د نور احمد عايل لیکنی
د لمر يوه ثانيه انرژي د ټولې نړۍ د برېښنا لپاره يو ميليون کاله کفايت کوي
هغه انرژي چې لمر يې په يوه ثانيه کې له لاسه ورکوي دټولې نړۍ د برېښنا لپاره يو ميليون کاله کفايت کوي.
دا لاندې په عکس کې چېدلمريزې بریښنا يو ستر مرکز وينئ ، د هند Kamuthi Solar Power Project دی چې په ۱۰ کيلومتر مربع سيمه کې جوړ شوی او ددنيا يو تر ټولو ستر د لمريزې انرژي د لاس ته راوړلو مرکز دی. ۶۴۸ ميګا واټه بريښنا تولیدوي ، ۷۰۰ ميليونه ډالر لګښت پرې راغلی، دوه نيم ميليونه شمسۍ پکې لمر ته اېښودل شوې او ۱۵۰۰۰۰ کورونو ته پوره ۲۴ ساعته برېښنا برابرولی شي.
دی لا دوو مېږو ته ناست دی او شپني کا!
...
نور ولوله
که مو په فيسبوک کمپنۍ کې کار کاوه، څه امتيازات او اسانتياوې به مو لرلې؟
کېدای شي دا پوښتنه درسره وي چې د فيسبوک د مرکزي دفتر (د مينالوپارک دفتر) کارمندان سره له دې چې ښه معاشونه لري فيسبوک نورې څه اسانتياوې په نظر کې ورته نيولې دي.
فيسبوک او ګوګل دواړه هڅه کوي له خپلو کارمندانو څخه (چې ټول یې تکړه،کارپوه اومجرب کسان دی) د ښه کار اخيستلو په وړاندې هغو ته ښه معاش او په معاش سربېره اسانتياوې هم برابرې کړې.
لاندې يوولس اسانتياوې فيسبوک خپلو کارمندانو ته نن سبا ورکوي.
• هر پلار او هرې مور ته چې نوی ماشوم یې زېږېدلی وي او يا یې يو ماشوم په (زوی توب) نيولی وي څلور مياشتې سره له معاشه رخصتي ورکوي. (خو پام مو وي چې هغه خلک داسې نه دي چې هرکال یې زېږوي او بيا په شمېر او نومونو...
نور ولوله
برتانيا د يوازيتوب او تنهايي وزارت هم لري!
جالبه ده چې پوه شئ چې برتانيا د يوازيتوب او تنهايي وزارت هم لري!
د برتانيا لومړۍ وزيرې ترېسا مې د۲۰۱۸ په جنوري کې مېرمن تراسي کروچ د يوازيتوب د وزارت په څوکۍ کېنوله، چې د ټولنيز يوازيتوب د ستونزو لاملونه او حل لارې وپلټي. د برتانيې لومړۍ وزيرې په دې اړه وويل: يوازيتوب او له ټولنې څنګ ته کېدل د معاصر عصر يو خپه کوونکی حقیقت دی. د برتانيا ۹ ميليونه خلک يا يوازې اوسي او يا د يوازيتوب احساس کوي.
ځېړنې ښيي چې يوازيتوب او له ملګرو او ټولنې انزوا ته کېدل د ورځې د ۱۵ سګرېټو څښکولو په اندازه صحت ته مضر دي.
تاسې خو به دغسې ملګري نه لرئ؟
...
نور ولوله
د کابل يو سلماني کي چې څوک کتاب مطالعه کوي ۳۰ فيصده تخفيف ورکوي
څه موده مخکې مې د کابل، ميرويس ميدان د ټټاري(حلبی سازي) په کوڅه کې د صفا سلماني مسوول اسدالله خان ته وويل: چې که په سلماني کې انتظار کسانو ته د تلويزیون پرځای يوه کوچنۍ المارۍ جوړه کړې او يو څه کتابونه پکې د عمومي مطالعې لپاره کېږدې،هم به د ناستو کسانو وخت هسې نه ضايع کېږي اوهم به یې په انتظارکې يوڅه لوستي وي.
بالاخره یې تېره ورځ عکس راولېږه چې المارۍ مې جوړه کړه او کتابونه مې هم پکې کېښودل او هم یې وويل چې هغو کسانو ته چې دلته مطالعه کوي ۳۰ فيصده تخفيف هم ورکوم.
که څه هم کوچنی ګام دی ، خو ښه ګام دی.
...
نور ولوله
غل چاته ويل کېږي؟!
غل يوازې په دېوال کور ته ور اوښتونکي او په لاره کې دموبايل او کمپيوټر تښتونکي ته نه ويل کېږي تر دې بدتر او ستر غله دادي:
√ هغه ډاکټر تر ټولو ستر غل دی چې ناروغ خبر هم نه وي او ده ورته بې ضرورته يوه پنډه درمل ليکلي وي او يا يې د فيصدي لپاره لابراتوار او اېکسېرې ته د شپږ شلې معاينو لپاره لېږلی وي او يا د ناروغ بې اړتيا عملياتونه کوي.
√ هغه مستري تر ټولو ستر غل دی چې په موټر يا بله هره نقليه وسيله کې د يوه نټ کار وي او دی د پيسو او وخت اړولو لپاره د موټر په بېخ پورې نښتی وي، خرابي يې په انجن کې وی او ده يې ټايرونه راخلاص کړي وی او بيا په خپلو تورو لاسونو د ټنډې خولې پاکې کړي او له تا څخه د يوې ور...
نور ولوله
تېزې او ژر منډې نه، بلکې په ځای منډې مو هدف ته رسولی شي
تاسې په لاندې عکس کې په نړۍ کې تر ټولو شتمن کس ايلان ماسک وينئ چې ۲۵ کاله مخکې د خپل ۱۹۷۸ ماډل BMW موټر د جوړولو په حال کې دی ، اوس دومره پيسې لري چې د (بي،ایم،ډبليو) په شان څلورسترې کمپنۍ په نغدو اخیستلی شي.
يانې که ايلان ماسک خپلې ټولې پيسې (څه کم دوه سوه ميليارده) نغدې را واخلي او په ټول افغانستان یې وويشي هر افغان (واړه و لوی) ته به ۵ نيم زره ډالر في نفر ورسېږي او څو ميليونه به ده ته هم په جېب کې پاتې شي.
تېزې او ژر منډې نه، بلکې په ځای منډې مو هدف ته رسولی شي.
...
نور ولوله
فقر او بې وزلي!
• د انسان د ډېرو جسمي او رواني ناروغيو سرچشمه فقر او بې وزلي ده.
• رواني روغتونونه له هغو ناروغانو ډک دي چې کلونه له مالي فشار لاندې وو، او همدې ستونزو د دوې جسم او ذهن لهکاره اچولی دی.
• په لسو کې نهه ناروغي د انسان له فشار، ستړو، سختيو څخه راټولکېدلې د ټولو لامل يې غربت دي.
• لوږه ددې لامل کېږي چې زندانونه له غلو او جنايت کارانو ډک شي فقر انسان اعتياد، فساد، فحشا او ځان وژنې ته سوق کوي.
له پاکو بې ګناه، او با استعداده ماشومانو مجرمان او جنايت کاران جوړوي...
نور ولوله
هنرمند رنگمالان
دا ښکلي عکسونه چې تاسې یې وينئ د بېلابېلو ودانيو دي او د جرمني هنرمند Manuel Di Rita لخوا چې هنري نوم یېPeeta دی په ډېر جالب ډول رنګمالي شوي دي.
د روغ او ساده دېوالونو والا کورونه یې داسې په جالب ډول (څو بعدي) رنګ کړی دي چې سړی فکر کوي چې دا دېوالونه به څومره لوړې، ژورې او مارپېچي جوړښت لري او دننې خلک به څومره په مشکله وخت پکې تېروي. دا رنګمالي د Optical Illusion يوه جالبه نمونه ده.
د تاسې د کنټري رنګمالان څه هنرونه او وړتياوې لري؟!
...
نور ولوله
مطالعه د بې خوبې ستونزه ختموي!
مطالعه د ارامتيا او دخوب راتلو لپاره د امادګي يوه بهترينه لاره ده. د موبايل د سکرين او تلويزيون په رڼا ماغزه داسې انګېري چې ګويا اوس د خوب وخت ندی او بايد بيدار واوسي ، خو په کمه رڼا کې دکتاب لوستل بيخي بل ډول اغېز لري ځکه ماغزه دا تشخيصوي چې اوس د استراحت وخت دی او بايد چې ميلاټونين هارمون(د خوب دمنظم والي هارمون ترشح پيل شي.) نو که خوب نه درځي يا ګډوډ وي مخکې له ويده کېدا کتاب ارمرو مطالعه کوئ!
...
نور ولوله
په نړۍ کې لومړنی پينسل څنګه جوړ شو؟!
په ۱۵۶۰ زېږدي کال کې يانې له نن څخه ۴۶۰ کاله مخکې يوې ايټالوي مېړه او مېرمنې يوه ټوټه ګرافيت د دوو ټوټو لرګيو په منځ کېښود او په نړۍ کې یې لومړی ځل د اوسني پینسل اختراع وکړه.
له دې ابتکار وروسته تر اوسه پورې همدا ډيزاين رواج دی، خو په لږ تغيير سره هغه دا چې د لرګي، سايز، او رنګ تغيير شوی دی .
او په عکس کې چې کوم پينسل وينئ، دا په اوولسمه پېړۍ پورې اړوند يو پینسل دی چې په جرمني کې په يوه کور کې پيدا شوی ،او په Faber-Castell کې ساتل کېږي.
...
نور ولوله
په لاندني عکس کې يو ستر درس نغښتی دی ، ان که بيخي دغسې پېښ شوي هم نه وي
يوه سړي چې ټول سروکار يې دسپيو د ځغاستې له لوبو سره وو، يوه ورځ يې ددې لپاره چې لوبه لږ متنوع کړي يو پړانګ يې هم مسابقې ته راوست چې له سپيو سره ګډه منډه وکړي ، خو چې د منډې وخت پيل شو سپيو منډې کړې او پړانګ بيخي له ځایه م ونه خوځېده ، په خپل ځای ناست و او سپيو ته يې کتل.....
کله يې چې له مالک څخه پوښتنه وکړه چې ولې پړانګ يوازې کتل او منډه يې وانه خيسته ؟!
يو ډېر جالب ځواب يې ورکړ
کله کله دا هڅه کول چې ثابته کړې چې ته تر نورو بهترين يې د ځان توهین دی.
هروخت او هرچېرته لازمي نه ده چې خپل ځان ټولو ته ثابت کړې، کله سکوت د ځينو خلکو پر وړاندې بهترين ځواب دی.
که په دې ډ...
نور ولوله
د پنځو نفرو قانون!
• که له پنځو په ځان باوري کسانو سره ملګري شئ، تاسې به په راتلونکي کې شپږم په ځان باورلرونکی کس شئ!
• که له پنځو ځيرکو کسانو سره ملګري شئ تاسې به د هغو له جملې څخه شپږم نفر شئ!
• که له پنځو شتمنو سره ملګري شئ، تاسې به د وخت په تېرېدو د هغو له ډلې شپږم کس یئ!
• که له پنځو علم دوسته کسانو سره ملګري شئ، تاسې به د هغو په ګروپ کې شپږم نفر شئ!
• که له پنځو بيکاره او ايله کسانو سره ملګري شئ، تاسې به د هغو په ټيم کې شپږم سرایله کس يئ...
نور ولوله
