د نور احمد عايل لیکنی

په نړۍ کې څومره څېړونکي (ريسرچرز) موجود دي؟!

نن سبا څېړنه ډېره موډ شوې ده او چې مازې يو سړی خپل مونوګراف ، د ماستري او دوکتورا تيزس وليکي يا يې راټول کړي نو په پوښ باندې بيا د نربچي له خپل نوم سره څېړونکي ليکلی وي! خو ايا کله مو فکر کړی دی چې په دې پراخه نړۍ کې چې د نفوسو شمېر یې له ۷ نيم ميليارده څخه اوښتی دی په رښتوني ډول څومره څېړونکي موجود دي، چې د څېړنو پايلې یې په نړۍ اغېز درلودلی شي ؟ د ټامسن رويټرز موسسې دا شمېره د ۲۰۱۶ تر پيل پورې د ۹ ميليونه په شاوخوا کې ښودلې ده. يانې له له څه باندې اووه نيم زره ميليونه نفوس څخه د ځمکې پر سر ۹ میليونه څېړونکي موجود دي. دا څېړونکي په ۲۱ بېلابېلو سترو برخو کې څېړنه کوي او د علم په برخه کې په نړۍ باندې اغېزلرونکي ماغزه ورسره دي. او په کلني ډول دوه ميليونه په نړيواله کچه معتبرې او منل شوې علمي مقالې ليکي او خپروي يې، له دې څ...
نور ولوله

د سړيو جغرافيا

نارينه د ۱۴ تر ۱۸ کلنۍ پورې لکه شمالي کوريا داسې وي غورځې پرځې او سرغړونې ډېرې کوي خو  قدرت او زور نه لري.   له ۱۸ تر ۲۰ کلنۍ لکه هندوستان داسې وي د ژوند‌کولو لپاره څلور لارې د ځان په وړاندې ويني يا پوهنتون يا پوځ يا ډېر وخت عاشق کېږي يا ژوند هسې په بيستو کې پرې تېر شي.   له ۲۰ تر ۲۷ کلنۍ پورې لکه کاناډا داسې وي ډېر خون ګرم او مهربانه د هرې جينکۍ لپاره ژر د منلو او قبلېدا وېزا صادروي   د ۳۷ او ۳۲ کلنۍ تر منځ لکه ترکيه داسې وي په دې مانا چې په دام کې نښتي دی او يواز...
نور ولوله

کله چې يو هېوادوال په غربت او ستونزه کې وي ټول دولت بايد ټکان وخوري

په متحده عربي اماراتو کې يوه تقاعد شوي دولتي کارمند د‌عجمان راډيو ته زنګ وواهه ورته ويې ويل: تقاعد‌شوی يم ،د‌مياشتی لس زره درهمه تقاعد اخلم، خو د کور مې نه بس کېږي،مصروفونه ډېر دي، سړی په کوم يوه پسې ورسېږي بيخي مې زړه خوړين دی، ځه وکړو؟  د راډيو له وياند سره يې د‌خپل زړه درد شريکاوه، خو د راډيو د وياند لخوا په ريشخند او تمسخر ځواب ورکول کېده. تقربيا نيم ساعت وروسته د شيخ محمد بن راشد ال مکتوم د‌ دفتر لخوا د راډيو مرکزي دفتر ته زنګ وهل کېږي او وياند له متقاعد سړي سره د تمسخر امېزه چلن له امله له راډيو شړل کېږي، د محمد بن راشد دفتر د‌ټولنيزې رفاه وزير ته امر کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې ددې متقاعد سړي او نورو ټولو متقاعدينو  اړتياوې وڅېړئ او وارزوئ!  ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک