No-IMG

يوه ډېره جالبه!!!

ټامس ایډسن په نړۍ کې يو ستر مخترع او ساينس پوه تېر شوی، تر ۱۰۰۰ ډېرې اختراع ګانې یې کړې دي،چې مشهورې یې  د برېښنا ګروپ (بلب)، د موټر بېټرۍ، مايکروفون، ويډيو کامره، فونوګراف او نور...دي.

  يوه ورځ په کوچنيوالي کې له ښوونځي څخه کور ته راغی ؛ مور ته یې په پاکټ کې بند يو ليک ورکړ ، ورته ويې ويل دا مې ښوونکي راکړ، او ويې ویل چې يوازې مور ته دې یې ورکړه چې ويې لولي!

  مور یې په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې شوې د زوی په مخ کې يادداښت ولوست :

  ستاسې زوی يو نابغه دی ، زموږ دا ښوونځی ورته کوچنی دی ، يا ته خپله نور درس ور زده کړه او يا يې بل ښوونځي ته ولېږه.

  کلونه تېر شول ، مور یې مړه شوه ،يوه ورځ چې ايډسن ډېرې اختراغ ګانې کړې وې او په نړۍ کې د يوه ستر مخترع او ساينس پوه په توګه پېژندل کېده ، په کور کې د زړو کتابونو او کاغذونو په پلټلو بوخت و، چې يوه کوچني کاغذ یې پام ور واړاوه

  ويې لوست

  پرې ليکل شوي وو

  ستاسې زوی يو ډېر غبي، تنبل او نالايقه ماشوم دی، سر له سبا یې زموږ ښوونځي ته مه را لېږئ

  ايډسن څو ساعته وژړل

  او په خپلو خاطرو کې یې وليکل:

  ټامس ايلو ايډسن يو غبي او نالايقه ماشوم و، چې د يوې اتلې مور له خوا د پېړۍ په نابغه بدل شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک