارجي محرک په وسيله تحريک شي، ځينې خلک وايي کله چې کله خوب ويني او يا د خوب پيل شي او يا يې د خوب راتللو په وخت کې حواس يو پر بله شي نو چې کله يې فکر ته ورشي چې وغورځېدم نوپه يو دم او شېبه کې يې عضلې کار...
نور ولوله

غوسه او مينه حد او پوله نه لري

يو سړی د خپل موټر د‌ پاکولو په حال کې و چې شپږ کلن کوچني زوی يې وړه تيږه راوخيسته او په موټر يې خط ليکل پيل کړل... پلار يې چې وليد دومره ورته غوسه شو چې د زوی لاس يې ونيو او څوځلې يې په همدې ګوتو بې له دې چې خپله غوسه کنترول کړي په رينچ ډېر سخت وواهه. په روغتون کې د ماشوم ګوتې د ډېرو ځبل کېدو او ټوک ټوک کېدو له لاسه پرې شوې. کله يې چې په بستر پروت زوی د پلار غمګينه څېره وليده ورته وويل پلاره! مه خپه کېږه بيرته به مې ګوتې راشنې شي!!! پلار يې بيخي عصبي شوی و هيڅ يې نشوای کولای چې څه ووایي ،موټر ته ور وګرځېد څو لغتې يې موټر وواهه. د خپل کړي عمل له امله د&z...
نور ولوله

تولستوى د روسيې د خلکو د ژوند او د دوى ترمنځ د اړيکو په انځورولو کې تکړه ليکوال

کېدای شي په لومړيو کې دا فکر وکړئ چې په عکس کې ښکارېدونکی بوډا سړی به يو بې کوره او بې اوره ، سوالګر او دروېزګر وي ، خو دا سړی د نړۍ د ټول وخت يو تکړه او د لومړۍ درجې ليکوال لئو تولستوی دی چې په خپل وخت کې د روسيې يو شتمن سړی و، نوموړي ډېر ساده ژوند کړی او خپلې ځمکې او شته یې خپلو کارګرانو ته وربښلي وو. مشهور اثار یې پښتو ته استاد لطيف بهاند ژباړلي چې جګړه او سوله او اناکارينينا دي. نور هم ډېر اثار لري. عکس: ۱۸۸۶ زېږدي کال تولستوی له ماسکو څخه د سفر پرمهال. لاندې يې لنډ ژوند ليک دی چې لس کاله پخوا مې په ۲۰۰۷ زېږدي کې ليکلی و، او اوس مې کمپيوټرکې راپيدا کړ. وتلى او مشهور روسى ليکوال لئونيکولا...
نور ولوله

يوه جالبه!؛ که په نړۍ کې يوازې سل کسان اوسېدل؟!!

نن سبا د نړۍ د وګړو شمېر څه باندې اووه زره ميليونه کسان تشکيلوي، د نړۍ د نفوسو داسې په تېزي سره ډېرېدل د ځمکې د کرې او د نړۍ د هېوادونو لپاره په يوه ستره معضله بدلېدونکې چاره ده. په دې سره ځينې هېوادونه هڅه کوي چې د خپلو وګړو نفوس کنترول کړي. د بيزنيس اينسايډر په نامه مشهورې مجلې داڅېړنه کړې چې که د ټولې نړۍ د اوسني نفوس پرځای يوازې سل کسان په ګرده نړۍ کې اوسېدل او ځانګړنې، اسانتياوې او پرمختګونه یې د نننۍ نړۍ د انسان وې ، ځمکې به څه حال کې وه؟ شمېرې ښيي چې که په نړۍ کې سل نفره اوسېدل ،۵۹ به یې په اسيا کې اوسېدل، يو په استرالیا، لس په اروپا،شپاړس په افريقا ، شپږ کسان په لاتينه امریکا کې او يوازې ۸ کسان به په شمالي امریکا کې اوسېدل،موټرې به هم ډېرې کمې پيدا کېدې ،چې يوازې ۱۵ کسان به د موټرو څښتنان وو، او ۸۵ نورو...
نور ولوله

د مالټې او کينو ګټې!

مالټه او کينو چې په مني کې پخېږي  او اوس یې موسم دی. د وينې لپاره ډېره ګټوره ميوه ده، د شريانونو د تورېدو، د فلج د مخنيوي او نورو ډېرو ناروغيو لپاره مهمه ميوه ده او دا لاندې مواد لري؟ ۱ـ د سي ويټامين ستره زېرمه ده، ۲ـ کاروټين بيټا پکې ډېر دي ۳ـ د تبې د کمېدو، او په پښتورګو کې د وينې له ټينګېدا (کلک کېدا) څخه مخينوي کوي ۴ـ د ضد عفوني خاصيت په درلودلو سره د سيفليس په درملنه کې مهمه ميوه ده ۵ـ د A ويټامين په ډېره پيمانه لري، او د سرطان په مخنيوي کې هم اغېزمنه ده او د لاندې ناروغيو په درملنه کې مهمه ده: • چاغښت • برونشیټ ...
نور ولوله

دايم خپګان او ذهني فشار د شکر ناروغي لامل کېږي!

څېړنې ښيي، دايم سټريس يانې عصبي فشار په سړيو کې کېدای شي د دويم ډول شکر لامل شي. د سويډن د ګوټينرګ پوهنتون څېړونکو په ۶۸۲۸ کسانو یې څېړنې کړې دي، دې پايلې ته رسېدلي دي ، دا ازمويل شوي کسان هغه کسان و، چې له دې پخوا یې نه شکر، نه هم د زړه د سکتې نښې لرلې. څېړونکو زياته کړه: ۸۹۹ کسان له دې ټولو کسانو څخه له څېړنې وروسته په دويم ډول شکر اخته شوي و، او همدې کسانو ته سټريس يا ذهني فشار له ،خپګان، ورځينو مشکلاتو، د هر ناسم کار په باره کې فکر کول(چې دا ولې داسې وشو او داسې کېږي؟) څخه پیدا شوی و د څېړنو پايلو وښودله هغو کسانو چې دايم خپګان او ذهني فشار یې درلود تر ۴۵ په سلو کې د شکر په ناروغي خطر ته ورنږدې وو. د څېړونکو په وينا نن سبا سټريس د شکر ناروغي په زېږولو کې تر ډېره په رسميت پېژندل شوې نا...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک