عجيبه دنيا ده!
کله چې يو کس چې زموږ ملګری او راباندې ګران وي ناروغ شي ، وايوو الهي امتحان دی او خدای خپل پاک بندګان په خپل امتحان ازمويي.
خو که کوم کس نه وي راباندې ګران او بد مو اېسي ناروغ شي بيا وايوو خدای پاک يې په دې دنيا هم کړوي په هغه دنيا به يې لا څه حال وي؟
او که کوم څوک زموږ دوست و او په کوم مصيبت اخته شو وايوو ښه سړی دی ، سختي او غمونه په دې بندیخانه( دنيا) کې په ښو خلکو راځي.
او چې څوک مو بد ايسي په کوم غم او مصيبت کې ګرفتار شي وايوو حال يې له دغه بدتر کړې ، ظالم و دخپل ظلم سزا په دې جهان ور رسېږي.
متوجه بايد واوسو!
د خدای قضا او قدر په هغه ډول چې زموږ خوښه ده بايد ونه وېشوو.
موږ ټول ډېر ډېر عبيونه لرو ، خو که دخدای لخوا هغه لباس چې نوم يې ستر يا پوښښ دی نه وای ، غاړې به مو د خجالت له دروندوالي ښکته خم شوې وې.
نو بايد د نورو عيبونه ونه پلټو په داسې حال کې چې په خپل وجود کې مو د عيبونو ويالې روانې دي.
که څنګه؟
