د نور احمد عايل لیکنی
يو نابغه چې نړۍ به یې بيا ژر ساری پيدا نکړي
د کېم پيکKim Peek په نامه شخص چې يو ميګا نابغه mega-savant و، شاوخوا ۱۲۰۰۰ کتابونه یې ټکي په ټکي ياد کړي و او په عين حال کې یې د يوه کتاب دواړه مخه په ښۍ او چپه سترګه په عين وخت کې لوستل او لس مخه مطالعه یې په يوه دقيقه کې په ۹۸ فيصده ټکي په ټکي يادولو سره کوله ، نوموړي فوټوګرافيکه حافظه لرله یانې لکه د يوه متن ،نقشې يا يوه لېست عکس چې واخلې داسې یې په ذهن کې ثبتول، د امریکا د ټولو ښارونو کوڅه په کوڅه نومونه ورته ياد و او پستي کوډونه یې پېژندل.
هر کتاب، هر متن، هرغږ او هره موسيقي به یې چې اورېده په ذهن کې به یې سم له واره کاپي کوله.
د نوموړي په دماغو باندې ډاکټرانو ډېرې څېړنې وکړې او مغزي سکېنونه یې وکړل ...
نور ولوله
د 5 جي انټرنېټ سرعت ته به تر ۲۰۲۴ زېږدي کال پورې ۴۰ سلنه دنياوال لاس رسی ولري
د 5 جي انټرنېټ سرعت ته به تر ۲۰۲۴ زېږدي کال پورې ۴۰ سلنه دنياوال لاس رسی ولري. چې په راتلو سره به يې وکړای شو چې يو ډاکټر که په فرانسه او امريکا کې هم وي په يو بل هېواد کې به په انلاين ډول د جراحي (Remote Surgery)عمليات ترسره کړي او يا به له بل هېواد څخه دموسيقي الې درباندې زډه کړي.
...
نور ولوله
د بېلابېلو خوړو هضم څومره وخت نيسي؟
• د غوا غوښه: ۳ ساعته
• د وري غوښه: ۴ ساعته
• اوبه: بې ځنډه کولمو ته داخلېږي.
• بېلابېل جوسونه او مېوه جات : ۱۵ تر ۲۰ دقيقې
• خامه سبزي: ۳۰ تر ۴۰ دقيقې
• پخې سبزيانې: ۴۰ دقيقې
• غله جات: ۲ ساعته
• پنېر، کوچ او نور: ۲ ساعته
• کبان: ۴۵ تر ۶۰ دقيقو
• وچه مېوه: ۳ ساعته
• چرګ غوښه: يونيم تر ۲ ساعته
...
نور ولوله
اروپا کې د مطالعې دود د ژوندي ساتلو لپاره د bookcrossing لړۍ پيل شوې
يوه ټولنه هغه وخت د نېکمرغي په لوري ګامونه ګړندي کولای شي چې دخلکو يې د ښو کتابونو مطالعه د ورځني کار مهمه برخه وي.
په نړۍ او په ځانګړي ډول اروپا کې د مطالعې دود د ژوندي ساتلو لپاره د bookcrossing لړۍ پيل شوې. يانې په دېمانا چې کتاب لوله لوله چې هر چېرته دې پر لاره کتاب ختم کړ هلته يې په مخصوص پلاستيک کې چې له باران څخه پکې ساتلی وي کېږده يا راوځړوه او بل کتاب له هغه ځايه وړيا درواخله ، دا لړۍ د بوک کراسينګ بنسټ لخوا په ۲۰۰۱ کې پيل شوې او غواړي له ټولې نړۍ څخه کتابتون جوړ کړي ، او هرڅوک ،هرځای، په هرحال کې په اساني، په وړيا ډول کتاب ته لاس رسی ولري.
...
نور ولوله
سږکال د نړۍ تر ټولو معياري او ښه پوهنتونونه کوم پوهنتونونه دي؟
د The Times Higher Education نړيوالې موسسې د سږ کال لپاره د نړۍ په ۹۳ هېوادونو کې ۱۵۰۰ پوهنتونونه له هره اړخه څېړلي او بيا بې د معمول په ډول درجه بندي کړي دي، په دې درجه بندي کې د نړۍ تر ټولو ښه او ټاپ پوهنتونه په لاندې ډول دي.
✓ لومړی نمبر: اکسفورډ پوهنتون (برتانيا)
✓ دويم نمبر: سټنفورډ پوهنتون (امريکا)
✓ درېیم نمبر: هارورډ پوهنتون (امريکا)
✓ څلورم نمبر: کليفورنيا اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي (امريکا)
✓ پنځم نمبر: ماساچوسټس اينسټييټوټ اف ټيکنالوجي (امريکا)
✓شپږم نمبر: کمبرېج پوهن...
نور ولوله
يو ميګاپیکسل څه مانا؟
د عکاسي او کامرو مينه والو ته!
يو ميګاپيکسل د يو ميليون پيکسلو لنډ نوم دی، او له يوه ميګا پيکسل څخه مانا دا چې يو ميليونه پيکسلونه.
پيکسل د عکس اخيستلو کوچنی يونټ او واحد يا پيکچر ايليمينټ دی ، د هرې کامرې په شاتنۍ برخه کې له لينز او نورو ورهاخوا په اخر کې يو تقريباً مربع شکله او مستطيله شکله سېنسر وي او په هغه باندې دا پیکسلونه نصب وي چې هريو يې له يو بل سره تړلي او هر پيکسل د عکس اخيستلو په وخت کې يوځای راخلي او د هغه ځای رڼا، رنګ او نورې ځانګړې را نيسي،او د ټولو پيکسلونو له معلوماتو يو عکس جوړېږي ، چې کامره یې له پروسسينګ (طی مراحل) وروسته تاسې ته درښيي، هرڅومره چې زيات پيکسلونه وي هغومره به عکس ډېر په جزياتو ليدلی شئ، ځکه هر پيکسل به...
نور ولوله
په نړۍ کې تر ټولو بد چانسه سرتېری!!
کيونګ جونګ يانګ Yang Kyoungjong د کوريا ۱۸ کلن سرتېری و، په ۱۹۳۸ زېږدي کال کې چې کله جاپان کوريا لاندې کړه ، جاپاني سرتېرو کيونګ جونګ يانګ اجباري عسکري ته اړ کړ.
د جاپان پوځ کيونګ له شوروي سره د مقابلې لپاره نوموړی جنګي جبهو ته ولېږه، يو څه موده وروسته د روسي سرتېرو له لوري ونيول شو، روسي پوځ په ۱۹۴۲ زېږدي کال کې نوموړی له نازي جرمني سره د مقابلې لپاره ختيځ جرمني ته ولېږه، له بده مرغه کيونګ په ۱۹۴۳ زېږدي کال کې جرمني سرتېرو ونيو او په همدې کال جرمني سرتېرو نوموړی له متحدينو سره د مقابلې لپاره د نرماندي سواحلو ته ولېږه، بيا هم کيونګ په ۱۹۴۴ زېږدي کال کې د متحدينو له خوا ( امريکایی ځواکونو ) له خوا ونيول شو .
په ۱۹۴۵ زېږدي کال کې...
نور ولوله
اېپل کمپنۍ: ۴ نوي ايفون ۱۲ موبايلونه په ۵جي ټيکنالوجي سمبال نندارې ته وړاندې کړل
اېپل کمپنۍ ۴ نوي ايفون موبايلونه د : ايفون ۱۲ ميني ،ايفون ۱۲, ايفون ۱۲ پرو او ايفون ۱۲ پرو مکس په نومونو چې په ۵جي ټيکنالوجي سنبال دي او د اړتيا په وخت کې اتومات فعالېږي، نندارې ته وړاندې کړل.
لومړی پوست:
د ايفون ميني iPhone 12 mini ځانګړنې په دې ډول دي.
* سکرين: ۵ اشاريه ۱۸ اينچه
* د سکرين ريزلوشن: 2079 پر 960 پیکسله (۴۲۴ پیکسله پر يو اینچ د یيکسلونو تراکم)...
نور ولوله
هيڅکله به هدف او مورال نه بايلې
تاسې لاندې په عکس کې د Nick Vujicic په نامه يو استراليايي ځوان وینئ چې له موره بې لاسونو او بې پښو زېږېدلی دی، خو د مورال د نه بايللو او هدف ته د رسېدو په خاطر د سختو هڅو له امله اوس په نړۍ کې يو تکړه انځورګر، لامبووهونکی، پراشټویسټ او يو تکړه او ژبور ويناوال دی.
نوموړی د استراليا په ميلبرن کې په ۱۹۸۲ زېږدي کال کې د tetra-amelia سنډروم له امله له موره بې لاسونو او بې پښو وزېږېد. په مالي او حسابداري چارو کې لوړې زده کړې کړې دي، د بې لاس و پښو خلکو لپاره يوه خيريه موسسه هم لري. اثار او کتابونه یې هم ليکلي دي او له يوې ښکلې جينۍ سره يې واده هم کړی دی.
...
نور ولوله
په نړۍ کې تر ټولو غريب ولسمشر
په تېرو لسو کلونو کې په نړۍ کې تر ټولو غريب ولسمشر د يوروګوای هېواد ولسمشر jose mujica و ، نوموړی چې په ۲۰۰۹ زېږدي کال کې یې انتخابات ګټلي او تر ۲۰۱۵ پورې د يوروګوای ولسمشر او بيا تر ۲۰۱۸ پورې د مشرانو جرګې رييس و، يوازې يو ۱۹۸۷ ماډل زوړ موټر لري او بس. په ۲۰۱۰ زېږدي کال کې یې خپله سرمايه ملت ته اعلان کړه پوره ۱۸۰۰ امريکايي ډالر هست ونيست یې لرل ، ددې پرځای چې په مجلل او عصری کور کې واوسي، دا يې ښه وبلله ،چې له مېرمنې یې ورپاتې په هغه زوړ او ويران کور کې واوسي چې له پلازمېنې لرې په يوه کرونده کې واقع دی، هغه مياشتنی معاش چې نوموړی یې له دولت څخه اخيست ۹۰ فيصده یې په غريبانو او نادارو خلکو نقسيماوه، نوموړي دوه ساتونکي ، او يو سپی درلود. تراکتور یې درلود ، هغه یې هم د دولت ملي شتمني ته وس...
نور ولوله
د بشري تاريخ تر ټولو خندونکی جگړه
په بشري تاريخ کې يو تر ټولو خندونکی جنګ چې شاوخوا دېرش زره سرتېرو پکې ګډون کړی و او له سلو څخه د زياتو کسانو په مړينه پای ته ورسېده ، هغه په ۱۹۲۵ زېږدي کال کې د يونان او بلغاريا تر منځ جنګ و. ددې جګړې عامل د يوه يوناني سرتېري سپی و، چې د سرتېري له لاسه یې پړی شکولی او د يونان او بلغاريا تر منځ پر پوله بلغاريا ته ور اوښتی و، سرتېري پسې منډې کړې او له پولې پسې ور اوښتی ، له هغې خوا پرې د بلغاريا پوله ساتو سرتېرو ډزې کړې او عسکر يې وژلی . سمدستي يوناني پوځ په بلغاريا حمله وکړه او د هغو سرحدي ښار یې ترې ونيو ، او د الوتکو په وسيله د پيترېچ ښار بمبارولو ته ځان جوړاوه چې ملګرو ملتونو سازمان چې په هغه وخت کې (ليګ اف نېشنز ) نومېده مداخله وکړه د ښکېلو ...
نور ولوله
څنګه يو عادي ماسټر کارټ جوړ کړو؟
پرون ډېرو ځوانانو پوښتنه کړې وه چې څنګه داسې يو کارت جوړ کړو چې انلاين کورسونو ته فيس پرې تحويل کړو، انلاین (په پيسو) اپليکېشنونه پرې واخلو، يا يو سافټویر وپېرو ،يو کتاب په سافټ بڼه واخلو او يا ګېم پرې مخته بوځو؟.
• خپله اصلي تذکره او دوه قطعې عکسونه مو را واخلئ
• نسبتا له نورو بانکونو اسانه او ښه بانک AIB (Afghanistan International Bank ) دی ،يوې څانګې يا مرکزي دفتر ته يې ورشئ
ورته ووايئ چې ماسټر Prepaid کارت جوړوم.
• هغوی د ماسټر Prepaid کارت قيمت ۳۰ ډالر ټاکلی دی نور نو س...
نور ولوله
