د نړۍ مهم هوايي شرکتونه چې الوتکې یې له هر اړخه بهترينې دي؟!
د سکای ټريکس نړيواله موسسه هر کال په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو هوايي شرکتونو د الوتکو خدمات اسانتياوې، کيفيت او بالاخره هر اړخ تر څېړنې لاندې نيسي او مخامخ له مساپرو څخه معلومات راټولوي چې ددې شرکتونو په الوتکو کې سفر کوي، د ۲۸۰ ايرلاينونو ۴۱ بېلابېل اړخونه له مساپرو پوښتلي دي؛ د الوتنې له څرنګوالي، د خدمتونو له کيفيت څخه نيولې حتی تر هغې څوکۍ پورې چې مساپر پرې کېني چې ايا (پسته (نرمه) ، نوې ، پاکه مجهزه ، ازاده او مسترح ده او که نه؟) نو په دې لړ کې دا ايرلاينونه د خدمتونو او کيفيت په لحاظ په نړۍ کې تر نورو مخکې شوي دي.
لومړی نمبر: قطر ايرويز Qatar Airways
دويم نمبر: سينګاپور ايرلاينز Singapore Airlines
درېيم نمبر: جاپانی شرکت: ال نيپون ايرويز All Nippon Airways
څلورم نمبر: د متحده عربي اماراتو مشهور شرکت: ايمريټس Emirates
پنځم نمبر: د هانګ کانګ مشهور شرکت: کېتي پاسفيک ايرويز Cathay Pacific Airways
شپږم نمبر: تايوانی شرکت: اي وي اې اير EVA Air
اووم نمبر: جرمنی شرکت: لوفتانزا Lufthansa
اتم نمبر: د متحده عربي اماراتو شرکت اتحاد ايرويز Etihad Airways
نهم نمبر: چينايي شرکت: هېنان ايرلاينز Hainan Airlines
لسم نمبر: اندونيزيايي شرکت: ګاروډا اندونيزيا Garuda Indonesia
يوولسم نمبر: ټايلېنډی شرکت: ټای ايرويز Thai Airways
دولسم نمبر: ترکيش ايرلاينز Turkish Airlines
ديارلسم نمبر: اسټراليايي شرکت: وېرجين اسټراليا Virgin Australia
څوارلسم نمبر: سویسی شرکت: سويس اينټرنيشنل ايرلاينزSwiss International Air Lines
پنځلسم نمبر: استراليايي شرکت قنتاس ايرلاينز Qantas Airlines
شپاړسم نمبر: جاپان ايرلاينز Japan Airlines
اوولسم نمبر: اتريشي شرکت: اسټريا ايرلاينز Austrian Airlines
اتلسم نمبر: فرانسوی شرکت : ايرفرانس Air France
نولسم نمبر: د نوي زيلانډ مشهور شرکت: ايرنيوزيلېنډ Air New Zealand
شلم نمبر: د سويلي کوريا نامتو شرکت : اسيانا ايرلاينز
تاسې په پورته يادو شويو کومو الوتکو کې سفر کړی دی؟
