No-IMG

تر امريکا وروسته چين هم د سپوږمۍ په ځمکه خپل لومړنی بيرغ نصب کړ

له امريکا څخه نيمه پېړۍ وروسته چين لومړنی هېواد شو چې د سپوږمۍ په ځمکه خپل لومړنی بيرغ نصب کړي، د چين بيرغ دويم بيرغ شو چې د ځمکې په سپوږمۍ باندې ورپېده.

د چين د تشيالپوهنې ملي ادارې د خپل هېواد د بيرغ هغه عکسونه خپاره کړل چې پکې ښودل کېږې چې د يوې څېړنيزې چينايي سپوږمکۍ له لارې دا بيرغ د سپوږمۍ پرځمکه نصب کړی دی او د باد د نه شتون له امله بې حرکته ولاړ دی.

لومړنی بیرغ  په اپولو مېشن کې په ۱۹۶۹ زېږدي کال امريکا د سپوږمۍ پرځمکه نصب کړی و له هغه وروسته يې بيا هم ۵ ځلې  نور هم خپل بيرغونه هلته نصب کړل.

په دې سربېره به چين له سپوږمۍ څخه دوه کيلو ګرامه خاوره هم د څېړلو په موخه ځمکې ته راوړي ، لومړی ځل چې د سپوږمۍ خاوره ځمکې ته راوړل شوې وه هغه ۴۴ کاله مخکې شوروي اتحاد راوړې وه چې ۲۰۰ ګرامه شاوخوا وه.

خلکو لاندې تر پښو ستوري سپوږمۍ کړل

دی لا دوو مېږو ته ناست دی او شپني کا

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک