No-IMG

ولې زياتره الوتکې سپین رنګ لري؟

کېدای شي په دې اړه مو تر اوسه سوچ نه وي کړی چې ولې الوتکې په سپین رنګ کې دي، ، خو دا چې جوړونکې کمپنۍ ولې الوتکې په سپین رنګ کې رنګوي څو علتونه لري:

لومړی دا چې سپین رنګ نور نه جذبوي او بيرته یې انعکاس کوي له همدې امله یې الوتکې ته هم سپين رنګ ورکړی دی،چې نور بيرته انعکاس کړي ، که تياره رنګ ورکړي نو بيا د الوتکې باډۍ ډېره تودوخه جذبوي، ګرمېږي او له امله یې د کېبين داخل هم ګرمېږي او د بيرته سړولو لپاره ډېرې انرژي او مصرف ته اړتيا ده چې کېبين سوړ وساتل شي.

دويم داچې په سپين رنګ باندې ليکې او خراش ډېر ژر معلومېږي او ددې لپاره چې د الوتکې باډۍ کومه صدمه نه وي ليدلې او مشکل يې وار له مخه په باډۍ کې څرګند شي، نو سپین رنګ یې ورته انتخاب کړی دی، چې درز،چاک او په پوښ خرابي پکې لکه په سپینو جامو کې چې د چټلي نښې ښې معلومېږي دلته هم همدې ډول له ورایه معلومه شي؟

درېيم علت دادی چې که خدای مه کړه وغورځي له لرې څخه ان په شپه کې هم په سمندر کې معلومېږي.

څلورم: دا چې نور رنګونه د لمر، د هوا د ادلون بدلون ، او نورو جوي حالاتو سره د وخت په تېرېدو تغييرېږي او رنګ يې بدلېږي نو ځکه ورته سپین رنګ ټاکي چې ژر يې رنګ نه اوړي او تغيیر نه کوي، که څه هم له نورو رنګونو سپین رنګ باندې د الوتکې رنګول ډېر مصرف لري.

پنځم: دا چې په سپین رنګ باندې ليکل او لوګوګانې ښه معلومېږي او د همدې لپاره چې ليکل او د بېلابېلو هوايي شرکتونو لوګوګانې پرې ښې واضح او روښانه ښکاره شي سپين رنګ یې الوتکې ته ټاکلی دی.

خو ځينې شرکتونه سره له دې هم پورته یادو شويو ټولو ګټو ته پام نه کوي او خپلو الوتکو ته رنګارنګ او قسماقسم رنګونه ورکوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک