د امازونAmazon ويب پاڼې نوم د انلاين پلوراوخرڅلاو لومړۍ نمبر ويب پاڼه ده
د امازونAmazon ويب پاڼې نوم خو مو ارومرو (زموږ له فيسبوک پاڼې څخه) اورېدلی. امازون په نړۍ کې د انلاين پلوراوخرڅلاو لومړۍ نمبر ويب پاڼه ده او په دې برخه کې تر بل هرچا مخکې ده، دا ويب پاڼه چې راخلاصه کړئ، هرڅه پکې له ګېمونو، کمپيوټرونو، کامرو نيولې تر کتابونو، لوښو د ښوونځي له سامان الاتو خلاصه دا چې هرڅه پکې موندلی شئ او له ټولو ځانګړنو سره پکې د يوه توکي بيه معلومولی او بيا همدلته د ويب پاڼې له لارې یې اخيستلی شئ. امازون ستر ستر ګودامونه لري، خپل ادرس او نوم به ورکړئ ، دوی به یې ستاسې تر کوره پورې ډېر ژر در ورسوي. دوی د نړۍ په هره برخه کې زېرمتونونه لري ، ځانګړې الوتکې او ډرون هم لري که د دوی له ګودام سره نږدې وئ تاسې ته یې د ډرون له لارې در رسوي، که د ماسترکارټ او ويزا کارټ له لارې مو يو شی واخيستل تاسې ته یې د پوسته خانې او يا هم په هغه هېواد کې چې تاسې اوسئ د خپلې نمايندګي له لارې د کور تر دروازې درلېږلی شي (آلبته په افغانستان کې نه) سربېره پردې د ټيکنالوجي په برخه کې هم کار کوي خپل ای پېډ جوړوي، تلويزيون ،د کتابونو د لوستلو لپاره خپل بوک ريډر (کېنډلز) هم لري ددې شرکت مشر جېف بېزوس Jeff Bezos دی، نوموړی په نړۍ کې لومړی نمبر شتمن دی . امازون یې په ۱۹۹۴ کې جوړه کړه او لومړی یې په انلاين ډول کتابونه خرڅول ، چې بيا سوکه،سوکه خبره تر دې ورسېده چې اوس په نړۍ کې په لومړي نمبر یادېږي او سرمايه یې ان 182 زره ميلیون ډالرو ته رسېږي .
که یې لوګو ته متوجه شوې يئ د امازون د نوم لاندې يو ويکتور د انګرېزي له A توري څخه تر Z پورې کش شوی دی، ددې مانا داده چې تاسې کولای شئ په امازون ویب پاڼه کې (له اې څخه تر زېډ پورې) يانې له ( الف) څخه تر (يا)هرڅه پيدا کړئ.
