د نور احمد عايل لیکنی
د ځای تشخيص او پيژندل خورا ډير مهم دی
د سترې کښتۍ اينجن خراب شو ، ډېرو ميستريانو وس پرې وکړ چې جوړ يې کړي خو يوه هم ونشو کړای،
بالاخره د کښتۍ مالکانو تصميم ونيو چې يو پخوانی تکړه ميستري چې کلونه يې دکښتۍ جوړولو او رغولو کار کړی ورته راولي.
مستري يې راوست غټ له پانو او پېچکشونو ډک بکس يې په لاس کې دی ،دکښتۍ د اينجن په جوړولو لګيا شو ، دکښتۍ مالکان هم ورته ولاړ دي دده کار ګوري. مستري له خپل غټ بکس څڅه وړوکی سکورينچ را واخيست او سوکه يې د اينجن يوه برخه دری څلور ځلې پری وټکوله (ووهله) ، اينجن يو دم چالان شو او کار يې پيل کړ ، يوه اوونۍ وروسته چې دمستري د حساب ورکولو وخت شو ،هغه لس زره ډالر غوښتل ، دکښتۍ مالکانو وويل د خدای لپاره د څه شي لس زره هغه خو ټکی کار هم ونه کړ، مازې يې سکورين...
نور ولوله
د کوېټ تر ټولو شتمن سړي ناصر الخرافي قبر
په دا لاندې عکس کې چې کوم قبر وينئ دا د کوېټ د تر ټولو شتمن سړي ناصر الخرافي دی.
نوموړي دالخرافي په نامه دکمپنيو ګروپ درلود, ان په ۲۰۱۱ کې يې څه باندې ۱۲ زره ميليونه ډالر سرمايه لرله
۳۳ دنفتو را اېستلو ستر ستر ماشينونه او چاڼ ماشينونه يې لرل.
د زېن (د کوېټ،منځني ختيځ او افريقا موبايل شبکې) نيمه ونډه دده وه.
د شلو په شاوخوا کې اسمان څکې ودانۍ يې لرلې.
د نړۍ په مشهورو هوټلونو لکه پيتزا هټ، کې اېف سي، ټي جي ای فرايډېز، هارډيز او نورو کې شريک و.
نو دومره ډېر هم د دنيا او مال حرص مه کوئ، د خلکو په فکر کې او...
نور ولوله
اېپل کمپنۍ: هر څوک چې د ايفون موبايل کولپ (لاک) مات کړي يو ميليون ډالر جايزه ورکوي
اېپل کمپنۍ وايي هرڅوک او هره ډله چې د هېک کېدو له لارې د ايفون موبايل کولپ مات کړي او د موبايل د څښتن له همکاري ماسوا د هغه معلوماتو ته ور ننوځي او ټولې ډېټا ته يې لاس رسی پيدا کړي يو ميليون ډالر جايزه ورکوي, دوی وايي پر ايفون سربېره د اېپل هر پلېټ فارمiOS, iCloud, tvOS, iPadOS, watchOS او macOS. ته چې ننوځي دا جايزه ورکول کېږي
دوی مخکې هم په دې اړه هغو هېکرانو ته چې د دوی دموبایلونو ستونزې او خامي يې ور په ګوته کړې وې او یا يې کومه پټه لاره پکې پيدا کړې وه څه کم څلور نيم ميليونه ډالر ورکړي دي.
...
نور ولوله
ايا سيوری وزن لري؟!!
ايا کله مو فکر کړی دی چې سيوری (سايه) وزن لري او که نه؟ که څه هم تاسې به وايئ چې دا څه ډول ساده پوښتنه ده، خو کېدلی شي چې د سيوري وزن معلوم شي، او دروندوالی یې وښيوو.
خو خبره دلته ده، چې هغه جسم چې سیوری په هغه پروت وي د تللو وړ دی، د مثال په توګه يو څو موارد له نظره تېروو، په دې خو پوهېږو چې نور د انرژي لېږدونکی دی، د بېلګې په توګه کله چې نور په يوه انعکاس کوونکي جسم لوېږي په ډېره،ډېره کمه اندازه په هغه باندې فشار راوړي (درندوي یې) کله چې د لمر رڼا د ځمکې په سطحه رالوېږي نو په هر اينچ مربع (د يوه کوچنيSD ميموري کارت په اندازه ) باندې
۰.۰۰۰۰۰۰۰۰۱ پونډه (د يوه پونډ زر ميليونمه برخه ...
نور ولوله
له موبايل څخه مو بهترين سکېنر جوړ کړئ
که زده کوونکي او يا هم زده کړيال (محصل) يئ او غواړئ چې ژر د کتاب او يا هم لکچرنوټ څخه څو دپاڼې سکېن کړئ نو تاسې ته داسې يو حرفه يي او بهترين د سکېن کولو اپليکېشن درښيوو چې سلګونه ميليونه ځلې يوازې په انډرويډ کې انسټال شوی دی. موبايل ته مو چې ډاونلوډ کړ، نو اپليکېشن راخلاص کړئ، مخامخ کامرې ته ځي او تاسې کولای شئ په ښه کيفيت او ستاسې په خوښه چې څومره متن غواړئ هغومره ته سکېن تنظيم کړئ . ددې اپليکېشن نوم Camscanner دی او په انډرويډ موبايلونو کې یې د ګوګل پلې سټور د سرچ په برخه کې Camscanner او د ايفون لپاره يې د IOS سټور څخه را ډاونلوډ کولای شئ!
د انډرويډ لپاره يې د لاندې لينک له لارې ډاونلوډ کولای شئ...
نور ولوله
د ځمکې پرسر تر ټولو تېزې منډې وهونکی سړی!
يوسين بولټ Usain Bolt چې د جاميکا هېواد اوسېدونکی دی ، دبرازيل په اولمپيک لوبو کې يې ريکارډونه جوړ کړل، نوموړي د سرو زرو مډالونو د اخيستلو هېټېرک وکړ، او په ۱۰۰ متره، ۲۰۰ متره او ۴۰۰ متره منډه کې په ۲۰۰۸ اولمپيک (چين) ، ۲۰۱۲اولمپيک (برتانيا) او ۲۰۱۶ کلونو اولمپيک لوبو کې تر بل هرچا تېز منډې وهونکی لوبغاړی دی.
نوموړي ۱۰۰ متره واټن په ۹،۸۱ ثانيو کې وهلی
۲۰۰ متره واټن یې په ۱۹ اشاريه ۷۸ ثانيو کې طی کړی.
او 4x100mواټن يې ۳۷ اشاريه ۲۷ ثانيو کې وهلی.
لاندې عکس چې ترې د کېمرون سپينسر په نامه عکاس د Getty Image لپاره اخيستی...
نور ولوله
د ايسلېنډ هېواد په اړه ډېرې جالبې، ویې لولئ!
ايسلېنډ هغه هېواد چې ان ځينې وخت په يوه کال کې هم يو کس نه پکې وژل کېږي او هغه هېواد چې په ټولو زندانونو کې يې ټولټال ۱۳۱ کسان بنديان دي.
ايسلېنډ د اروپا د لويې وچې شمالي ترين هېواد او په اطلس سمندر کې پروت دی ،په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې تر ټولو کمې وژنې (قتلونه) پکې کېږي په دې هېواد کې په متوسط ډول په يوه کال کې يوه کس وژل کېږي، کله کله خو داسې هم وي چې په يوه کال کې په ټول هېواد کې يو کس هم نه وي وژل شوی زياتره وخت دا وژنې د کورنيو مشکلاتو او جنجالونو له امله وي. له ۱۹۴۴ زېږدي کال څخه چې دې هېواد ازادي اخيستې تراوسه يوازې يو کس د پوليسولخوا وژل شوی دی. هغه هم په ۲۰۱۳ کې يو کس چې عصبي توازن یې له لاسه ورکړی و، يوې ودانۍ کې يې مورچه نيولې وه او په خلکو یې ډزې کولې نو پوليسو وواژه. دا هې...
نور ولوله
هغه اته تخنيکونه چې پر خپل ځان مو باور ډېروي!!!
په نفس او ځان باندې باور په روزمره زندګي او کار کې د يوه حرفه يي شخص ځانګړنه وي، او هغه کسان چې په خپلو کړنو او توانايي باندې ډېر اعتماد لري په ټولنه ،کاري چاپېريال او شخصي ژوند کې اسوده او سوکاله له مشکلاتو راوځي.
که چېرته فکر کوئ چې په خپل ځان باندې دومره باور نه لرئ له دغو اتو تخنيکونو څخه یې پيل کړئ او د بدن د ژبې (Body Language ) په مرسته په خپل نفس باندې باور ډېر کړئ، د خلکو توجه ځان ته جلب او له مشکلاتو څخه بې تکليفه ووځئ
۱ – د حرکت او خبرو پرمهال سرښکته مه نيسئ ، هغه کسان چې په خپل ځان ډېر باور لري سر لوړ نيسي ، هېڅ وخت ټيټ خپلو پښو او مېز ته مه ګورئ ، او ددې د تمرين لپاره داسې فرض کړئ چې يو چا مو هروخ...
نور ولوله
دا اپليکېشن مو موبايل ته ډاونلوډ کړئ چې د درمل خوړلو (دوا خوړلو ) وخت درياد کړي
د ناروغانو لپاره تردې بل مهم شی نشته چې د ډاکټر د تجويز له مخې په خپل دارو وخوري، خو ډېر ناروغان يا ناروغ لرونکي د درمل خوړلو وخت هېروي او له مرض څخه د رغېدنې هغه سلسله ماتېږي چې د ډاکټر لخوا ښودل شوې وي.
د Medisafe Meds & Pill Reminder او يا هم Pill Reminder په نامه اپليکېشنونه په ډېر دقيق ډول ، په ښه مديريت سره ناروغانو ته د هغوی ددرمل خوړلو وخت وريادوي، او دا اپليکېشنونه ډېر اسانه کارېږي چې هر څوک پرې پوهېدلی شي، په غږيز ډول د درمل خوړلو د وخت په رارسېدو سره مو موبايل چغېږي، خپل د درملو خوړلو وخت، څ...
نور ولوله
د سوړڅښاک (کولډ ډرنکس) له ډېر نوش جان کولو سره د زړه په ناروغيو اخته کېږي!
د هغو کسانو لپاره چې سوړ څښاک ډېر نوش جان کوي بد خبر دادی، چې نور دې (کولډ ډرېنکس) نه څښي ،ځکه پيپسي، ډيو، کوک، سپرايټ، سيون اپ او نور... ټول غازلرونکي څښاک له ډېر څښلو څخه د زړه د ناروغي وېره ډېر درانه حالت ته رسېږي.
دا خبره امريکايي پوهانو د يوې څېړنې په ترڅ کې روښانه کړې چې په (جاما انټرنل ميډيسن ) نومي طبي مجله کې خپره شوې ده، دوی په خپل تحقيق کې وايي: په ورځ کې دری کوتيه غاز داره څښاک نوش جان کول د زړه د ناروغي وېره دری چنده ډېروي.
په څېړنه کې له خوږې څخه د جوړشويو مشروباتو او د زړه د ناروغيو په ارتباط ډېرې خبرې شوې دي
په مجله کې ليکل شوي دي چې هغه کسان چې د سوړ څښاک په مرسته د ټولې ورځې د مصرف کېدونکې کالوري څلورمه برخه لاس ته راوړي په دې ک...
نور ولوله
د انسان لخوا فضايي مخلوق ته لېږل شوې سپوږمکۍ Voyager 1 اوس چېرته ده؟!
ډېره جالبه موضوع ده،ترپايه يې ولولئ!
د انسان په لاس جوړه شوې فضايي سپوږمکۍ د ځمکې له کرې څخه څه باندې ۲۲زره ميليون کيلومتره واټن کې لا هم روانه ده.
دا فضايي بېړۍ چې د ويجر ۱ (Voyager 1) په نامه يادېږي، اوس زموږ د لمريز نظام له ساحې څخه وتلې ده. د ناسا د راپور له مخې دا فضايي بېړۍ څه کم ۴۳ کاله مخکې په ۱۹۷۷ زېږدي کال کې له ځمکې څخه فضا ته وتوغول شوه؛ ۷۲۲ کيلوګرامه وزن لري او له تقريباً شل زره ميليون کيلومتره مزل کولو وروسته زموږ له لمريز نظام څخه وتلې او (Interstellar space یا Outer space) ته داخله شوې ده.او دا د انسان له خوا جوړ شوی لومړنی شی دی چې زموږ له لمريز نظام څخه او همدارنګه...
نور ولوله
که دا نښې مو لرلې نو ځېرک او استعداد لرونکی شخص یئ!
دلته به ځينې مشهورې نښې دروښيو چې دا مشخصوي چې که ځينو کسانو دا ځانګړنې لرلې ، له هغه نه چې تاسو يې په اړه فکر کوئ ، ځيرک او د ښه ذهن څښتنان دي، ډريک باير او چيلسي هاروې مشهورو پوهانو په دې موضوع څېړنې کړې دي.
• که د کورنۍ تر ټولو مشر هلک یئ!
تر ټولو مشران د څېړنو له مخې معمولاُ ځيرک او د ښه استعداد لرونکي کسان وي ، خو دا موضوع په جينيټيک پورې اړه نه لري.
• که چېرته ډنګر يئ.
په ۲۰۰۶ زېږدي کال کې پوهانو ۲۲۰۰ بالغ کسان ترڅېړنې لاندې ونیول او د دوی د ځيرکي او استعداد ټيسټ یې وکړ دې څېرنې ۵ کاله وخت ونيو، هر څومره به چې د يو چا ملا او تنه غ...
نور ولوله
