بيټس کمپنۍ د نړۍ د هېډفونونو او لاسپيکرونو مشهوره او بهترينه کمپنۍ ده
بيټس کمپنۍBeats Electronics چې په نړۍ کې د غوږيو،غټو هېډفونونو او لاسپيکرونو د جوړولو يوه تر ټولو مشهوره او بهترينه کمپنۍ ده ، او په لوګو کې یې د انګرېزي b نښه هم وينئ چې هم د هېډفون شکل پکې پټ دی او هم د کمپنۍ نوم ارايه کوي. په ۲۰۰۶ زېږدي کال کې د مشهور رپ سندرغاړي اوپروډيوسرDr.Dre او Jimmy Iovine. لخوا يې بنسټ کېښودل شو، په نړۍ کې ډېر خلک ددې غوږيو د درلودلو هيله لري ، او د ډېرو سندرغاړو او( ډي جي) والو په غوږو کې به مو ليدلي وي، د بهترين ، صاف سوتره غږ، او ښه Bass درلودلو له امله او هم د ښې کوالټي له امله چې ژر نه خرابېږي ډېرې مشهورې دي، بيټس کمپنۍ په ۲۰۱۰ کې په (HTC) کمپنۍ او بيا په ۲۰۱۲ کې ايپل کمپنۍ په دری زره او دوه سوه ميليونه نغدو ډالر وپېرله چې په هغه وخت کې د ايپل تر ټولو ستره سودا وه او اوس يې محصولات په ايپل کمپنۍ (د ايفون جوړونکې کمپنۍ) پورې اړه لري.
تر اوسه پورې دا لاندې ډولونه هېډفونونه بيټس جوړ کړي دي چې بيټس Pro، بيټس Studio، بيټس Solo، بيټس Mixr، او بیټس Ep بيټس Tour2، بيټس urBeats، بيټس X يې مشهور دي.
ياده دې وي چې داسې غوږۍ هم شته چې بيه یې زرګونو ډالرو ته رسېږي چې يوازې نامتو سندرغاړي او مشهور د DJ کسان یې لري ترڅو د غږ کوالټي ښه په شد او مد واوري.
