د يو ګيلن لړم زهرو قيمت ۳۹ ميليونه امريکايي ډالر دی
د ځمکې په سر تر ټولو قيمت بيه مايع د لړم زهر دي. د ځينو افغان سوداګرو لخوا د جواز له اخيستلو وروسته له روزل شويو لړمانو څخه را ټول شوي زهر امريکا ته صادر شوي دي.
د هر ګيلن لړم زهرو قيمت ۳۹ ميليونه امريکايي ډالر دی، چې د تولید په ډېرېدلو سره به د افغانستان د اقتصاد په ښه والي کې پاموړ رول ولوبوي.
د لړم له زهرو څخه د ناروغيو د علاج او بېلابېلو درملو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي.
