No-IMG

نړیوال عکاس کوین کارټر ولې ځان وواژه؟

د ملګرو ملتونو عکاس او تصویر اخیستونکی کوین کارټر په ١٩٩٣ کې سودان ته واستول شو چې د قحطۍ او وچکالۍ ځپلیو حالت عکاسي او نړیوالو ته ورسوي. په دغه کال افریقا کې د ملاریا وبا هم خپره وه او ‌‌‌‌‌‌ډېر انسانان یې مړه کړي وو. کارټر یوه ورځ د "ایود" په کلي کې په تصویر اخیستلو بوخت وي چې نا ببره یې نظر پر یو خوار، ‌‌‌‌‌‌ډنګر، وږي او تږي ماشوم او ماشوم ته څېرمه په یو ښکاري مارغه پریوځي. کارټر فکر کوي چې مارغه منتظر دی چې ماشوم مړ شي او هغه راشي ویې خوري. زړه یې غواړي چې ورشي او ماشوم له هغه ځایه پورته کړي، خو ورته ویل شوي وو چې په سیمه کې ملاریا خپره ده او دوی باید هېڅ انسان لمس نکړي.

هغه دغه دردناکه شېبه تصویر کړي او همدا تصویر یې په نړۍ کې مشهور شي او بیا د "پولیتزر" د کال د غوره عکاس نړیواله جایزه هم وګټي.

کوین دغه ماشوم او ښکاري مارغه ته نژدې ١٤ دقېقې ولاړ وي چې مارغه رانشي او ماشوم پورته نکړي. وروسته ځي، سګرټ بلوي او خدای ته ژاړي چې ولې یې پر انسانانو داسې حالت راغلی دی. الوتکه یې راشي او کارټر له نورو همکارانو سره یو ځای ولاړ شي، خو دغه دردونکي حالت یې خوب او ژوند ته ارام نه پرېږدي. شپه او ورځ همدا فکر کوي چې هغه ماشوم به ژوندی وي؟ هغه ښکاري مارغه خو به خوړلی نه وي؟ ما ولې مرسته ونشوه کړای؟ او.......

همدغو اندېښنو او له انسانیت سره د کوین کارټر غم، هغه بلاخره ځان وژلو ته مجبوروي. یو کال وروسته کوین کارټر ځان وژني او په یو کاغذ یې یوه وړه جمله لیکلې وي: "د وژنو، جسدونو، قهر او د ردونو خاطرات مې ارام نه پرېږدي." او زه په داسې خاطراتو کې ژوند نه شم کولی.

هغه ماشوم بیا څوارلس کاله ورسته د ملاریا په رنځ اخته او مړ شو.*

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک