نور احمد عايل

No-IMG

نور احمد عايل

د نور احمد عايل لیکنی

ولې کله کله بې دليله (هېڅ په هيڅه) خپه يوو، درمنله يې!

 ايا کله داسې پېښ شوي دي، چې داسې خپه شئ، چې دليل يې هم نه وي درته معلوم، هېڅ شی خوند نه درکوي، ته وا چې خدای مه کړه له بدې پېښې سره مخامخ شوي یئ، بس بې دليله به خپه یې او زړه به دې نيولی وي. په لاندې لارښوونو عمل وکړئ ، کېدای شي په ۵ دقيقو کې يې درملنه وشي . ۱ - ژوره ساه واخلئ د څو دقيقو لپاره مو کار پرېږدئ، يو ځای راحت او يوازې کېنئ، د منځنۍ ګوتې نوک مو په ورغوي ټينګ ونښلوئ، سترګې پټې کړئ، اوڅو ځلې ژوره ساه وباسئ، که څه هم دا چاره يو څه تکراري ښکاري خو بيا هم تجربو ښودلې ده چې کاملاً اغېزمنه ده، دا هغه مرکزي روشونه دي چې په يوګا کې زده کوونکو ته ورښوول کېږي.خو بیا هم دا داسې لاره ده ،چې هر چېرته یې کولای شئ، حتی د دوکان په منځ کې هم....
نور ولوله

لږ به له تاريخ څخه خبر شئ

په لرغوني روم کې مالګه د‌ ډېر ارزښت، اهميت او درناوي وړ وه او ان د وزن په حساب به له سرو زرو سره معامله کېدله. د را اېستلو او چاڼ کولو ځای يې ډېر کلک او امن ساتل کېده.رومي چارواکو به د خپلې امپراتوري د سرتېرو تنخوا هم په مالګه ورکوله، د انګرېزي د Salary کلیمه چې د تنخوا او معاش مانا لري له مالګېSaltڅخه اخيستل شوې ده. او د Soldier کليمه چې د سرتېري مانا لري هم د لاتيني sal dare له ويي اشتقاق شوې ده چې مانا يې( د مالګې د ور کېدلو والا ) راغلې ده. د نمک خوړلو کليمه هم د ژمنتيا او باور مانا ورکوي. ...
نور ولوله

هرچېرته چې ځئ، د مينې او هيلو استازي اوسئ

د سمندر ټولې اوبه هم يوه کښتۍ نشي غرقولی ، خو چې منځ ته ورننوتې او سوری یې ور وکړ بيا یې څو ټانکره اوبه هم ډوبولی شي. منفي انسانان هم نشي کولای تاسې تحقير کړي او تاسې له ځان سره غرق کړي، مګر په هغه صورت کې بريالی کيدای شي چې تاسې د هغو منفي او د نااميدي خبرو ته دننې په ذهن کې ځای ورکړئ او ویې منئ! هرچېرته چې ځئ، د مينې او هيلو استازي اوسئ، له خپل ځان څخه مثبتې فريکوينسئ خپرې کړئ! اجازه مه ورکوئ چې نااميدي او د نورو له خبرو څخه وېره مو له پرمختګ څخه وژغوري! هرچېرته چې د ناهيلۍ او (څوک به څه وايي او هغه به څه وايي؟) خبرې کېدلې، مه ورځئ! خدای ج ارومرو د هغو کسان...
نور ولوله

په نږدې راتلونکې کې به ګلونه او خواړه انلاين هم بويولی شئ!

داسې فکر وکړئ چې موبایل یا تلویزیون  ته ناست یئ او په سکرين مو يو ښکلی ګل وليد، زړه مو غواړي چې بوی يې کړئ ، يو بټن کليک کوئ او په ټول اتاق کې د هغه ګل بوی خپرېږي ، دا چاره په راتلونکې کې ممکنه ده، د لندن پوهنتون د ټکنالوژي برخې پروفيسر استاد ډيويډ چيوک وايي: د څو ځانګړو کارترېجونو په واسطه چې په موبايلونو او تلویزیونو کې به د نصب کېدا وړ وي، او دا کارترېجونه به له هر ډول بوی څخه ډک وي، او هر ډول ګل چې په سکرين راغی ته تڼۍ په کېکاږلو سره به په اتومات ډول د هغه ګل بوی ستاسې له لپ ټاپ او يا هم موبايل څخه راوځي. او ياده دې وي چې دا ښکلي بويونه به نورو ته هم ورلېږلی شئ! ...
نور ولوله

که‌ د نړۍ هېوادونه انسانان وای؟!!

√ جاپان به تر ټولو زوړ سړی و (۲۶۷۶ کاله کېږي چې په همدې جغرافيا همدا جاپان دی‌.) √ سويلي کوريا به تر ټولو باسواده وه ( د‌ نفوس ترټولو لوړه کچه يې باسواده دي.) √ چين به ډېر زامن درلودل ( په شاوخوا يو اشاريه څلور ميلیارده نفوس سره) √ هند به په ډېرو ژبو پوهېده ( کم ازکم ۸۰۰ ژبې پکې ويل کېږي.) √ فنلېنډ به تر ټولو خوشحاله سړی و. د ۲۰۱۹ کال د‌شمېرو له مخې ددې‌هېواد خلک په نړۍ کې ترټولو اسوده او خوشحاله خلک دي....
نور ولوله

فقر او بې وزلي‌

• د انسان د ډېرو جسمي او رواني ناروغيو سرچشمه فقر او بې وزلي ده. • رواني روغتونونه له هغو ناروغانو ډک دي چې کلونه له مالي فشار لاندې وو ،او همدې ستونزو د‌ دوې جسم او ذهن له‌کاره اچولی دی. • په لسو کې نهه ناروغي د انسان له فشار، ستړو، سختيو  څخه راټولکېدلې د ټولو لامل يې غربت دي. • لوږه ددې لامل کېږي چې زندانونه له غلو او جنايت کارانو ډک شي فقر انسان اعتياد، فساد، فحشا او ځان وژنې ته سوق کوي. له پاکو بې ګناه، او با استعداده ماشومانو مجرمان او جنايت کاران جوړوي...
نور ولوله

د انسانانو د‌ پېژندلو لپاره دومره بيړه مه کوه

وخت به هر يو کس او هر ملګری ټکي په ټکي در وپېژني! او د‌ تا به ځان ته غوسه راځي، خپل ژر قضاوتونه او خپل ښه نېت به دې سترګو ته درېږي! يو ورځ به هغو کسانو ته ګورې او وينې به چې هغه کسان چې د تا په نظر بد و څومره غټ کارونه يې درته کړي دي. او هغه کسان چې د زړه له تله درباندې ګراڼ و او فکر دې کاوه چې همېشه به له ځمکې څخه د را پورته کېدلو لپاره لاس درکوي ، داسې يې په ځمکه وويشتې چې د خپل ټولو هډوکو د ماتېدلو غږ دې واورېده ! خلک ژر د خپل قضاوت په تله مه تله! وخت بهترين قاضي دی ، يو يو به ټول درته راښکاره کړي. ...
نور ولوله

غل چاته ويل کېږي؟!

غل يوازې په دېوال کور ته ور اوښتونکي او په لاره کې د‌موبايل او کمپيوټر  تښتونکي ته نه ويل کېږي  تر دې بدتر او ستر غله دادي: √ هغه ډاکټر تر ټولو ستر غل دی چې ناروغ خبر هم نه وي او ده ورته بې ضرورته يوه پنډه درمل ليکلي وي او يا يې د فيصدي لپاره  لابراتوار او اېکسېرې ته د شپږ شلې معاينو لپاره لېږلی وي او يا د ناروغ بې اړتيا عملياتونه کوي. √ هغه مستري تر ټولو ستر غل دی چې په موټر يا بله هره نقليه وسيله کې د يوه نټ کار وي او دی د پيسو او وخت اړولو لپاره د موټر په بېخ پورې نښتی وي، خرابي يې په انجن کې وی او ده يې ټايرونه  راخلاص کړي وی او بيا په خپلو تورو لاسونو د ټنډې خولې پاکې ک...
نور ولوله

انټاريس د کهکشان (مېلکي وې) هغه ستوری دی چې ۷۰۰ ځلې له لمر څخه غټ دی

تاسې به په جغرافيه کې ويلي وي چې لمر دومره غټ دی چې يو ميلیون او دری سوه زره د ځمکې کرې پکې دننه ځايېږي، خو انټاريس زموږ د کهکشان (مېلکي وې) په سلګونو ميلیارده ستورو کې هغه ستوری دی چې ۷۰۰ ځلې له لمر څخه غټ دی او له څمکې څخه ۶۰۴ نوري کاله يا 57142812000000000000000 کيلومتره فاصله لري. په عکس کې تاسې د انټاريس په مقابل کې د لمر حيثيت وينئ چې په ويکتور لاندې اشاره ورته شوې او څومره کوچنی ښکاري دا ستوری چې طبعي ده له ده څخه به په ميليونونو ځلې غټ ستوري هم وي له ټولې دنيا څخه څه باندې ۹۰۰ ميليونه ځلې لوی دی. کانه دنيا خو د غوايي په ښکر ولاړه ده؟ ...
نور ولوله

بالاخره د نړۍ ستر فضايي ټيليسکوپ فضا ته وليږل شو

او بالاخره د ناسا د څېړونکو او پوهانو لخوا له څه کم ۳۰ کاله کار کولو او تحقیق وروسته په لس زره میلیونه ډالر مصرف سره چې په نړۍ کې په بل هیڅ فضایي ماشین باندې دومره لګښت نه دی راغلی د جیمز ویب ټيلیسکوپ فضا ته ولېږل شو . دا له هېبل ټيلیسکوپ څخه ډېر قوي او د کایناتو تر خورا لرې لرې پورې د کهکشانونو، ستورو، سیارو په دقیقې پلټنې ، د هغو په جوړونکو ترکیبي اجزاوو او د نورو فضایی پلټنو معلومات راټولوي او د کايناتو د خلقت لومړنۍ دورې چې د علمي فرضیو پر بنسټ یې ۱۳ نیم زره میلیونه کاله کېږي ډېټا ځمکې ته رالېږي.. د فضا، فضایي مخلوقاتو (ایلیتز) او فضايي موندنو په برخه کې به بیخي نوي ،بیخي جالب او کېدای شي بیخي بدل او دقیق معلومات انسانانو ته په لاس ورکړي. دا ټیليسکوپ د...
نور ولوله

ارزښت

●د يوې خور ارزښت له هغه چا وپوښته چې خور نه لري. ●د لسو کلونو ارزښت له هغه مېړه او ښځې وپوښته چې تازه له يو بل څخه جدا شوي وي. ●د څلورو کلونو ارزښت د پوهنتون له فارغ شوي محصل څخه وپوښته. ●د يوه کال ارزښت له هغه زده کوونکي وپوښته، چې په سالانه ازموينه کې ناکام شوی وي. ●د يوې مياشتې ارزښت له هغې مور څخه وپوښته چې مړ ماشوم یې نړۍ ته راوړی وي. ●د يوې اوونۍ ارزښت د يوې اوونيزې له هغه ايډېټر څخه وپوښته،چې تمامه اوونۍ يې پرې تېره ...
نور ولوله

د ښه او خوشحاله ټولنيز ژوند لپاره بايد کله کله په ځينو شيانو سترګې پټې کړو

په سر او ږيره کې چې کوم سپين ډکي لرو د هغو خبرو تاوان دی چې نه يې شو کولای په زوره او ښکاره يې ووايو،  خو هسې نورو ته وايوو چې دا ارثي همداسې سپين شوی دي. که مو نننی عقل او پوهه درلودلی پروني کارونه مو نه کول ، ولې خو که پروني کارونه مو نه وای کړي ننتۍ عقل او تجربه به مو نه لرله. هغه څه چې درباندې تېر شوی دي مه ترې ډارېږئ ، ويې منئ ځکه هماغه پرون دی چې ستاسې نن یې جوړ کړي دی يوهٔ غريب سړي دری مالټې په بازار کې واخيستلې لومړۍ يې چې سپينه کړه خرابه وه د دويمه يې چې پوټکی واړاوه هم خرابه وه جګ شو د بریښنا ګروپ يې خاموش کړ او درېيمه يې په تياره کې سپينه کړه او ويې خوړه نو د ښه ژوند او خوشحاله فردي او ټولني...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک